عامي روغتيا د ماسټري پروګرام

پيژندنه:
د عامي روغتيا د ماسټرۍ پروګرام په ۱۳۹۵ ل. کال د هيواد په سهېل لوېديځه سيمه د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي په چوکاټ کي تاسيس سو. دا پروګرام په همدې سیمه کي یوازنی دولتي روزنيز پروګرام دی، چي د عامي روغتيا د ماسټري په برخه کی مسلکي علمي کادرونه ټولني ته وړاندي کوي.

د عامي روغتيا د ماسټرۍ پروګرام د افغانستان په کچه په دوه غورو پروګرامونو کښی ځانګړی ځای لري او په ۲ دورو کي ئي د Master په سويه ۲۷ تنه نارينه او ښځينه مسلکي علمي کادرونه ( ماسټران )  فارغ کړي دي. اوس مهال په همدې پروګرام کي د هيواد له بېلا بېلو سيمو څخه ۷۴ تنه ډاکتران په ماسټرۍ په زده کړو بوخت دي.

لېرليد :

د عامي روغتيا د مديريت په برخه کی د داسی رهبرانو روزل چي نړيوال معيارونو ته په کتو د افغانستان د روغتيايي خدمتونو د مديريت څرنګوالی ( کيفيت ) ته سمون ور په برخه کړي.

رسالت :

په افغانستان کي د عامي روغتيا د ظرفيتونو د پياوړي کولو په موخه د روغتيا څېړنو تر سره کولو او خدمتونو چمتو کولو لپاره د بشري منابعو رامنځته کول.

د پروګرام موخي :

  • د افغانستان په سهېل لوېديځ کي د عامي روغتيا په برخه کي د ماسټرۍ د زده کړو له لاري د روغتيايي ستونزي له منځه وړل؛
  • د افغانستان په سهېل لوېديځ کي د عامي روغتيا په برخه کي د غوره مشرۍ له لاری د مړيني د کچي د راکمولو سره مرسته او د ناروغيو له خپرېدو څخه مخنيوي کول؛
  • محصلينو ته وړتيا ورکول، تر څو وکولای سي د عامي روغتيا په اړوندو برخو کي څيړنې ترسره کړي  په ځانګړې توګه په سهېل لوېديځه سیمه کي.

د عامی روغتيا ماسټرۍ پروګرام تشکيلاتي جوړښت

د عامی روغتیا ماسټری پروګرام کړني  د یو شپږ نفریزه اجرايي کمیټی او یو تن اداری مدیر لخوا څخه تنظیم کیږي. نوموړي کمیټه خپلي ټولي کړني د فوق السانس لایحي په ړنا کښي ترسره کوی.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 د عامی روغتيا ماسټرۍ پروګرام د مسول پيژندنه :

پوهنمل ډاکتر محمد هارون ستانکزی MD ، MPH د ۱۳۹۸ هـ.ل کال څخه د کندهار پوهنتون د عامي روغتيا ماسټرۍ پروګرام د آمر په حيث وظيفه لري. نوموړی د امريکا هيواد جانزهاپکنز پوهنتون څخه د عامي روغتيا په برخه کښی د ماسټرۍ سند لري.

ډاکتر ستانکزی د اداری تنظيم او څيړنې په برخه کښی د لازم مهارت لرونکې دی ، نوموړي ياد مهارتونه په بېلا بېلو ادارو کښی د وظيفي پر مهال ترلاسه کړيدي. د پروګرام د آمر په صفت نوموړی د فوق ليسانس کميټي بېلا بېل وظايف تنظيموي.

د عامی روغتيا ماسټرۍ پروګرام استادان :

په نوموړي پروګرام ګښی تدریس کوونکی استادان د فوق السانس لایحی مطابق د لوړو تحصیلی او علمی رتبو لرونکی دي. نوموړي استادان د علمی پوهه تر څنګ د پراخی عملي تجربی لرونکی دي. همدارنګه د یادوني وړ بولو چي د تدریسي چارو د ښه مخته بیولو لپاره د طب پوهنځی دعامی روغتیا د ماسټري پروګرام په ۱۳۹۷ کال د هندوستان هیواد د IIHMR  پوهنتون سره توامیت لاسلیک کړی چي یو شمېر مضامین د نوموړي پوهنتون د پروفیسورانو لخوا تدریس کېږي. د عامي روغتیا د ماسټري پروګرام د استادانو د ظرفیت لوړونی لپاره متعدد ټرینګونو د جانز هافکینر پوهنتون له طرف وړاندی شویدي چي ټولو استادانو لازمه استفاده ځيني کړېده.  د ماسټری پروګرام د استادانو شهرت، علمی رتبه او تحصیلي درجه په لاندي جدول کښی خلاصه سویدي.

