اقتصاد

 

 

سریزه

د اقتصاد پوهنځي لخوا د دې کتلاک د وړاندي کولو څخه موخه د اقتصاد د علم په ارزښت، د اقتصاد پوهنځي د فعالیتونو په ځانګړتیاوو، او د زده کړې لپاره د رامنځته سوو فرصتونو په اړه د معلوماتو شریکول دي. زموږ پوهنځی د هیواد او نړیوالو اړتیاوو په پام کې نیولو سره د اقتصاد د علم پرمختګ ته ژمن دی او د اقتصادي ستونزو د حل لپاره د نوښتګر فکر او څیړنیز کار ترویج ته ځانګړې پاملرنه کوي.

په دې کتلاک کي به تاسو زموږ د پوهنځي د لیرلید، رسالت، اهدافو، تحصیلي نظام، څانګو، د هري څانګي اړوند استاداتو، تعلیمي پروګرامونو، څیړنیزو امکاناتو، اکادمیکو لاسته راوړنو، او هغه امکاناتو په اړه معلومات ومومئ چې زموږ محصلینو ته د مسلکي ودې او راتلونکي پرمختګ لپاره زمینه برابروي.

موږ باور لرو چي اقتصاد د ټولني د پرمختګ او هوسایني لپاره بنسټیزه ونډه لري، او زموږ هدف دا دی چې محصلان داسي وروزو چې دوی د هیواد د اقتصادي پرمختګ په پروسه کي مثبت بدلونونه رامنځته کړي.

 

 

په درنښت

د اقتصاد پوهنځي رئیس

پوهنیار عبدالله زیارمل

 

د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي لنډه پېژندنه

د اقتصاد پوهنځي تاريخچه

د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځی د سهیل لویدیځي حوزې د اړتیاوو او د موجوده اقتصادي ستونزو د حل لپاره  د کرهڼي، طب، انجینري، ښوونه او روزنه او شرعیاتو پوهنځیو څخه وروسته په ۱۳۸۸کال کي تاسیس سول او په ۱۳۸۹ کال کي د پوهنتون په تشکیل کي شامل چي په لومړي سر کي یوازي د منجمنټ او تشبثاتو اداري څانګه فعاله سول او په تدریس يې پیل وکړ. و نوموړی پوهنځي ته د لومړي ځل لپاره په ۱۳۸۹ کال کي د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ازمویني له لاري ۱۱۷ تنه محصلین د لوړو زده کړو په موخه معرفي سول چي د هغوی له ډلي دوې تنې ښځینه او ۱۱۵ تنه نارینه  محصلین ول. د پوهنتون د مشرتابه د هلو ځلو او زیار په پایله کي د اقتصاد پوهنځي لپاره په ۱۳۹۱ کال کي تعمیر جوړ او د ګټي اخستني لپاره چمتو سو. دغه پوهنځی د تاسیس څخه وروسته په پرله پسې توګه په مختلفو څانګو کي محصلان جذب کړي دي، چي  تر اوس مهاله یې ۱۱ دورې فارغان ټولني ته د خدمت لپاره وړاندي کړي دي. همدارنګه دغه پوهنځي د شپې برنامه هم لري چي په ۱۳۹۲ کال کي د اقتصاد شپې پوهنځی منظور او د ۵۵ تنو محصلینو په جذب سره یې په تدریس پیل وکړ، چي اوس مهال د اقتصاد پوهنځي دوه وخته (ورځي او شپي) پوهنځي لري چې یوه څانګه (منجمنټ او تشبثاتو اداري) په تدریس بوختي دي او پاته څلور څانګي د ظرفیت لوړوني په حالت کي قرار لري.

د اقتصاد پوهنځي د موجوده امکاناتو په نظر کي نیولو سره په دې توانیدلې چي ټول هغه محصلین چي د لوړو زده کړو د وزارت له لوري اقتصاد پوهنځي ته ورپیژندل کیږي په منظمه توګه جذب او لازمي تحصیلي اسانتیاوي ورته برابري کړي. سربیره پر دي د انیستیتوت (۱۴ پاس)

 

څخه فارغ سوي محصلان هم دوهم ټولګي ته د کانکور د ازمویني لخوا جذبیږي.

لنډیز

 اوس مهال نوموړې پوهنځي په خپل تشکیل کي لاندي څانګي لري:

  •  منجمنټ او تشبثاتو اداري څانګه
  • ملي اقتصاد څانګه
  • انترپرونیورشیپ څانګه
  • مالي او بانکي څانګه
  • احصائیه او ايکونومتري څانګه

لیرليد:

د اقتصاد پوهنځي به په ملي او سيمه ایزه کچه د اقتصاد په اړوند څانګو کي د مسلکي او په کار پوه فارغانو په روزولو سره سیاله پوهنځي و اوسي.

 

رسالت:

اقتصاد پوهنځي د معياري تحصیلي نصاب په درلودلو سره، په ملي اقتصاد، احصائيه، بانکداري، اينټرپرینيورشيپ او مديريت  برخو کي د ټولني د اړتياو او د سیمي د بازار مطابق په کار پوه او وړ تحليلوونکي او نوښتګر محصلان روزي.

 

اهداف:

۱- د ټولني د اقتصادي اړتياوو په نظر کي نيولو سره د تقاضا او عرضې تشخيصول.

۲- د استادانو، اداري کارمندانو او محصلينو علمي او مسلکي وړتيا لوړول.

۳- په هر اقتصادي سيستم کي د سالم او اړين حالتونو تشخيصول.

۴- د مرکزي بانک او دولتي پاليسیو په اقتصادي اهميت باندي پوهېدل.

۵- د احصائيوي او رياضيکي ماډلونو څخه په استفادې د اقتصادي ستونزو تحليل او تعريفول.

