د ژبو او ادبیاتو پوهنځي

د کندهار پوهنتون، د ژبو او ادبیاتو پوهنځی تاریخچه او لنډه پېژندنه

د ژبو او ادبياتو پوهنځى د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کي په کندهار پوهنتون پوري تړلی پوهنځی دئ؛ دغه پوهنځى په ١٣٩٣ل. کال تأسيس سوی او اوس مهال دوې څانگي لري، چي یوه ئې د پښتو ژبي او ادبياتو څانگه او بله ئې د انگرېزي ژبي او ادبياتو څانگه ده. په یادو دواړو څانګو کي د ژبي او ادبیاتو اړوند مسلکي، اختیاري او پوهنتون شموله مضامین د عملي کادري، او افتخاري استادانو له خوا تدریسیږي. د ژبو او ادبیاتو پوهنځى تر اوسه ۱۳ کادري استادان لري، چي شپږ استادان د پښتو ژبي او ادبياتو په څانگه کي پوري اړه لري او د هغو له جملې څخه ۵ تنه ئې ماسټران او یو تن استادان ئې دننه په هیواد کي (کابل پوهنتون، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي، پښتو ژبي او ادبیاتو څانګه) د ماسټري پروګرام په زده کړو لګیا دئ او ۷ تنه کادري استادان د انگرېزي ژبي او ادبياتو په څانگه پوري اړه لري، چي یو له دوی څخه ۵ تنه ماسټر استادان لري؛ ۱ تن لیسانس او ۱ تن ئې د دکتورا په درسونو بوخت دئ.

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په ۱۳۹۳ ل کال د تأسیس سره سم په یوه درې پوړیزه ودانۍ کي خپلي چاري را پېل کړې او په همدې کال ئې ۱۳۷ تنه نارینه محصلین او ۳ تنه ښځینه محصلیني د لومړي ځل لپاره جذب کړې. په دې پوهنځي کي اوسمهال د افغانستان له  ٢۵ ولايتونو څخه ۳۵۰ تنه محصلين د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د کریکولم په تطبقولو سره زده کړي کوي.

 

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی اهمیت

ژبه او ادبیات د یو اولس د پرمختګ ستره وسیله ده. په نننۍ نړۍکي هغو ولسونو د ژوندانه په هره برخه کي د پرمختګ ګامونه پورته کړي دي، چي خپله ژبه او ادبیات ئې د علمي، تخنیکي او نورو اړخونو څخه بډایه کړي دي.

لکه څرنګه یو ولس او يوه ټولنه په ادب ژوندي وي، نو  ژبه او ادبیات هغه څه دي، چې د ټولنو دویښتابه په برخه کې ئې لوی رول لوبولی دئ.هغه ټولني مړې دي، چې ادب ئې مړ دئ، که مړې ور ته ونه ویل سي، نو خیالات، احساسات او حواس ئې مړه دي؛ دا په دې معنا ده چي هیڅ پرمختګ وجود نه لري. په دې برخه کي هغه ټولني تر نورو ډېري وړاندي دي، چي په هغو ټولنو کي ژبه او ادب مخته تللی وي. ژبه او ادبیات دي، چي په نننۍ نړۍ کي ئې په خپل وخت داسي تأثیرات پرېښي او پرېږدي چي وګړي ئي د خوبه را ویښ کړي او لوړ فکر کولو ته چمتو کړي دي.

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی غواړي، خپل هیواد، ټولني او سیمي ته داسي چوپړ وکړي، چي په ذریعه ئې د خلګو مړه احساسات، جذبات او  فکرونه را ژوندي کړي او د پرمختګ زمینه ورته برابره کړي.

لیرلید

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی به د هیواد په کچه د بېلا بېلو ژبو  او ادبیاتو د زده کړي کور وي.

رسالت

۱. په ملي او نړۍ والو بېلا بېلو ژبو او ادبیاتو کي ادیبان، لیکوالان، کره کتونکي، شنونکي،  ویونکي، ژباړونکي، پنځوونکي او څېړونکي روزل؛

۲. خپلي ملي ژبي را ژوندي کول او د خپلو ادبیاتو د احیأ زمینه برابرول؛

۳. د هیواد د کلتور او فولکلور د ساتني په اړه عامه پوهاوی رامنځته کول؛

۴. د ملي ژبو د معیاري کولو له پاره هڅه کول.

موخي

  • په ملي، او نړيوالو ژبو کي د ویناوالو، لوستوالو او لیکوالانو د روزني زمینه برابرول ؛
  • د هیواد په کچه د څېړونکو، ادیبانو او روڼ آندو ځوانانو روزل؛
  • د هیواد په کچه د علمي، ژبني او ادبي آثارو شنونکي روزل؛
  • ټولني ته علمي، ادبي، او کلتوري کره کتونکي وړاندي کول؛
  • د کتابتوني او ساحوي څېړنو په مرسته ملي ژبي او ادبیات غني کول.

اساسي ارزښتونه

  • اسلامي، ملي او انساني اصولو، مقدساتو او ارزښتونو ته درناوى؛
  • د لوړو زده کړو د لوايحو، مقرراتو او اصولو ته غاړه ایښودل؛
  • ډاډمن درسي او اداري چاپیریال رامنځته کول؛
  • معنوي ارزښتونو او نظم ته ترجیح ورکول؛
  • علمي او مسلکي معيار په نظر کي نيول.

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د علمي برنامې معرفت

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د ټولني د فرهنګي، ژبني، ادبي اړتیا مطابق او د هیواد د اداري نظام د سمون، د ملکي خدماتو د کارکوونکو د ظرفیت لوړوني او ښه حکومتولي ته د رسېدو لپاره په ۱۳۹۳ کال کي د کندهار پوهنتون په چوکاټ کي تأسیس سو، چي دغه ګام نه تنها د کندهاري ولسونو لپاره یو ښه زیرۍ بلل کېدئ؛ بلکي د ټول افغانستان لپاره یو نېک اقدام وو.

 

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د دوو څانګو څخه جوړه ده چي عبارت دي له:

۱. پښتو څانګه

۲. انګرېزي څانګه

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی په خپل تشکیل کي ۱۳ کادري او  ۳ اداري کارمندان لري، چي د پوهنځی په تدریسي او اداري برخو کي فعالیت کوي.

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی تر اوسه شپږ دورې فارغین لري او فارغ التحصیل دا مهال د هیواد په مرکزي او بېلا بېلو پوهنتونو، ښوونځیو، دولتي او شخصي ادارو کي په خدمت کولو بوخت دي.

