دکندهار پوهنتون د رئېس پیغام کندهار پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کښي ېو له هغو پنځو لویو پوهنتونو څخه دئ؛ چي په (۱۹۹۰م. يا ۱۳۶۹ ل) کال د افغانستان په پخوانۍ پلازمېنه او اوسني ستر سياسي – فرهنگي مرکز کندهار کښي؛ د لوړو زده کړو وزارت تاًسيس کړ؛ دغه پوهنتون د دې حوزې د پنځو ولايتي پوهنتونو: (کندهار، هلمند، روزګان زابل او ډايکنډي) ټول علمي او اداري فعاليتونه اداره کوي؛ کندهار پوهنتون به د علومو په بېلابېلو برخو کښي د معياري تدریس او باکیفیته څېړنو په ترسره کولو سره؛ د ټولني د پرمختیا او هوسايني له پاره د خدمتونو په وړاندي کولو سره د هیواد مخکښ او د سیمي معتبر پوهنتون يي. کندهار پوهنتون دیوې ژمني، تجربه لرونکي او علمي رهبري له خوا څخه پر مخ ځي او دا رهبري کوښښ کوي؛ تر څو کندهار پوهنتون په نړۍواله کچه د ېو پېژندل سوي او لوړ مقام لرونکي پوهنتون په توگه پر مخ بوځي. دکندهار پوهنتون رئېس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طيبي

تازه خبرونهنور دلته

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۹:۵۹
Background image

د بنسټیزي څېړنیزي تګلاري درې ورځنی ورکشاپ پیل سو

 

 

د کندهار پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت اړوند څېړنیز مرکز د بېلابېلو پوهنځیو ۴۰ استادانو ته د بنسټیزي څېړنیزي تګلاري (Basic Research Methodology) په نوم درې ورځنی ورکشاپ پیل کړ.

 

. . .
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۲۲
Background image

د علمي څېړني د بنسټو سيمينار وړاندي س

و

 

د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د بابي صاحب د غونډو په تالار کښي د یاد پوهنځي اړوند د بېلابيلو څانګو استادانو ته د Basics of Educational Research په نوم سیمینار وړاندي سو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۲:۲۲
Background image

د غضنفر بانک مسئولانو د اقتصاد پوهنځي محصلانو ته د بانکي خدماتو په اړه سیمینار وړاندي کړ

 

د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي په هڅو، د یاد پوهنځي د غونډو په تالار کښي، په کندهار ښار کښي د غضنفر بانک څانګي مسئولانو د اقتصاد پوهنځي محصلانو ته د بانکدارۍ، بانکي خدماتو او عملي. . .