اساسي ارزښتونه:

۱: د پوهي ايجاد او لاسته راوړنه                                

۲: د پوهي پلي کول

۳: مسليکتوب

۴: همکاره او همايوي اکادميک چاپيريال

۵: د پوهي ساتنه او انتشار

۶: د حقايقو پلټنه

۷: فکري همږغي

۸: د نظرياتو انتقال

۹: اوږد مهاله زده کړه

۱۰: فکري آزادي

۱۱: څېړنيز مرکز

د اقتصاد پوهنځي امکانات)زېربناوي):

  • داقتصاد پوهنځي ځانګړی رياست، اداري معاونيت او تدريسي مديريت لري چې د ميزونو او چوكيو برسيره د انترنيت اسانيتاوي هم شتون لري. يوه پايه د فوتو كاپي ماشين او يوه پايه كمپيوتر د چارو د سمون لپاره په هر دفتر كې موجود دي. اداري څانګي ټول په ايركنډيشنو الماريو او فرشونو سمبال دي او ددې ترڅنګ هر تدریسي بلاک په فرشونو پوښلی. ددې سره سره اقتصاد پوهنځي د درسي کیفیت د لا سمون او لوړاوي په موخه په هر صنف کې LCD سکرینونه نصب کړل او اوس مهال د پروجکتور پر ځای استفاده کیږي. همدارنګه اقتصاد پوهنځي د خپلو محصلانو د علمي ظرفیت د لوړېدلو په پار په هر تدریسي او اداري بلاک کې ښیښه ایز او دیوالي پوسترونه نصب کړي دي، ددې سره سره د پوهنځي د داخلي سمسورتیا لپاره د پوهنځي د ودانۍ په مختلفو برخو کې ګلدانۍ ایښودل سوي او وخت او اړتیا مطابق يې حفظ او مراقبت ترسره کیږي

 

د اقتصاد پوهنځي تدریسي مدیریت

 

  • د پوهنځي په لاندني پوړ كې شپږ تدريسي اطاقونه په تدريسي لومړنيو وسايلو لكه پروجکتور( مولتي ميډيا) ميز، چوكي، باد پكو، LCD  سکرینونه او نورو  مجهز دي، لري.
  • داقتصاد پوهنځي پنځه فعال واړه ديپارتمنټونه په ځانګړي ډول  ښه اطاقونو کي داسي تنظيم سويدي چي هر ديپارتمنت ته جلا ځاى وركول سوی، ايركنډيشن يخچال، المارۍ او د انترنيت سهولتونه پکښي موجود  دي.
  • د كنفرانس یو هال د پوهنځي په داخل كې د پوهنځي د رياست او استادانو په همكاري فعال سوی دی چي د ميزونو او چوكيو برسيره مولټي ميډيا میز، سكرين، پردې او د باد پكو سهولت هم لري، چي د اړتیا په صورت کې د ګروپي کارونو د ترسره کولو، د Guest Lectureres په واسطه د لکچر د ارایې او همدارنګه د محصلانو د څېړنو د دفاع لپاره استفاده کیږي.
  • اقتصاد پوهنځي د محصلانو د علمي کچي د لوړولو لپاره داخلي مجهز کتابتون لري چي محصلان د خپل مسلک اړوند د ضمني مطالعې لپاره ورڅخه وخت په وخت استفاده کوي.
  • همدارنګه د اقتصاد پوهنځي د خپلو علمي پروګرامونو د ترسره کولو لپاره د پوهنځي د عمومي ودانۍ څنګته یو په کافي اندازه لوی او په وسایلو سمبال لیکچر هال فعاله کړ. یاد کنفرانس هال، چي د زیاتو هڅو په پایله کې فعاله او د استفادې وړ وګرځېد، د ښه او روښانه لايټینګ سیستم، پردو، او پوډیمونو په درلودلو سره د ۲۰۰-۲۵۰ تنو د ځایولو ظرفیت لري.
  • د محصلينو د بدني ودي او فکري پياوړتيا لپاره د فوټبال، واليبال او کرکټ لوبډلي جوړي سويدي. همدارنګه محصلينو ته علمي سير او د ذهني ازمويني پروګرامونه هم برابر سويدي.
  • دکريديت سيستم دنوي کريکولم اومفرداتو له مخي تطبيق سوی دی.
  • د استادانو د لكچر نوټونو د برابريدو او كاپي كيدو سهولتونه موجود دي او په هر سمستر کي نوي لكچر نوټونه ورته كاپي كيږي.
  • د اقتصاد پوهنځي استادانو زيات تدریسي کتابونه په پښتو ژبه تأليف، ژباړلي او لکچر نوټونه ترتيب کړيدي. لکه نړیوال اقتصاد، تهیه او تداروکات، د اقتصاد اساسات او اقتصادي حقوق او داسی نور لکچرنوټونه يې په پښتو ژبه ژباړلي دي.
  • د پوهنځي ټول استادان د هر سمستر انفرادي عملیاتي پلانونه لري.
  • د پوهنځي بروشورونه د عامه پوهاوي په موخه چاپ سوي.
  • اقتصاد پوهنځي او څانګي پنځه کلن ستراتیژیک پلانونه لري.
  • د پوهنځي د درسي نصاب د تطبیق او نظارت کمېټه منظم کلنی پلان لري.
  • د پوهنځي او څانګو په کچه د اسنادو منظم فایلینګ سیستم وجود لري.
  •  د اقتصاد پوهنځي د بریښنایي زده کړو یو مسلکي کاري کمېټه جوړه سوې ده، چی هغوی د پوهنځي د ټولو کارکوونکو سره پدې اړه همکاري کوي، په ټولګیو کی پروجکتورونه نصب سوي دي، ټول استادان د عصري وسایلو سره بلد او کار ورڅخه اخلي، د کمپیوتري مضامینو لپاره اسانتیاوي برابري سوي دي، د بریښنا نوی سیستم وجود لري .
  • د اقتصاد پوهنځي یو مجهز څېړنیز مرکز لري چي څرګنده لیرلید او رسالت درلودونکی او ورسره د څیړني منظمه کمېټه لري چي د استادانو او څلورم ټولګي د محصلانو د څیړنو د پاره منظم پلانونه طرح او پلی کوي.
  • د شپې پوهنځي د پاره نوي د شمسیانو بریښنايي سیستم جوړ سوی دی، کمپیوتر لېب د څلورم ټولګي د محصلانو لپاره تیار سوی دی، ترڅو وکولای سي د SPSS تدریسي پروګرام د نظري زده کړي ترڅنګ عملا هم تمرین کړي. د پوهنځي د بریښنایي زده کړو کمېټه د لا زیاتو اسانتیاوو په لټه کي ده.