زیربنایي او روبنایي امکانات

د ژبو او ادبياتو پوهنځی یوه نوې او عصري ودانۍ لري، چي فزیکي ښکلا ئې په زړه پوري ده او ډېري درسي او اداري خوني لري، چي بېله کومي ستونزي څخه  پوهنځي خپلي اکاډیمیکي او اداري چاري په کښي پر مخ وړي. درې پوړیزه ودانۍ؛ له معیار سره سم صنفونه، په ټولګیو کي د پروجیکټور اسانتیاوي او د سپورټ کولو له پاره پراخ چاپېریال لري.

 

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي تشکیل

تشکیل پوهنځی زبان و ادبیات

 

 

 

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د رئیس پېژندنه

 

نوم :                  حبیب الله پوپل

علمي رتبه:              پوهنمل

دنده :                      استاد

څانګه :                    پښتو ژبه او ادبیات

ایمیل ادرس :          Habibpopal786@gmail.com

د اړیکي شمېره:       0700346061

 

پوهنمل حبیب الله پوپل د حاجي خالقداد خان زوی په (۱۳۶۸ل) کال کي د کندهار ښار په دوهمي ناحیې- د یحی خان کوڅه- کي په یوې روښنفکري کورنۍ کي زېږېدلی دئ. لومړنۍ او منځنۍ زده کړي ئې د احمد شاه بابا په عالي لېسې کي کړي  او عالي زده کړي ئې په ظاهر شاهي عالي لېسې کي په (۱۳۸۷ل) کال کي پای ته رسولي دي.  په (۱۳۸۹ل) کال کي د کابل پوهنتون، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي، پښتو څانګي ته شامل او په (۱۳۹۲ل) کال کي د لیسانس سند تر لاسه کړ. په (۲۰۱۷ع) کال کي د لوړو زده کړو وزارت د رقابتي رسمي بورسونو له لاري د ماسټرۍ په موخه د هند هیواد ته بریالی او هلته ئې د علیګړ مسلم پوهنتون د ژبپوهني په څانګي کې په کال (۲۰۱۹ع)کي ماسټري ترلاسه کړې ده.

نوموړی په کال (۱۳۹۳ل) کي کندهار پوهنتون، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي، پښتو څانګي ته د علمي کادر شمولیت موندلی دئ. له ماسټرۍ څخه تر راتګ وروسته د څانګي د علمي شوراء په تائید (۱۳۹۸ل، ۶ پروتوکول) تر ۱۴۰۱ل پوري د پښتو څانګي د آمر په حیث دنده اجراء کړې ده.

 دا مهال ښاغلی پوپل د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د مسئول په صفت چاري مخته وړي.

د تدریس مضامین: عمومي ژبپوهنه، فونیټکس، فونولوژي، مورفولوژي، نحوه، معناپوهنه، پراګماټيکس، ارواپوهنیزه ژبپوهنه، ټولنیزه ژبپوهنه، لیکوالي او ژباړه

په نړیوالو او ملي ژورنالونو کي مقالې او څېړني

  • Phonological and Morphological Analysis of Pilibhit KannaujiConsumer
  • The Effects of Violence Contended TV Serials and Programs on The Behavior of the Students of Kandahar University ( Male and Female)
  • د تطبيقي ژبپوهني له نظره؛ يوې معياري ژبي ته ليکدودي اصول او ژب پلان (Language planning) ټاکل
  • د تاريخي ناول ليکنې فني اړخونه
  • د فونیټکس او فونولوژي ورته والی او بېلوالی
  • تطبیقي ژبپوهني (Applied Linguistics) ته عمومي کتنه
  • ترقيمه ليکنه او پښتو مخطوطات
  • د پرتلیزي شنني نظریې (Contrastive Analysis Hypothesis) ته عمومي کتنه

 

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي څانګي

 

د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګه

پښتو ژبه د سيمي او نړۍ په کچه له ژوندیو ژبو څخه ګڼل کيږي، او سمهال په دغه ژبه شاوخوا څلوېښت ملیونه انسانان خبري کوي. دا ژبه نه یوازي اوږد تاریخ لري؛ بلکي د سيمي او نړۍ په کچه د فولکلوري ادبیاتو خورا غني زېرمه هم لري.

د دې ژبي ادبیات په مستند ډول دوهمي هجري پېړۍ ته رسيږي او تخمیني ډول د دې ژبي د اثارو څرکونه په څینو ډبرلیکونو کي تر مېلاد څو سوه کاله وړاندي ته رسيږي. دغه اثار پراخي مسلکي څېړني ته اړتیا لري. دا چي پښتو ژبه د افغانستان ملي او رسمي ژبه ده، نو په دې خاطر د دې ژبي د تیاره اړخونو د روښانه کولو او ادبي غنا له پاره د داسي مسلکي څېړونکو او ژبپوهانو روزلو ته اړتیا لیدل کيږي، چي د دې ژبي ټول ناسپړل سوي اړخونه وسپړي او په دې ژبه کي داسي هنري اثار رامنځ ته کړي، چي دغه ژبه د نړیوالو ژبو سره سیاله کړي.

پورتني اهدافو ته د رسېدو له پاره د کندهار پوهنتون، ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګه  د خپلو پياوړو استادانو په کومک کاري کوي.

د پښتو ژبي او ادبیاتو څانکه په (۱۳۹۳ل.) کي د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په تشکیل کي تاسیس سوه. اوس مهال (۶) تنه استادان لري، چي د هغو له جملې څخه (۱)  لیسانس او (۵)  ئې ماسټران دي. د ټولو محصلانو شمېر (۲۳۰) تنه دئ.

لېرلید                                                                         

د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګه به د علمي او مسلکي څېړونکو، ژبپوهانو، ژباړونکو، ادیبانو او ادبپوهانو په روزنه کي د افغانستان په کچه یوه بې سارې څانګه وي.

رسالت

د ملي او نړۍ والو علمي معیارونو سره سم د زده‌کړي چاپيریال را منځ ته کول.

موخه: د پښتو ژبي په برخه کي د داسي مسلکي څېړونکو او ليکوالانو روزل، چي په معياري او مسلکي څېړنو سره د پښتو ژبي د موجودو اثارو ناڅېړل سوي او تياره اړخونه روښانه او د تخلیق په برخه کي داسي هنري او له ارزښت څخه ډک اثار خلق کړي، چي د دې ژبي د هنري غنا لامل وګرځي.

بنسټیز ارزښتونه

  • اسلامي، ملي او انساني اصولو، مقدساتو او ارزښتونو ته درناوی؛
  • ټولي چاري د لوایحو او اصولو سره سمي ترسره کول؛
  • علمي او مسلکي معیار په نظر کي نیول.