تحصيلی درجه

علمي رتبه

نوم او تخلص

ګڼه

 

ماسټر

پوهاند

ډاکتر عبدالواحد وثيق

۱

ماسټر

پوهنوال

ډاکتر خوشحال فاروقي

۲

ماسټر

پوهنوال

ډاکتر نجيب الله فضلي

۳

ماسټر

پوهنوال

ډاکتر زرغون ترين

۴

ماسټر

پوهندوي

ډاکتر نجيب الله رفيقي

۵

PhD

پوهندوي

ډاکتر بلال احمد رحيمي

۶

PhD

پوهنمل

ډاکتر محمد هاشم وفا

۷

PhD

پوهنمل

ډاکتر محمد صديق صحرائي

۸

ماسټر

پوهنمل

ډاکتر ولی محمد وياړ

۹

ماسټر

پوهنمل

ډاکتر محمد هارون ستانکزی

۱۰

ماسټر

پوهنمل

ډاکتر نجيب الله رحيمي

۱۱

ماسټر

پوهنيار

ډاکتر قدرت الله احمدی

۱۲

۱-جدول: د استادانو لست

 

           

د ماسټرۍ د علمی پروګرام جوړښت :

د عامي روغتيا د ماسټرۍ په برخه کي د ماسټرۍ پروګرام به څلور سمیسټره او يا  ۲ کاله  په اعظمي ډول ۳ کاله  وخت نیسي. برسېره پر دې؛ يو محصل بايد ۴۲ کريډيټه تر لاسه کړي تر څو د دې پروګرام څخه فراغه سي.

د عامې روغتيا ماسټرۍ پروګرام اساسي کورسونه په لاندي ډول دی :

 د ستونزو له منځه وړل، د بيولوژيکي احصائیې (بيوستاتيک)، ساري ناروغيو اړونده پوهه (اپيديميولوژي)، محيطي روغتيايې علوم، د مور او ماشوم

روغتيا، تغذيه، مديريتې علوم، ټولنيز او سلوکي علوم، روغتيايي پاليسي اواخلاقي اصول.

 

 

په پروګرام کي د شموليت معيارونه او شرايط : 

  • د طب ، ستوماتولوژي، نرسنګ، عامي روغتيا، فارمسي او طبي تکنالوژۍ څخه د ليسانس سند لرل؛
  • د نمراتو سلنه: محصلانو  بايد د ليسانس په دوره کي ۶۵ سلنه اوسط نومرې پوره کړي وي؛
  • د سيټونو شمېر: په دې پروګرام کښي هر کال  د۳۰ سيټونو لپاره د کانکور ازمويني د ملي کميټې لخوا څخه د کانکور آزموينه اخيستله کېږي او لوړ نمره لرونکي محصلان و پروګرام ته شاميلېږي.
  • د پروګرام فيس:  د دې پروګرام د مکملي دورې فيس (۱۹۵۰۰۰) افغانۍ کېږي او  بايد هر محصل ئې د هر سمیسټر تر پېل مخکي و ځانګړي بانکي حساب ته تحويل کړي. که چيري کوم محصل خپلي زده کړي د کومي ادارې په مالي ملاتړ تر سره کوي، د هم هغه اداري څخه د محصل د لګښتونو د ورکړي په اړه رسمي مکتوب هم په دې برخه کې شامليږي.

د پروګرام ځانګړتياوي :

  • د هر مضمون بېل تدريس؛
  • د منطقې په کچه معياري کريکولم؛
  • د عامي روغتيا اړونده روغتيايي مراکزو کي علمي زده کړي؛
  • د زده کړي له پاره په عصري ټکنالوژۍ مجهز ټولګي؛
  • د هيواد، منطقې او نړۍ د پرومختللو پوهنتونونو د استادانو په ذريعه تدريس