د اقتصاد پوهنځي  علمي برنامې

د ( کندهار) پوهنتون د ( اقتصاد ) پوهنځي کښي د ( منجمنټ او تشبثاتو ) علمي برنامه د ( افغانستان) له پاره د مسلکي او متخصص کادرونو د روزني په منظور ايجاد سوې ده. په همدي اساس د ( منجمنټ او تشبثاتو ) علمي برنامه هغه شخص د خپل فارغ التحصيل په صفت پيژني. چي ( ۱۵۳) کريډيتونه په يوه تحصيلي دوره کي چي د ورځي لخوا په څلور کاله ( اته ٨ ) سمسټرونو کښي پوره او د پوهي، مهارتونو او روش (سلوک) په برخو کي د لاندي شرايطو درلودونکي وي.

  1. د پوهي او علم برخه: د ( منجمنټ او تشبثاتو) علمي برنامې فارغ التحصيل بايد په دې وتوانيږي چي د لسانس په کچه پر (د دولتي او خصوصي سکتور د ودي پر لارو چارو، د اقتصادي ستونزو په پيداکولو، تحليل کولو او حل لارو) موضوعاتو باندي حاکم وي، ترڅو وتوانيږي چي د (اقتصادي او مديريتي) متخصص په صفت په ټولنه کي د کار کولو وړتيا ولري.
  2. د مهارتونو برخه: (د منجمنټ او تشبثاتو) د علمي برنامې فارغ التحصيل هغه شخص دى، چي حد اقل له Microsoft Office, SPSS, او الکترونيکي تجارت سره اشنا او په دې برخه کښي د خپلو ستونزو د حل توانايي ولري.
  3. د کړنو او چلند برخه: ( د منجمنټ او تشبثاتو) د علمي برنامې فارغ التحصيل هغه شخص دى، چي د(د مديريت، محاسبې، کوچني او لوى اقتصاد او نورو) تخصصي او مسلکي مضامين د هيواد د نافذه قوانينو په احترام، اکاډميک اصولو په رعايتولو، وطن دوستۍ او د اسلامي، انساني او اخلاقي ارزښتونو په نظر کي نيولو سره يې ترلاسه کړي، ټولو دغه ارزښتونو ته ژمن او د هر ډول تبعيض او تعصب څخه پاک وي.
  4. د اقتصاد پوهنځي د منجمنټ او تشبثاتو اداري څانګه په نوي درسي نصاب ( کريډيټ سيستم) برابره ده کله چي د لوړو زده کړو وزارت له خوا د کندهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي ته محصلین معرفي سي په همدې څانګه کي یې په اول او دوهم ظرفیت کی جزبوي، چي په لاندي جدولو کي ښودل سوي دي.

شماره

دوره

کال

ښځینه

نارینه

مجموعه

۱

لومړی

۸۹-۱۳۹۰

۲

۱۱۵

۱۱۷

۲

دوهمه

۹۰-۱۳۹۱

۲

۹۸

۱۰۰

۳

دریمه

۹۱-۱۳۹۲

۳

۱۴۷

۱۵۰

۴

څلورمه

۹۲-۱۳۹۳

۹

۱۹۱

۲۰۰

۵

پنځمه

۹۳-۱۳۹۴

۵

۱۹۵

۲۰۰

۶

شپږمه

۹۴-۱۳۹۵

۱

۱۹۸

۱۹۹

۷

اوومه

۹۵-۱۳۹۶

۴

۱۹۸

۲۰۲

۸

اتمه

۹۶-۱۳۹۷

۵

۱۹۶

۲۰۱

۹

نهمه

۱۳۹۸

۱۱

۲۱۱

۲۲۲

۱۰

لسمه

۱۳۹۹

۸

۲۱۶

۲۲۴

۱۱

یولسمه

۱۴۰۰

۱۲

۲۱۲

۲۲۴

۱۲

دولسمه

۱۴۰۱

۰

۸۰

۸۰

مجموعه

۶۲

۲۰۵۷

۲۱۱۹

د اقتصاد پوهنځي د ورځي (اول ظرفیت) ته د معرفي سوي محصلینو جدول

(سرچینه ...د اقتصاد پوهنځی تدریسی مديریت)

د اقتصاد پوهنځي د ورځي د محصلینو جدول چي اوس په زده کړه بوخت دي:

صنف

ښځينه

نارينه

ټول

لومړي

۰

۷۵

۷۵

دوهم

۰

۶۲

۶۲

دریم

۰

۵۱

۵۱

څلورم

۰

۹۰

۹۰

مجموعه

۰

۲۷۸

۲۷۸

 (سرچینه ...د اقتصاد پوهنځی تدریسی مديریت)

د اقتصاد پوهنځي د ورځي پوهنځي د فارغ محصلانو ارقام

په ۱۳۹۳کال کي  د اقتصاد پوهنځي لومړۍ دوره  محصلين د منجمينټ او خصوصي تشبثاتو اداري له څانګي څخه د ورځي له خوا فارغ سول. د فارغ محصلانو جدول یې په لاندي ډول دی.