د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګي د استادانو پېژندنه

 

پوهنیار نصیر احمد تائید

 نوم :                  نصير احمد تائید

علمي رتبه:           پوهنمل

دنده :                      استاد

څانګه :                    پښتو ژبه او ادبیات

برېښناليک:                nasirtayid@gmail.com

د اړيکي شمېره:        0707783483

 

ژوندلیک 

پوهنمل نصیراحمد تائید په (۱۳۹۳ل.) کال د کندهار پوهنتون، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي، د پښتو ژبي او ادبیاتو په څانګه کي استاد مقرره سوی دئ او په (۱۳۹۸ل.) کال کي ئې د ایران په علامه طباطبائي پوهنتون کي په عمومي ژبپوهنه کي ماسټرۍ ترسره کړه.

پوهنیار نصیراحمد تائید د استادۍ تر څنګ د کندهار پوهنتون، د علمي ژورنالونو (نارنج او منډیګک) د مسوول مدیر په حیث دنده تر سره کړې ده.

د تدریس ساحه: ژبپوهنه ( مورفولوژي، لهجه پوهنه) او عرفاني ادبیات

څېړنیز کارونه

  1. په پښتو ژبه کي مورفوفونولوژيکي پروسې (د ماسټرۍ تېزس)
  2. د تولیدي فونولوژي نظريې په چوکاټ کي د پښتو ژبي ځنځيري فونولوژۍ تحلیل او څېړنه ( د پوهنلۍ علمي رتبې اثر)
  3. د پښتو ژبي جنوبي لهجه کي په [,u ɑ، ə] واولونو مختوم مذکر اسمونو جمع کولو مورفو – فونولوژیکي پروسې ( علمي مقاله)
  4. د ژبپلان د اصولو له مخي د پښتو ژبي معیاري لهجې را منځ ته کول (علمي مقاله)
  5. د پښتو ژبي په درو لویو لهجو کي دʂ]/[ او ʐ]/[ اوازونو تحلیل او څېړنه (علمي مقاله)
  6. په شعري کلام او جملو کي د استفهام استنباطي او ثانوي معناوو څېړنه (علمي مقاله)
  7. FLL Students' Attitudes towards Negative Effects of Large Class at Kandahar University (علمي مقاله)
  8. THE EFFECTS OF VIOLENCE-CONTENDED TV SERIALS AND PROGRAMS ON THE BEHAVIOR OF THE STUDENTS OF KANDAHAR UNIVERSITY (MALE AND FEMALE (علمي مقاله)

 

  1. University (علمي مقاله)
  2. THE EFFECTS OF VIOLENCE-CONTENDED TV SERIALS AND PROGRAMS ON THE BEHAVIOR OF THE STUDENTS OF KANDAHAR UNIVERSITY (MALE AND FEMALE (علمي مقاله)

 

 

پوهندوی مطیع الله روهیال

 

 نوم :                 مطیع الله روهیال

علمي رتبه:              پوهندوی

دنده :                      استاد

څانګه :                    پښتو ژبه او ادبیات

برېښناليک:               mrohyal2013@gmail.com

د اړيکي شمېره:        0700326011

 

ژوندلیک

پوهندوی مطیع الله روهیال په ۱۳۹۳ش کال د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د استاد په توګه وټاکل سو. په خپله څانګه کي تر څه وخت تدریس وروسته د پوهنتون د رهبرۍ له خوا د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي ریاست ته وړاندیز سو او د دغه پوهنځي ریاست ئې تر یوه کال پوري وکړ.

خو له خپلي رشتې سره د ځانګړي میني پر اساس ئې هماغه ریاست پرېښود او په ژبو او ادبیاتو پوهنځي کي پښتو څانګه کي په تدریس مصروف سو. د تدریس تر څنګ ئې د پوهنتون په سطحه د بېلابېلو کمېټو او د پوهنځي په سطحه د داخلي کمېټو غړیتوب او مشرتوب کړی دئ.

تدریسي لېوالتیا: پښتو متون، ادب تاریخ، ژبپوهنه او شفاهي ادبیات.

تر سره سوي څېړني

  1. پښتو ښراوي
  2. د متنپوهني اصطلاحات

۳. محتاط څېړونکی (د استاد هوتک ژوند او آثار)

۴. پر سريزه او تعليقاتو کره کتنه

۵. (د پښتو نشرې شعري او موضوعي جوړښت)

۶. د عبدالهادي داوي لومړۍ ژباړه

  د ادبپال صاحب سره مشترکه مقالهA Review on the Value of Imagination in Romantic۷.  

۸.THE EFFECTS OF VIOLENCE-CONTENDED TV SERIALS AND PROGRAMS ON THE BEHAVIOR OF . THE STUDENTS OF KANDAHAR UNIVERSITY (MALE AND FEMALE (علمي مقاله)

پوهنمل نثار احمد آریا

نوم :                  نثار احمد آریا

علمي رتبه:              پوهنمل

دنده :                      استاد

څانګه :                    پښتو ژبه او ادبیات

برېښناليک:               arya.nisar@gmail.com                      

د اړيکي شمېره:        070031675

 

ژوندلیک

پوهنمل نثار احمد آريا په (۱۳۹۳ل) کال د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو په څانګه کي د استاد په توګه دنده پيل کړه. تر دې وروسته په (۱۳۹۴ل) کي د ننګرهار پوهنتون د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي د ماسټرۍ پروګرام ته معرفي سو. دوه کاله وروسته ئې په نوموړې رشته کي ماسټري بشپړه کړه او د کندهار پوهنتون د استادانو چارو د سرپرست آمر په توګه وټاکل سو. يو کال ئې دغه دنده په بريالتوب سره تر کړه. له دې وروسته بيرته خپلي اصلي دندې په پښتو ژبه او ادبياتو څانګه کي استادۍ ته را وګرځېد.

تدريس او لېوالتيا: نوموړی په خپل مسلک کي د ادبي تيوري، ادبي کره کتني، د نثري ادب تيورۍ، نړۍ والو ادبياتو، تحقيق او تخليق سره مينه لري.

تر دې مهاله ئې په ملي او نړۍ والو ژورنالونو کي (د ۴۰ په شا و خوا کي) تحقيقي  او په همدې شمېر تخليقي ليکني خپرې سوي دي.

پر پورتنيو ليکنو سربېره د نوموړي چاپ او ناچاپ آثار په لاندي ډول دي:    

چاپ آثار:

  1. . د ناوي بنګړي (د نړۍ والو داستانونو ژباړه)
  2. د اصفهان فاتح (تاريخي ناول)
  3. شل نوبل  وړونکي (ژباړه)
  4. د ناول ليکني تيوري (د ماسټرۍ تيزس)         

ناچاپ آثار:

  1. (د لنډو کيسو ټولګه)
  2. ادبي تيوري (ژباړه)

    پوهنیار خلیل الله سروري

    نوم :                  خلیل الله سروري

    علمي رتبه:              پوهنیار

    دنده :                      استاد

    څانګه :                    پښتو ژبه او ادبیات

    برېښناليک:               khalilsarwari2005@gmail.com

    د اړيکي شمېره:         0700461645

     

    پوهنیار خلیل‌الله سروري په (۱۳۹۳ل.) کال د کندهار پوهنتون، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي، د پښتو ژبي او ادبیاتو په څانګه کي استاد مقرره سوی دئ او په (۱۳۹۷ل.) کال کي ئې د کابل پوهنتون، د ژبو او ادبیاتو  په پوهنځي کي ماسټرۍ بشپړه کړې ده.

    پوهنیار خلیل‌الله سروري د استادۍ تر څنګ د کندهار پوهنتون، د علمي ژورنال(نارنج) د مسوول مدیر، د کندهار پوهنتون، د کیفیت د لوړاوي د مرکز د مسوول او د ادبياتو پوهنځي د مرستیال په حیث دندې ترسره کړي دي.

    د تدریس ساحه: ادبي تاریخ، متنپوهنه او ژبپوهنه

    څېړنیز کارونه

  3. تحفة الامیر (تحقیقي متن) (د ماسټرۍ تېزس)؛
  4. د پوهاند رشاد د قاموس لیکني لار (مقاله)؛
  5. مولانا ابوالوفاء افغاني (رساله)؛
  6. نور محمد نوري افغان (مقاله).

 

پوهنیار عبدالواحد ريحان

 

نوم :                  عبدالواحد ريحان

علمي رتبه:              پوهنیار

دنده :                      استاد

څانګه :                    پښتو ژبه او ادبیات

برېښناليک:                 wahed_wahedy@yahoo.com

د اړيکي شمېره:        0700300079

 

 

 

 

پوهنیار عبدالواحد ریحان په ۱۳۹۵  کال د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنخی د پښتو ژبي او ادبیاتو په څانګه کي د استاد په حیث دنده پیل کړې ده. دوه کاله  د استادۍ ترځنګ د پښتو څانګي د آمر په توګه پاته سوی دئ.

 نوموړی په ۱۴۰۰ل کال د کابل پوهنتون د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګي ته د ازاد رقابت له لاري کامیاب سوی او تردې وخته ئې درې سمیستره خلاص او یو سمیستر ئې په جریان کي دئ.

تدریس او لېوالتیا: نوموړی استاد په خپل مسلک کي له لغت پوهني، تاریخي ژبپوهني، تشریحي ژبپوهني او ژبنیو مسائلو سره  سره مینه لري.

تر دې مهاله ئې یوه علمي ژباړه ( د ژبې او مفاهمې معرفت) کړې ده.

د پښتو ژبي او ادبياتو علمي برنامې د فارغ التحصيل واضح تعريف

د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي کي د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګي علمي برنامه د افغانستان د  علومو اکاډمیو او په پوهنتونو کي د پښتو ژبي او ادبیاتو اړوند د ښوونیزو او څېړنیزو مراکزو له پاره د مسلکي څېړونکو، ژبپوهانو، ژباړونکو، ادیبانو او د ادبپوهانو کادري روزني په منظور رامنځته سوې ده. په همدې اساس د پښتو ژبي او ادبیاتو علمي برنامه هغه شخص خپل فارغ التحصیل په صفت پېژني، چي (۱۴۴) کرېډيټونه په يوې تحصیلي دوره کي چي د ورځي له خوا په څلور کاله (۸) سمسټره کي پوره او د پوهني، مهارتونو او روش (چلند) په برخو کي د لاندي شرایطو درلودونکي وي:

تعریف واضح فارغ التحصیل برنامه علمی زبان و ادبیات پشتو

 برنامه علمی زبان و ادبیات پشتو پوهنځی زبان و ادبیات پوهنتون کندهار در اکادمی علوم افغانستان و در پوهنتونها در رابطه به زبان و ادبیات پشتو به منظور پرورش دادن پژوهشگران مسلکی، مترجمین، ادبیان، و ادب شناسان کادری برای مکاتب و مراکز تحقیق ایجاد شده است. بنابراین اساس برنامه علمی زبان و ادبیات پشتو آن کس را فارغالتحصیل خود میشناسدکه (144) کردیدت را در یک دوره تحصیلی از طرف روز در چهار سال (هشت سمستر) تکمیل کرده باشدو و بخشهای  دانش، مهارتها و روش دارای شرایط ذیل باشد.

 د پوهي او علم په برخه کي: د پښتو ژبي او ادبیاتو د علمي برنامې فارغ التحصیل باید په دې وتوانیږي چي د لیسانس په کچه پر لاندي موضوعاتو حاکم وي:

 د ژبي ژبپوهنیز سیسټمونه (د ژبپوهني برخي او له اړوندو علومو سره ئې بلدتیا)، د نظم او نثر ډولونه، بېلا بېلي ادبي دورې، ادبي ژانرونه، د لیکوالۍ هنر، نړیوال ادبیات، ادبي کره کتنه، سبک پېژندنه او څېړنه.
د پښتو ژبي او ادبیاتو علمي برنامې فارغ التحصیل باید د ژبي د زده کړي پر څلورو مهارتونو (اورېدل، ویل، لیکل او لوستل) باندي پوره تسلط ولري، چي د خپل مسلک بریالۍ استازولي وکړای سي.

اسانتياوي

د پښتو  ژبي او ادبياتو څانگي د خپلو محصلانو له پاره ډېري اسانتياوي برابر کړي او په واک کي ورکړي دي چي ځيني ئې په لاندي ډول دي:

کتابتون: د پښتو  ژبي او ادبياتو څانگه ښه مجهز  کتابتون لري، چي د پښتو ادبياتو، ژبپوهني، څېړني، مېتودولوژي، ژباړي او نورو برخو کي د ماخذونو او ازادي مطالعې له پاره محصلان استفاده ور ‍څخه کولای سي.

ټولګۍ:  پښتو څانګه د ښه  او معياري تدریس له پاره په هر ټولګي کي ټکنالوژي اسانتیاوي  لري.

ټکنالوژي او انټرنيټ: د دې له پاره چي په تدريس کي د عصري ټکنالوژي څخه استفاده سوې وي، پښتو څانګي خپلو استادانو او محصلانو ته د انټرنيټ څخه د استفادې اسانتیاوي برابري کړي دي، تر څو د e-learning د نوي مېتود څخه ئې هم ښه استفاده کړې وي.