د اقتصاد د ورځي پوهنځي د فارغ محصلانو جدول

شماره

دوره

کال

ښځینه

نارینه

مجموعه

۱

لومړی

۱۳۹۳

۲

۴۳

۴۵

۲

دوهمه

۱۳۹۴

۲

۱۰۲

۱۰۴

۳

دریمه

۱۳۹۵

۲

۸۶

۸۸

۴

څلورمه

۱۳۹۶

۲

۸۴

۸۶

۵

پڼځمه

۱۳۹۷

۳

۱۰۵

۱۰۸

۶

شپږمه

۱۳۹۸

۲

۱۰۲

۱۰۴

۷

اومه

۱۳۹۹

۰

۱۲۹

۱۲۹

۸

اتمه

۱۴۰۰

۱

۱۳۷

۱۳۸

۹

نهمه

۱۴۰۱

۲

۱۰۹

۱۱۱

۱۰

لسمه

۱۴۰۲

۰

۱۲۹

۱۲۹

۱۱

یوولسمه

۱۴۰۳

۰

۱۱۱

۱۱۱

مجموعه

۱۶

۱۱۳۷

۱۱۵۳

  1. (سرچینه ...د اقتصاد پوهنځی تدریسی مديریت)

د کندهار پوهنتون د اقتصاد شپي پوهنځي د محصلانو احصائيه

  1. په ۱۳۹۲ کال کي د اقتصاد د شپې پوهنځي منظور او په تدريس یې پيل وکړ او د لوړو زده کړو وزارت په لاندي ډول محصلین ورته معرفي کړي دي.

د اقتصاد پوهنځي د شپې (لومړی ظرفیت) ته د معرفي سوي محصلانو جدول

شماره

دوره

کال

ښځینه

نارینه

مجموعه

۱

لومړی

۱۳۹۳-۱۳۹۴

۱

۹۹

۱۰۰

۲

دوهمه

۱۳۹۴-۱۳۹۵

 

۴۸

۴۸

۳

دریمه

۱۳۹۵-۱۳۹۶

۰

۶۵

۶۵

۴

څلورمه

۱۳۹۶-۱۳۹۷

۰

۵۰

۵۰

۵

پنځمه

۱۳۹۷-۱۳۹۸

 

۶۰

۶۰

مجموعه

۱

۳۲۲

۳۲۳

  1.  (سرچینه ...د اقتصاد پوهنځی تدریسی مديریت)

د اقتصاد پوهنځي کمېټې

۱

کمېټه

مسؤل

۲

د ستراتیژیک پلان کمېټه

پوهنیار ګلاب الدین نوري

 

د کیفیت د لوړاوي کمېټه

پوهنیار عبدالله زیارمل

۳

د امتحاناتو کمېټه

ن.پوهنیار الیاس احمد پویان

۴

د څېړني کمېټه

ن.پوهنیار حارث احمد طاهر

۵

د فرهنګي چارو او نشراتو کمېټه

ن.پوهنیار عزت الله عاصم

۶

د نصاب کمېټه

ن.پوهنیار نقیب الله مشال

۷

د بریښنايي چارو او حکومتولۍ کمېټه

پوهنیار احمد ولي پوپل

۸

د کتابتون د چارو کمېټه

ن.پوهنیار محمد رفیع شعیب

۹

د نظم او ډیسیپلین کمېټه

پوهنیار کریم الله عزام

۱۰

د چاپیریال ساتني کمېټه

پوهنیار محمد یوسف اڅک

۱۱

د تقرر او انفکاک کمېټه

پوهنیار نصیب الله اماني

 

د اقتصاد پوهنځي د رئيس لنډه پېژندنه

محترم پوهنیار عبدالله زیارمل د حاجي محمد سعید زوی په ۱۳۷۱ ه ش کال کي د کندهار ژړۍ ولسوالۍ کي زېږېدلی دی او وروسته د ښاغلي زیارمل کورنۍ د اولادونو د ښې روزني او د یوه تمدني ژوند کولو په موخه و کندهار ښار ته منتقله سوه. خپلي لومړنۍ زده کړي یې په شاه حسین هوتک منځنۍ ښوونځي کي، او منځنۍ زده کړي یې په احمد شاه بابا عالي لېسه کي سرته و رسولې. ښاغلی زیارمل په ۱۳۸۹ ه ش کال کي د نوموړي لیسې څخه فارغ سو. د ۱۳۹۳ کال د کانکور د ازمویني د ورکولو څخه وروسته په لوړو نمرو د کندهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي ته بریالی او د څلور کلني تحصلیي دورې په پوره کېدو سره په ۱۳۹۶ ه ش کال د نوموړي پوهنځي څخه په کدر کي فارغ سو، په ۱۳۹۷ کال د کندهار پوهنتون د اقتصاد په پوهنځي کي و علمي کادر ته شامل او د استادۍ د مقدسي دندي مسؤلیت یې په غاړه سو.

ښاغلي زیارمل په ۱۳۹۹ ل. کال کي د اقتصاد په برخه کي د ماسترۍ  تر لاسه کولو په موخه د مالیزیا هیواد و ای ای یو ایم (IIUM) پوهنتون ته واستول سو او د دوه کاله او دوو میاشتو په تېرولو سره یې دا دوره په پوره بریالیتوب سره پای ته ورسول. په ۱۴۰۰ ل کال کي یې  دا دوره هم په اعلی درجه (Dean list) سره پای ته ورسوله.

پوهنیار زیارمل د ماسټری د دورې د ختمولو وروسته بیرته د۱۴۰۰ کال کي خپل هیواد ته راستون سو او خپلي استادۍ ته یې په اقتصاد پوهنځي کي ادامه ورکړل چی دوې میاشتي وروسته، د کندهار پوهنتون د مشرتابه په وړاندیز د پوهنځي د سرپرست رئیس په حیث انتخاب او د رسمي چارو د تکمیل په موخه  رئیس الوزرا ښاغلي ملا محمد حسن اخند ته معرفي سو.