د ورزشي لوبو ميدانونه: د تفريحي فعاليتو  له پاره پښتو څانګه د خپلو محصلانو له پاره  د لوبو ورزشي ميدانونه لري، چي په هر سمستر کي د مهالوېش مطابق د پوهنځي د څانګو او پوهنتون په سطحه سیالۍ کیږي.

د پښتو څانګي فارغ التحصل  به تر فراغت وروسته په لاندي برخو کي پوهه او وړتیاوي ولري

شمېر

PEO (Program Education Outcome)

PEO 1

د پښتو او نړۍ والو ادبیاتو په اړه به د نظر ورکولو وړتیا ولري.

PEO 2

د عمومي ژبپوهني او پښتو ژبي په اړه به نظري او عملي پوهه ولري.

PEO 3

د پښتو متونو د سپړلو، څېړلو او تدوین وړتیا به لري.

PEO 4

د ادبي تیورۍ د اُصولو په رُڼا کي به د تخلیقي او کره‌کتنیزو لیکنو وړتیا ولري.

PEO 5

د لیکوالۍ، ژباړي، ادبي او ژبنیو څېړونو په اړه مسلکي پوهه لرل.

PEO 6

په علمي، اکاډیمیکو، کلتوري او مطبوعاتي مرکزونو کي به د مسلکي غړي په توګه کار وکولای سي.

 

د پښتو څانګي محصل به د زده‌کړي په جریان کي لاندي وړتیاوي تر لاسه کوي

شمېر

PO (Program Outcome):

PO 1

د ادبپوهني د بېلابېلو څانګو(ادبي تاریخ، ادبي کره‌کتني او ادبي تیورۍ) په اړه پوهه تر لاسه کوي.

PO 2

د ژبپوهني د بېلابېلو څانکو(فونیټکس، فونولوژي، مورفولوژي، نحوي، لغتپوهني او نورو)په اړه زده‌کړه کوي.

PO 3

د پښتو متونو د لوستلو، څېړولو، سپړولو او تدوین وړتیا تر لاسه کوي.

PO 4

د ژبي د تدریس د مېتودونو او اُصولو سره به بلد سي.

PO 5

د لیکوالۍ، ژباړي، ادبي او ژبنیو څېړونو په اړه به مسلکي پوهه تر لاسه کوي.

PO 6

په علمي، اکاډیمیکو، کلتوري او مطبوعاتي مرکزونو کي به د مسلکي غړي په توګه د کار کولو پوهه تر لاسه کوي.

 

د پوهنتون په سطحه په لاندي کمېټو کي د پښتو ژبي او ادبیاتو استادان غړیتوب لري.

۱. د تضمین د کیفیت کمېټه                                    پوهنمل حبیب الله پوپل

۲. د تقرر او انفکاک کمېټه                                    پوهندوی مطیع الله روهیال

۳. نشراتو کمېټه:                                                    پوهنیار خلیل الله سروري

۴. د سر سبزي او چاپېریال ساتني کمېټه                    پوهنیار خلیل الله سروري

۵. د ستراتیژیک پلان د تطبیق او څارني کمېټه           پوهنمل نثار احمد آریا

۶. د کتابتون د چارو د سمون کمېټه                          پوهنمل مطیع الله روهیال

۷. د فرهنګ کمېته:                                              پوهنمل نصیر احمد تائید

۸. د فساد پر وړاندي د مبارزې                              پوهنمل حبیب الله پوپل

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي سره مرتبط اشخاص او ادارې  ( (FLL Stakeholders

لاندي اشخاص او ادارې د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی سره شکېلي خواوي  ګڼل کیږي:

  1. د لوړو زده کړو وزارت
  2. د کندهار پوهنتون ریاست او ټول تشکیل
  3. د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست
  4. د کندهار ملي راډیو او تلوېزیون ریاست
  5. علامه رشاد اکاډمي
  6. محصلان

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی کتلاک  د نشراتو کمېټې  په (۸ /۵/۱۴۰۲  ) نېټه، (۵ ) ګڼه پروتوکول کي ثبت  او همدارنګه  د پوهنځي  په علمي شورا کي په (  ۱۴/۵/۱۴۰۲) نېټه او د (۵) ګڼه پروتو کول کي ثبت او تائید دئ.

 

 

 

 

 

 

کندهار پوهنتون

د ژبو او ادبياتو پوهنځي

د انګرېزي ژبي او ادبياتو څانګه

 

د څانګي پېژندنه:

د انګرېزي  ژبي او ادبياتو څانگه د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پوهنځي کي د خارجي ژبي څانگه ده. دغه څانگه د پوهنځي له تاسيس (١٣٩٣ل) سره هم مهاله رامنځ ته سوې ده. د انګرېزي ژبي او ادبياتو څانګه څلور کلن تحصيلي پروګرام دئ چي دکار له پیله تر اوسه په منظمه توګه د کرېډيټ سيسټم مطابق خپل ټولي تحصيلي چاري مخ ته وړي. د محصلانو د لا ښې مسلکي روزنې لپاره مختلف څېړنيز، نشراتي او فرهنګي فعالیتونه تر سره کوي. څانګه همېشه د نوښت ګر فعاليتونو او انتقادي تفکر د رواجولو له پاره هڅي کوي. دا څانګه اوس مهال (۶) تنه کادري استادان لري، چي د هغو له جملې څخه (۴)  تنه ئې ماسټران، (۱) ئې لیسانس او یو تن استاد په دوکتورا مصروف دئ.نوموړې څانګه په څلورو تولګيو کي په مجموعي ډول (۱۹۰) تنه محصلان لري  چي تر دې دمه يې شپږ دورې، (۲۸۴) تنه فارغان ټولني ته د خدمت په موخه په بريالي ډول سره وړاندي کړي دي.

     لیرليد:

د انګرېزي ژبي او ادبیاتو څانګه د افغانستان په لوړو زده کړو مؤسسو کي د دې لپاره تأسیس او ترتیب سوې ده ترڅو د اسلامي ارزښتونو په رڼا کي د انګرېزي ژبي، ادبیاتو، څېړني او عمومي مهارتونو په برخه کي د زده کړيالانو  وړتیاوي لوړي کړي.

     رسالت:

د اسلامي ارزښتونو په پام کي نیولو سره په ټول هيواد کي د انګرېزي ژبي او ادبیاتو په برخه کي د ليسانس دوره  د دې لپاره تأسیس او ترتیب سوې ده چي په دې مسلک کي د ادبي متنونو په لیکلو، کره کتنه، تحليل، ادراک او عملي وړتیاوي لوړي کړي او د ادبي او تخنیکي متنونو ژباړه او تدریسي مهارتونه پیاوړي کړي. سربيره پر دې د علمي لیکنو او څېړنو مهارتونه په خپل علمي ژوند کي پلي کړي.

     ارزښتونه:

د انګرېزي ژبي او ادبیاتو څانګه ژمنه ده، چي د اسلام په رڼا کي لاندي ارزښتونه په پام کي ونیسي:

  1. مسلک ته ژمنتیا
  2. کلتوري پراختيا او مثبت بدلون
  3. د ټيکنالوژۍ پراختيا
  4. اسلامي اخلاق
  5. نوښتوته
  6. زغم

     د پروګرام د زده کړي پایلي:

د انګرېزي ژبي او ادبیاتو څانګي زده کړيالان به وکولای سي چي:

  1. د شخصي او مسلکي پرمختګ لپاره له نورو سره ښه اړيکه نيوونکي واوسي،
  2. د ژبپوهني برخي په علمي ډول تحلیل او پلي کړي،
  3. بيلابېل متنونه ولولي او نقد ئې کړي،
  4. بيلابېل لیکل سوي متنونه وپېژني،  تحلیل ئې کړي او نوي متنونه وليکي،
  5. د بريتانيا، امریکا او نوري نړۍ د ادبي ژانرونو او نظریاتو په اړه بحث وکړي،
  6. د ژبي د زده کړي او تدریس لپاره له معلوماتي او مخابراتي ټیکنالوژۍ څخه کار واخلي.،
  7. په خپله مسلکي ساحه کي په خپلواکه توګه څېړني ترسره کړي،
  8. په خپلو علمي او مسلکي کړنو کي د څېړني میتودونه پلي کړي،
  9. د ژباړي کولو له بنسټیزو تیوریو، مفاهیمو او کړنو سره اشنا سي،
  10. ليکلي او ګړني دواړه متنونه په معياري او ښه ډول وژباړي،
  11. د مطالعې مهارتونه په علمي ژوند کي پلي کړي ترڅو د دې مهارتونو په کارولو سره خپلواک زده کړيالان سي،
  12. د زده کړي او تدريس مهارتونو د لوړولو لپاره مختلفي کړنلاري، تخنیکونه، او د ژبي تیوري ترلاسه او پلي کړي.

 

د زده کړي متوقع پایلي:

د دې پروګرام په بشپړولو سره د زده کوونکو څخه تمه کيږي چي وکولای سي؛

  1. د انګرېزي ژبي اغېزمن خبري کوونکي واوسي،
  2. د ژبپوهني برخي په علمي توګه تحلیل کړي،
  3. د برتانوي، امریکايي او نړۍ په ادبي متنونو باندي بحث، تحلیل او نقد وکړي،
  4. په بریالۍ توګه د لیکل سوو متنونو د ژباړلو وړتیا وښيي،
  5. په خپل علمي او مسلکي ژوند کي څېړني ترسره کړي،
  6. د خپلو زده کړېزو مهارتونو د لوړولو لپاره بیلابیلي ستراتیژیاني، تخنیکونه او د ژبي تیوري تمرین او پلي کړي،
  7. ګړنۍ (شفايي) ژباړه ترسره کړي،
  8. په ادبي اثارو کي ادبي تیورۍ تطبیق کړي،
  9. خپلواک زده کړيالان سي،
  10. په خپل علمي او مسلکي ژوند کي د ښوونيزي ټکنالوجۍ څخه کار واخلي،
  11. د مختلفو متنونو د لوستلو او پوهیدلو وړتیا وښيي.

 

معلومات:

نوم:                        عبدالباري رحماني                                                             

علمي رتبه:           پوهنمل                                                                                                                      

دنده:                     د څانګي آمر

څانګه:                   انګرېزي ژبه او ادبيات

ایمېل ادرس: abdulbarirahmany@gmail.com

د اړيکي شمېره: +93704302343

 

ژوند ليک

پوهنمل عبدالباري رحماني، د عبدالشکور زوی د کندهار ولایت، په دوهمه ناحيه کي په ۱۳۶۹ ل. کال کي زوکړی دئ. لومړنۍ او منځنۍ زده کړي ئې په احمد شاه بابا عالي لېسه کي کړي او په  کال ۱۳۸۹ ل. کال کي د یادي لېسې څخه فارغ سوی دئ. ښاغلي رحماني په کال ۱۳۹۰ ل. کال کي په کندهار پوهنتون کي خپلي لوړي زده کړي دښووني او روزني پوهنځي د انګرېزي په څانګه کي  پیل کړې. د محصيلۍ په دوران کي د خپلو درسونو پر مخ بیولو تر څنګ، د کندهار د پوهني په رياست کي وظيفه اجرا کړې  ده. ښاغلی رحماني صاحب په ۱۳۹۴ ل.کال کې له کندهار پوهنتون څخه تر فراغت وروسته د ملالۍ د لوړو زده کړو په مؤسسه کي د انګرېزي ژبي استاد په حيث او وروسته تر هغه د کندهار پوهنتون د انګرېزي ژبي او کمپيوټر زده کړي په مرکز (ELCLC) کي د انګرېزي ژبي د استاد په حيث وظيفه تر سره کړې ده. ښاغلی رحماني په ۱۳۹۶ ل. کال کې د همدې پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د انګرېزي ژبي او ادبياتو په څانګه کي د استاد په حيث مقرر سو.  نوموړی استاد د ماسټري د لوړو زده کړو په موخه هندوستان هیواد ته د لوړو زده کړو وزارت له خوا د دوو کلونو له پاره واستول سو چي په علي ګړ مسلم يونيورسټي کي د انګرېزي ژبي تدريس په برخه کي تر خپلو درسو په بريالي ډول بشپړولو وروسته د خدمت په موخه بيرته هيواد ته راستون سو. نوموړی استاد د پوهنمل علمي رتبې په لرلو سره د نومړي څانګي آمر دئ.