پوهنیار زیارمل  د هغه وخت څخه تر اوسه د ریاست په څنګ کي د اقتصاد پوهنځي د ورځي او شپې په برخه کي مختلف مضامین تدریس کړيدي، علاوه پر دې په ژورنالیزم، ښووني او روزني  او حقوقو پوهنځیو کي هم ځني اقتصادي مضامین تدریس کړي دي او همدارنګه د کندهار پوهنتون په نمایندګي د ښاروالۍ د  مشورتي بورډ غړی هم پاته سوی دی.

د خپلي اکاډمیکي دورې په لړ کي د هیواده بهر مالیزیا، متحده عربي امارات او د هیواد دننه په مختلیفو علمي، ټولنیزو، او اقتصادي سیمینارونو، کنفرانسونو او ورکشاپونو کي برخه اخیستې ده.

 

د اقتصاد پوهنځي د مرستيال لنډه پېژندنه

ښاغلی سیداحمد  سادات  د سید ابراهیم زوی د کندهار ولایت د لسمي ناحیې اصلي اوسیدونکی دی، چي په ۱۳۶۸  ه.ش د حوت د میاشتي په اوومه نېټه  په کندهار ولایت کي دې فاني نړۍ ته سترګي وغړولې. خپلي لومړنۍ زده کړي یې د حاجي میرویس خان نیکه عالي لیسه کي او د اتم ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پوري  د لیسې دورې زده کړي یې د کندهار شاه حسین هوتک افغان ترک لیسه کي ترسره کړیدي.  نوموړی په ۱۳۸۸ ه ش کال کي د نوموړي لیسې څخه فارغ او د ۱۳۸۹کال د کانکور د ازمویني د ورکولو څخه وروسته په لوړو نمرو د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي ته بریالی او د څلور کلني تحصیلي دورې په پوره کېدو سره په ۱۳۹۴ ه ش کال د نوموړي پوهنځي د منجمنټ او تشبثاتو اداري څانګي څخه په کادري او اعلی درجه فارغ، وروسته بیا په همدې کال لومړی په شاه حسن افغان ترک لیسې کي د استاد په صفت او په ۱۳۹۵ کال کي د امید افغان ترک منځنۍ ښوونځي د سر معلم په صفت دنده تر سره کړېده. د په ۱۳۹۶ ه ش کال کي یې د کندهار پوهنتون د اقتصاد په پوهنځي کي د کادري غړو لیست ته شامل او د استادۍ قدرمني دندي مسؤلیت ور په غاړه سو.

 

د اقتصاد پوهنځي څانګي

۱- د منجمنټ او تشبثاتو اداري څانګه:

د منجمنټ او تشبثاتواداري څانګه د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي سره نښتې ده، چي په کال ۱۳۸۹ ه.ش کي په فعاليت شروع کړی. د اقتصاد پوهنځي د پنځو څانګو څخه مشتمل سوې، چي د هغو له جملې څخه يې د منجمنټ اوتشبثاتو اداره يوه څانګه ده. د نوموړي څانګي درسي مواد، کورس پاليسي او کریکولم د لوړو زده کړو د وزارت د علمي کمېټې له خوا تصویب سوي دی.د اقتصاد پوهنځي د نوموړي څانګي څخه یوولس دورې د ورځي او نهه دورې د شپې له خوا محصلین ټولني ته د ښه خدمت په موخه د لیسانس په کچه فارغ کړي دي. نوموړې څانګه څلور پوهنیاران او یو پوهندوی استاد لري. لیرلید او رسالت یي په لاندي ډول دي.

ليرليد:

د منجمنټ او تجارت څانګه به د غوره ژوند، سوداګريزه چاپيريال او ښېرازه ټولني جوړولو لپاره د سوداګرۍ، مديريت او مربوطه برخو کي د باکيفيته علمي خدماتو وړاندي کولو ته ژمنه څانګه وي.

رسالت:

د ادارې او تجارت څانګه د سوداګرۍ او مديريت په برخه کي د معياري خدماتو په وړاندي کولو سره مسلکي محصلين روزي تر څو په پوره عزم سره وکولای سي په ملي سطحه د سوداګرۍ او مشرتابه په برخه کي ګټور تمام سي.

 

 

د منجمنټ او تشبثاتو اداري څانګي استادان

  • پوهنیار ګلاب الدین «نوري» د څانګي آمر

 

 

 

نوم او تخلص                ګلاب الدین نوري

علمي رتبه                          پوهنیار

دنده                                      آمر

رشته                                     تجارت او مدیریت

د تحصیل درجه             ماستر

د څیړني ساحه                 Entrepreneurship, Business, Marketing

ایمیل ادرس                      gulabuddinnoori7@gmail.com

د تلیفون شمېره                   0700856250 

 

  • پوهنیار کریم الله «عزام»

نوم                                       کریم الله

تخلص                                عزام

د زیږیدو نېټه                   19   91

د زیږیدو ځاي                  کندهار

علمي رتبه                          پوهنیار

دنده                                      استاد

رشته                                    تجارت او منجمنټ

د تحصیل درجه             ماسټر

کاري تجربه                     له ۱۳۹۸ څخه

د ایمیل آدرس               ezam786@gmail.com               

ټلیفون شمیره                   (+93) 700321786

 

  • پوهندوی محمد هاشم «دقیق»

نوم                                       محمد هاشم

تخلص                               دقیق

د زیږیدو نېټه                   1360

د زیږیدو ځاي                 کندهار

علمي رتبه                         پوهندوی 

دنده                                    استاد

رشته                                   کوچني اقتصاد

د تحصیل درجه            ماسټر

کاري تجربه                     څخه1385له

د ایمیل آدرس               daqiq.hashim@gmail.com

د ټلیفون شمیره            (+93)-700-321-810

 

  • پوهنیار احمدولي «پوپل»

نوم                                       احمد ولي

تخلص                               پوپل

د زیږیدو نېټه                   ۱۳۶۳

د زیږیدو ځاي                  کندهار

علمي رتبه                         پوهنیار

دنده                                    استاد

رشته                                   منجمنټ او تشبثاتو اداره

د تحصیل درجه            ماسټر

کاري تجربه                     څخه1390له

د ایمیل آدرس               popalwali@gmail.com

د ټلیفون شمیره            (+93)-748-283-583

 