د تدریس لیوالتیا: د ژبي د زده کړي تيورياني، د ژبي د تدریس مېتود، ږغ پوهنه، څېړنه

نړيوالي نشر سوي څېړني

  1. EFL Students’ Readiness towards Mobile Learning at Kandahar University, Afghanistan
  2. Evaluation of High School English Textbooks: “English for Afghanistan” Based on McDonough and Shaw’s (2003) Model
  3. The Negative Effects of Large Class on EFL Students at Kandahar University

داخلي وړاندي سوي کنفرانسونه

  1. Evaluation of High School English Textbooks in Kandahar, Afghanistan (AMU)
  2. The Negative Effects of Large Class on EFL Students at Kandahar University

د انګرېزي څانګي د استادانو پېژندنه

 

پوهنمل ذبيح الله ادبپال

معلومات:

نوم:                        ذبیح الله ادبپال                                                   

علمي رتبه:           پوهنمل                                                                                                                      

دنده:                     استاد

څانګه:                   انګرېزي ژبه او ادبيات

ایمېل ادرس: adabpal@gmail.com

د اړيکي شمېره: +93700494322

پوهنمل ذبیح الله ادبپال په ۱۳۹۲ ل. کال کي کندهار پوهنتون ته د کادري غړي په توګه د ښووني او رزوني پوهنځي مقرر او تر یو کال تېرېدو وروسته د ماسټرۍ له پاره د هندوستان عثمانیه پوهنتون ته د آزاد رقابت له لاري بریالی سو او تر دوو کالو تېرولو وروسته ئې په یاد پوهنتون کي د (English Literature) په برخه کي خپله عمومي ماسټري بشپړه کړه.

تر دې وروسته په ۱۳۹۵ ل. کال کي د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د انګرېزي ژبي او ادبیاتو په څانګه کي استاد وټاکل سو، چي لومړی ئې د یادي پوهنځي د رئیس په توګه خپله دنده تر سره  کړه، چي د پوهنتون په سطحه ئې د نړیوالي کمېټې اړوند او د پوهنځي و څانګي په سطحه ئې هم د ځينو کمېټو او غوڼدو مسولیت په غاړه درلود او بیا په ۱۴۰۰ل. کال کي د هندوستان ګجرات پوهنتون ته د دوکتورا له پاره د آزاد رقابت له لاري بریالی سو. اوس مهال نوموړی استاد خپله د دوکتورا اړوند په خپله څېړنه [Social Realism] ادبي تیوري باندي لګیا دئ.

د تدریس لیوالتیا: ادبیات، څېړنه، او ژبه

ترسره سوي څېړني:

۱) نړیوالي مقالې او په انګرېزي څېړني

1. A Critical Analysis of Nature in Literature / 02.02.2019 / International Journal of Scientific and Research Publications (IJSRP/ http://www.ijsrp.org)

2. A Review on the Value of Imagination in Romanticism / 02.08.2019 / (http://ijournals.in)

3. Factors that motivated Kandahar University Lecturers learning English language / 15.11.2019 / International Journal of Social Science and Humanities Research (http://www.researchpublish.com)

4. The Value of Multilingualism and Multiculturalism in Higher Educational System of Afghanistan. [Research for academic purpose]

5. British and American Romanticism: A Comparative Study of the Poetry of John Keats and Walt Whitman [Master’s Thesis]

6. Inferior Conditions of Afghan Women in Khalid Hosseini’s A Thousand Splendid Suns and And The Mountains Echoed. Research Article. Volume 2, Issue 2, December 2022 (1-6 pages). https://www.svedbergopen.com/ijlc/current-issue

 

۲) داخلي مقالې او په پښتو ژبي څېړني او ژباړي

۱. د موډرنیزم او پوسټموډرنیزم پرتلیزه څېړنه، علمي – څېړنیزه مقاله، کندهار منډیګک علمي او څېړنیز ژورنال، ۳ کال، ۱ـ۲ ګڼه، ۳۱ – ۳۷ مخونه

۲. په هغه ټولګیو کي د ادبي متونو د کارولو ځایونه، ګټي او روشونه، چي انګرېزي د خارجي ژبي په توګه کاریږي، علمي – څېړنیزه مقاله، کندهار نارنج علمي او څېړنیز ژورنال، اوله ګڼه، پرله پسې ۲۷ ګڼه، ۱۱۰ – ۱۳۳ مخونه.

۳. په ژبي او ادبیاتو کي څېړنه: فلسفه، ساحې، او مېتودولوژي، ۲۰۱۸ کال چاپ [د علمي رتبې له پاره د کتاب پښتو ژباړه].

۴. د هنر مأهیت او څرنګوالي ته یوه عمومي کتنه، علمي - څېړنیزه مقاله، ناچاپ

پوهنمل فضل الرحمن سهيل

معلومات:

نوم:                        فضل الرحمن سهیل                                                           

علمي رتبه:           پوهنمل

دنده:                     استاد

څانګه:                   انګرېزي ژبه او ادبيات

ایمېل ادرس: fazalrahman.sohail@gmail.com

د اړيکي شمېره: +93700958489

 

پوهنمل فضل الرحمن سهیل په ۱۳۹۶ ل. کال کي د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د انګرېزي ژبي او ادباتو په څانګه کي د استاد په توګه دنده پیل کړل او وروسته د ماسټرۍ له پاره هندوستان هیواد ته ولاړ. هلته ئې تر دوو کالو تیرولو وروسته د (English Language Teaching) په برخه کي خپله ماسټري بشپړه کړل او بیرته خپلي مقدسي دندي ته راستون سو. د دندي د استحصال سره سم د پوهنځي د علمي شورا له خوا ورته د پوهنځي د مرستیال دنده وسپارل سول. د ۱۴۰۰ ل. کال په وروستیو کي د پوهنځي سرپرستي هم ور ترغاړي وه.  ښاغلي سهیل په دغه جریان کي د اداري او علمي کارونو ترڅنګ په مختلفو وختونو کي د پوهنځي په سطحه د کیفیت لوړاوي، علمي څيړنو، نصاب، او ازمینو کميټو مسؤلیت پر غاړه درلود او ترڅنګ ئې د پوهنتون په سطحه د مختلفو کمېټو او شوراګانو غړيتوب هم درلود.  اوس مهال ښاغلی سهيل صاحب په نوموړې څانګه کي د استادۍ په مقدسه وظيفه مصروف دئ.