  •  پوهنیار شمس الله «شمس»

نوم                                       شمس الله

تخلص                               شمس

د زیږیدو نېټه                   1373

د زیږیدو ځاي                 کندهار

علمي رتبه                         پوهنیار

دنده                                    استاد

رشته                                   منجمنټ او خصوصي تشثبثاتو اداره

د تحصیل درجه            لیسانس

کاري تجربه                     له ۱۳۹۷ څخه

د ایمیل آدرس               shams.s@gradutate.utm.my

د ټلیفون شمیره            (+93)709038443

 

 

۲- د اقتصاد پوهنځي د ملي اقتصاد څانګه:

د ملي اقتصاد څانګي تاريخچه د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي سره نښتې ده، چي په کال ۱۳۸۹ ه.ل. کي په فعاليت شروع وکړله. د اقتصاد پوهنځي د پنځو څانګو څخه مشتمل سوې، چي د هغو له جملې څخه يې ملي اقتصاد هم يوه څانګه ده. د نوموړي څانګي درسي مواد، کورس پاليسی او کریکولم د لوړو زده کړو د وزارت د علمي کمېټې له خوا تصویب سوي دي.

ليرليد:

د ملي اقتصاد څانګه د هيواد په سطحه د يو داسي علمي چاپيريال د رامنځته کولو هڅه کوي، چي د ملي اقتصادي مسايلو د باثباته کولو لپاره لاري چاري وړاندي کړي تر څو هيواد مو د پرمختللو هيوادونو په قطار کي وشمېرل سي.

رسالت:

ملي اقتصاد څانګه د اقتصادي ملي پاليسیو او مسلکي ماډلونو په ذريعه سره داسي محصلين روزي چي د هيواد په سطحه د بېکارۍ کچه، د تبادلې نرخ، ملي عايد او دې ته ورته نور ملي اقتصادي مسايل وڅېړي ترڅو د هيواد ملي اقتصادي ستونزي حل او د اقتصادي رفاه لپاره ګټور تمام سي.  

 

 

 

 

د ملي اقتصاد څانګي استادان

  1. پوهنیار بشیراحمد  «نیازمل» د څانګي آمر

نوم                                       بشیراحمد

تخلص                               نیازمل

د زیږیدو نيټه                   1370

د زیږیدو ځاي                  کندهار

علمي رتبه                         پوهنیار

دنده                                    آمر

رشته                                   ملي اقتصاد

د تحصیل درجه            ماسټر

کاري تجربه                      څخه 1398 له

د ایمیل آدرس               Bashir.niazmal@gmail.com

د ټلیفون شمیره            (+93)-706931850

 

  1. پوهنيار عبدالاحد « زاهد»

نوم                                       عبدالاحد

تخلص                               زاهد

د زیږیدو نېټه                   1360

د زیږیدو ځاي                  کندهار

علمي رتبه                         پوهنیار

دنده                                    استاد

رشته                                   ملي اقتصاد

د تحصیل درجه            ماسټر

کاري تجربه                     څخه1388له

د ایمیل آدرس               zahid.kdr@gmail.com

د ټلیفون شمیره            (+93)-700-313-294

 

  1. پوهنیار رحمت الله «پښتون»

نوم                                       رحمت الله

تخلص                               پښتون

د زیږیدو نېټه                   1371

د زیږیدو ځاي                  کندهار

علمي رتبه                         پوهنیار

دنده                                    استاد

رشته                                   ملي اقتصاد

د تحصیل درجه            ماسټر

کاري تجربه                     څخه1395له

د ایمیل آدرس               rpashtoon@hotmail.com

د ټلیفون شمیره            (+93)-700-163-713

 

  1. پوهنیار سیداحمد «سادات»

نوم                                       سیداحمد

تخلص                               سادات

د زیږیدو نېټه                   1990

د زیږیدو ځاي                  کندهار

علمي رتبه                         پوهنیار

دنده                                    استاد

رشته                                   اقتصاد

د تحصیل درجه            ماسټر

کاري تجربه                     څخه1396له

د ایمیل آدرس               sayed_ahmadafg@yahoo.com

د ټلیفون شمیره            (+93)-700-389-540

 

  1.  نوماند پوهنیار الیاس احمد اغا «پويان»

نوم                                       الیاس احمد اغا

تخلص                               پویان

د زیږیدو نېټه                   ۲۰۰۲

د زیږیدو ځاي                  کندهار

علمي رتبه                         نامزد پوهنیار

دنده                                    استاد

رشته                                   منجمنټ او تشبثاتو اداره

د تحصیل درجه            لیسانس

کاري تجربه                     څخه1402له

د ایمیل آدرس               Elyasahmadpoyan@gmail.com

د ټلیفون شمیره            (+93)-700-۲۶۲۴۶۰

 

۳- د اقتصاد پوهنځي مالي او بانکي څانګه:

دا چي د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي په کال ۱۳۸۸ کي د لوړو زده کړو وزارت لخوا منظور او تأسیس سول چي په ۱۳۸۹ کال یې رسمآ د کندهار پوهنتون په چوکاټ کي په فعالیت پیل وکړ. څرنګه چي د نوموړي پوهنځي د تأسیس څخه ډیره موده نه تیریږي ولي بیا هم د اقتصاد پوهنځي د یوي ځواني او ودي په حال کي پوهنځي په توګه د معیاري او ګتورو تحصیلي خدمتونو د عرضه کولو په برخه کي خپلو ټولو هیوادوالو ته متعهد ده، او د اقتصاد پوهنځي رهبري په دې باور ده چي د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي په یو سالم مسیر کي د حرکت په حال کي ده چی د توسعې او ودي لوري ته ګامونه اخلي، نو د ددې ځواني پوهنځي د فعالیت په شروع کي لاندي څانګه په رسمي ډول منظور سوې چي د مالي او بانکي څانګي څخه عبارت ده.

نوموړې څانګه درې تنه نوماند پوهنیاران، او یو تن پوهنیار استاد لري.

لیرليد:

مالي او بانکي څانګه به د ټاکلي معيارونو په نظر کي نيولو سره په تمويلي او بانکي چارو کي باکيفيته او لارښوده څانګه وي، تر څو د هيواد په بانکي او مالي سيستمونو کي د نوښتونو او عصري ماډلونو په استفادې سره سياله څانګه واوسي.

رسالت: 

مالي او بانکي څانګه به خپل محصلين په ځانګړو مالي او بانکي مهارتونو سمبال کړي. همدارنګه د تمويلي برنامو او تربيوي پروګرامونو تهيه کول به د مالي او بانکي څانګي لومړيتوب وي او دا وړتیا به ولري، چي مالي سازمانونه او خصوصي سکتور په ښه ډول سره سمبال او د مالي او پولي پالیسیو غښتلي طرحه کوونکي وي.

 

د مالي او بانکي څانګي استادان

  • نوماند پوهنیار حارث احمد «طاهر» د څانګي آمر

نوم                                                           حارث احمد

تخلص                                                   طاهر

د زیږیدو نېټه                                       ۲۰۰۱

د زیږیدو ځاي                                      کندهار

علمي رتبه                                             نوماند پوهنیار

دنده                                                        د څانګي امر

رشته                                                       منجمنټ او تشبثاتو اداره

د تحصیل درجه                                لسانس

کاري تجربه                                         له ۱۴۰۱ څخه

د ایمیل آدرس                                   harisahmadtaher@gmail.com  

د ټلیفون شمیره                                187 088 700 +93

 

 

  • پوهنیار عبدالله «زیارمل »

نوم                                                           عبدالله

تخلص                                                   زیارمل

د زیږیدو نېټه                                       1369

د زیږیدو ځاي                                      کندهار

علمي رتبه                                             پوهنیار

دنده                                                        د پوهنځي رئیس

رشته                                                       اسلامی بانکداری

د تحصیل درجه                                ماسټر

کاري تجربه                                         کال څخه 1396له

د ایمیل آدرس                                   abdullah2016ziarmal@gmail.com

د ټلیفون شمیره                                +93785970134

 

  • نوماند پوهنیار نقیب الله «مشال»

نوم                                                           نقیب الله

تخلص                                                   مشال

د زیږیدو نېټه                                       ۱۹۹۹

د زیږیدو ځاي                                      زابل

علمي رتبه                                             نوماند پوهنیار

دنده                                                        استاد

رشته                                                       منجمنټ او تشبثاتو اداره

د تحصیل درجه                                لسانس

کاري تجربه                                         له ۱۴۰۲ څخه

د ایمیل آدرس                                   naqeebullahmashal22@gmail.com  

د ټلیفون شمیره                                0707678928

 

  • نوماند پوهنیار عزت الله «عاصم»

نوم                                                           عزت الله

تخلص                                                   عاصم

د زیږیدو نېټه                                       ۲۰۰۲

د زیږیدو ځاي                                      کندهار

علمي رتبه                                             نوماند پوهنیار

دنده                                                        استاد

رشته                                                       منجمنټ او تشبثاتو اداره

د تحصیل درجه                                لسانس

کاري تجربه                                         له ۱۴۰۲ څخه

د ایمیل آدرس                                   asimezatullah330@gmail.com

د ټلیفون شمیره                                +93707174981

 

 

 

 

۴- د اقتصاد پوهنځي د احصائیه او ایکونومیتري څانګه:

تاریخچه:

د احصاییه او ایکونومیتري څانګي تاریخچه د کندهار پوهنتون اقتصاد پوهنڅي سره نښتې ده،کوم چي په کال ۱۳۸۹ ه ش کي د اقتصادي موسسې په نامه په وجود راغله، او وروسته په همدې کال ۱۳۸۹کي د کندهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي په نامه وه نومول سول. دا چی اقتصاد پوهنځي د څلوروڅانګو مشتمله ده، او یو د هغوی څخه د احصائیې او ایکونومیتري څانګه ده. دنوموړي څانګي درسي مواد، کورس پالیسۍ او کریکولم د لوړو زده کړو د وزارت د علمي کمېټې له خوا تصویب او تائید سوی دی. پوهنیار محمد ادریس رحیمي د نوموړي څانګي د امر په توګه دنده اجرا کوي ددې ترڅنګ دا څانګه دوه نور پوهنیاران استادان لري. نوموړې څانګه کوم فارغین نه لري.

لیرلید:

د احصائیې او ایکونومیتري څانګه به په معیاري کچه باندي احصائیوي خدمات وړاندي کوي تر څو د هیواد په ټولنیز او اقتصادي پرمختګ کي خپل رول ولوبوي.

رسالت:

د احصائيې او ايکونوميټري څانګه په ملي سطحه په ايکونوميټري، رياضيکي اقتصاد، عملياتي څېړنو او د ماډلونو په استفادې سره داسي محصلين روزي چي په اړوند برخو کي سالم خدمات ټولني ته وړاندي کړي.

 

د احصائیه او ایکونومتري څانګي استادان

  1. پوهنیار محمد ادریس « رحیمي» د څانګي آمر

نوم                                                           محمد ادریس

تخلص                                                   رحیمی

د زیږیدو نېټه                                       1368

د زیږیدو ځاي                                      کندهار

علمي رتبه                                             پوهنیار

دنده                                                        د څانګي آمر

رشته                                                       منجمنټ او تشبثاتو اداره

د تحصیل درجه                                ماستر

کاري تجربه                                         څخه1395له

د ایمیل آدرس                                   medrees75@yahoo.com

د ټلیفون شمیره                                (+93)-700-389-609

 

  1. دوکتور نقیب الله «حقبین»

نوم                                                           نقیب الله

تخلص                                                   حقبین

د زیږیدو نېټه                                       1363

د زیږیدو ځاي                                      کندهار

علمي رتبه                                             پوهنیار

دنده                                                        استاد

رشته                                                       احصائیه او ایکونومتري

د تحصیل درجه                                دوکتور

کاري تجربه                                         څخه1395له

د ایمیل آدرس                                   haqbeen.afghan@gmail.com

د ټلیفون شمیره                                (+93)-747-267-359

 

  1. پوهنیار احمد  «محمدي»

نوم                                                           احمد

تخلص                                                   محمدی

د زیږیدو نېټه                                       1995

د زیږیدو ځاي                                      کندهار

علمي رتبه                                             پوهنیار

دنده                                                        استاد

رشته                                                       منجمنت او تشبثات

د تحصیل درجه                                ماستر

کاري تجربه                                         له ۱۳۹۷ څخه

د ایمیل آدرس                                   mohammadi.kdr.eco@gmail.com

د ټلیفون شمیره                                (+93)-700-618-482

 

  1. پوهنیار محمد یوسف اڅک

نوم                                                           محمد یوسف

تخلص                                                   اڅک

د زیږیدو نېټه                                       1990

د زیږیدو ځاي                                      کندهار

علمي رتبه                                             پوهنیار

دنده                                                        استاد

رشته                                                       احصائیه او ایکونومتري

د تحصیل درجه                                ماستر

کاري تجربه                                         ۹ کاله

د ایمیل آدرس                                   asak219@yahoo.com

د ټلیفون شمیره                                702164758(+93)

 

۵- د اقتصاد پوهنځي د انټرپرونیورشیپ څانګه

تاریخچه:

دانټرپرونیورشیپ څانګه د اقتصاد پوهنځي یو له مهمو څانګو څخه ده چي په ۱۳۸۹ ه ش کال کښي ایجاد سوې ده، تر دامهاله درې رسمي استادان لري. اقتصاد پوهنځي هڅه کوي چي د لوړو زده کړو د وزارت سره په همږغي د یادي څانګي نصاب جوړ کړي.

انټرپرونیورشیپ څانګه تر دا مهاله محصلین نه دي جذب کړي او استادان يي په نورو څانګو کښي خپل مربوط مضامین تدریسوي.

ليرلید:

د محصلینو په داسي ډول روزنه:

  • چي په  تشبثاتو کښي نوښت وکړي
  • د موجوده کاروباري فرصتونو څخه اعظمي استفاده وکړي
  • کاروبار په ښه شکل سمبال، او د ننګونو په وړاندي مقاومت وکړي

رسالت:

مونږ د تدریس  او څیړني ظرفیت د ښه کولو لپاره  مسلسله مبارزه   کوو  تر څو بهترین سو!

مونږ متعهد یو

  • چي لامنظم، نوښتګر، محصلان او  تجربوي د زده کړو چاپیریال رامنځته کړو
  • چي د کاروبار په فضا کښي د محصلینو د فکر کولو ځواک وخوځوو
  • چي محصلین نوو تشبثاتي نظریو او پالیسو ته وهڅوو

د انټرپرونیورشیپ څانګي استادان

  1.  پوهنیار نصیب الله اماني د څانګي آمر

نوم او تخلص                                  نصیب الله امانی

علمي رتبه                                             پوهنیار

دنده                                                        د څانګي آمر

رشته                                                       اداره و تجارت

د تحصیل درجه                                ماستر

کاري تجربه                                         له ۱۴۰۱ څخه

د څیړنی ساحه:                              Management

تلیفون شمېره                                    +93703285006

د ایمیل آدرس                                   naseebullahamani@gmail.com 

 

 

 

  1. نوماند پوهنیار محمد رفیع شعیب

نوم او تخلص                                  محمد رفیع شعیب

علمي رتبه                                             نوماند پوهنیار

دنده                                                        استاد

رشته                                                       منجمنټ او تشبثاتو اداره

د تحصیل درجه                                لسانس

کاري تجربه                                         له ۱۴۰۲ څخه

د څیړنی ساحه:                              Management

تلیفون شمېره                                    +93705599148

د ایمیل آدرس                                      shoaibrafimohammad1@gmail.com

 

  1.  پوهنیار محمد رحیم شهزاد

نوم او تخلص                                    محمدرحیم شهزاد

علمي رتبه                                             پوهنیار

دنده                                                        استاد

رشته                                                       منجمنټ او تشبثاتو اداره

د تحصیل درجه                                ماستر

د څیړنی ساحه:                              Entrepreneurship, Business, HR, Marketing

د ایمیل آدرس                                                         Shahzad.rh1@gmail.com

 

 

د اقتصاد پوهنځي اداري غړي او کارمندان

  1. گل اغا «خاورین» پوهنځی تدریسي مدیر

نوم                                                            ګل اغا

تخلص                                                    خاورین

د زیږیدو نېټه                                        ۱۳۶۷

ولایت                                                       کندهار

دنده                                                         تدریسي مدیر

رشته                                                        انګلیسي

د تحصیل درجه                               لیسانس

کاري تجربه                                         له ۱۳۹۴ څخه

ایمیل ادرس                                       gul.agha1924@gmail.com

ټلیفون شمره: (+93) 700329503

 

  1. بسم الله «نوري» د پوهنځي اجرائيه مدیر

نوم                                                            بسم الله

تخلص                                                    نوري

د زیږیدو نېټه                                        ۱۳۶۷

د زیږیدو ځاي                                     کندهار

دنده                                                        اجرائیه مدیر

رشته                                                       بیولوژي

د تحصیل درجه                               لیسانس

کاري تجربه                                         له ۱۳۹۰ څخه

ایمیل آدرس                                        bismillah.nori@gmail.com

د ټلیفون شمیره                                700302882(+93)

 

همدارنګه یاده  پوهنځي درې تنه خدماتي کارمندان هم لري.

۱- تاج محمد                    ۲- محمد یوسف                 ۳- نصیب الله