د تدریس لیوالتیا: څېړنه، ګرامر، ماناپوهنه، د تدریس میتود

ترسره سوي څېړني:

  1. EFL Students’ Readiness towards Mobile Learning at Kandahar University, Afghanistan
  2. Female Students’ Perceptions towards Lack of Female Students’ Class Participation at Kandahar University

د انګرېزي (د بهرنۍ ژبي په توګه / EFL) په ټولګيو کي د بدیلي ارزوني تاثيرات: يو سیسټماټيکه بیا کتنه

پوهنيار رحمت الله کټوازی

معلومات :

نوم:                        رحمت الله کټوازی

دنده:                     استاد

څانګه:                   انګرېزي ژبه او ادبيات

برېښنالیک:            r.katawazai@kdru.edu.af

ګوګل سکالر:         Rahmatullah Katawazai

پوهنیار رحمت الله کټوازی په ۲۰۱۴ کال کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په انګرېزي څانګه کي د استاد په صفت دنده پیل کړه. نوموړی استاد د TESL په برخه کي ماستري لري او اوسمهال په انګرېزي څانګه کي مختلف مضامین تدریسوي لکه: د ادبیاتو بنسټونه، نړېوال ادبیات، ریډینګ او داسې ‎‎‎نور. ښاغلی رحمت الله کټوازی اوسمهال د ژبو او ادبیاتو پوهنځي مرستیال دئ. نوموړی د نړېوال ساینټیفیک انډیکس په درجه بندۍ کي د کندهار پوهنتون په ۴ مخکښو څېړونکو کي ځای لري. ددې تر څنګ، نوموړي په مختلفو برخو کي د پام وړ لاسته راوړني لري لکه:

  1. د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت نه د څېړني ګرانټ تر لاسه کول
  2. د مالیزیا د ټکنالوژي د نړیوال پوهنتون نه د کال د غوره محصل ایوارډ ته نوماند
  3. د مالیزیا د انګرېزي ژبې د استادانو د اتحادیې له خوا د غوره استاد په توګه پېژندل
  4. په مالیزیا کي د افغان محصلانو د ټولني له خوا د فعاله محصل په توګه ستایل
  5. د کندهار پوهنتون له ادارې نه په څېړنه، سپورټ او نورو علمي کارونو کي ستاینلیکونه تر لاسه کول

نوموړی په څېړنه کي د کندهار پوهنتون له مخکښو ځوانو څېړونکو څخه ګڼل کېږي. هغه اوسمهال له مختلفو نړېوالو معتبرو ژورنالونو سره د ریویور په توګه کار کوي او د کندهار پوهنتون د نړېوال ژورنال د علمي بورډ غړی هم دی. نوموړی تر اوسه ۱۱ نړېوالې مقالې او ۲ کنفرانس پېپرونه لري چې د نړۍ د مختلفو هیوادونو په خورا معیاري او منل شویو ژورنالونو کې خپرې شوي دي. ددې تر څنګ، هغه په مالیزیا کې په ۲ نړیوالو څېړنیزو کنفرانسونو کې ګډون کړی او د ۲۰۲۳ کال د فیبرورۍ پر ۱۰-۱۳ نېټو د هند په یوه نړېوال څېړنیز کنفرانس کي په آن لاین شکل ګډون وکئ.

څېړنیزه لیوالتیا (Research Interests): تدریسي او زده کړه ایز میتودونه، ژبپوهنه، تعلیمي ټیکنالوژي، ادبیات

لاندې څو نړېوالې څېړنیزې مقالې یې د نمونې په ډول لوستلای شئ:

1. An Evaluation of Sub-Skills (Vocabulary, Grammar and Pronunciation) in the Grade 9 English Textbook of Afghan Secondary Schools DOI: 10.35940/ijeat.E1176.0585C19

2. The Attitudes of Tertiary Level Students Towards Cooperative Learning Strategies in Afghan EFL Context https://doi.org/10.26803/ijlter.19.9.16

3. Implementing outcome-based education and student-centered learning in Afghan public universities: the current practices and challenges https://doi.org/10.1016/j.heliyon.2021.e07076

پوهنيار عتيق الله مشعل

معلومات:

نوم:                        عتیق الله مشعل                                                   

علمي رتبه:           پوهنیار

دنده:                     استاد

څانګه:                   انګرېزي ژبه او ادبيات

ایمېل ادرس: 2020atiqullahmashal@gmail.com@gmail.com

د اړيکي شمېره: +93708331514

 

ښاغلی پوهنیار عتیق الله مشعل په ۱۳۷۶لمریز کال کي په هلمند ولایت کي زېږېدلی دئ. ابتدائیه زده کړي یې په علي نیکه لیسه کي سرته رسولي دي. ښاغلی مشعل په ۱۳۹۳لمریز کال کي خپلي ليسانس زده کړي د کندهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځی  د انګرېزي ژبي او ادبیاتو په څانګه کي پیل او په ۱۳۹۷ لمریز کال کي یې بشپړي کړې. ښاغلي مشعل د ليسانس زده کړو سرته رسولو وروسته د ماسترۍ برنامې لپاره هندوستان هیواد ته لاړ او دTESL په څانګه کي یې خپله ماسټري دEFLU پوهنتون څخه په ۱۴۰۰ لمریز کال تر لاسه کړل. ښاغلی مشعل د دې تر څنګ چي خپلي زده کړي یې پر مخ وړلې، د انګرېزي ژبي په خصوصي تعلیمي مراکزو کي یې هم د استاد په حیث فعاله ونډه درلودلې ده. نوموړي همدارنګه په دولتي ښوونځۍ کي هم دوه کاله د کمپیوټر کار، او یو کال دپاره یې کندهار ښاروالۍ کي دنده اجرأ کړې ده. ښاغلی مشعل په ۱۴۰۱ لمریز کال د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د انګرېزي ژبي او ادبياتو په څانګه کي د استاد په حیث دنده پیل، او اوس مهال د دې پوهنځي د یو فعال استاد په حیث د مختلفو مضامینو په تدریس کي د خپل وړتیاوو څخه په استفاده محصلین  په عصري مېتودونو سره روزي او د خدمت په موخه یې ټولني ته وړاندي کوي.

د تدریس لېوالتیا: ژباړه،علمي څېړنه، میتودولوژي، ادبیات، مهاوره او علمي لیکنه.

پر ژبو تسلط: پښتو، دري، انګرېزي او اُردو

ترسره سوي څېړني:

  1. How To Be a successful English Language Learner
  2. An Evaluation of English Teaching Methods, Approaches and Their Impact on English Learners at UG Level in Afghanistan
  3. Educational System and Problems that have Prevented the Growth of Education in Afghanistan

نامزد پوهنيار جميل الرحمن زېری

معلومات:

نوم:                     جميل الرحمن زېری

دنده:                   استاد

څانګه:                انګرېزي ژبه او ادبيات

برېښنالیک:          Jamilzayraey@gmail.com

د اړيکي شمېره:                 0708198985

نوماند پوهنیار جمیل الرحمن زېری په (۱۳۶۷ل.) کال کي د کندهار ښار په  پنځمه ناحیه کي زېږېدلی دئ. په  (۱۳۹۱ل.) کال کي د کندهار عالي دارالمعلمین، د انګرېزي ژبي او ادبیات څانګي ته شامل او په (۱۳۹۳ل.) کال کي ورڅخه فارغ سوی دئ. په (۱۳۹۳ل) کال کي کندهار پوهنتون، د ښووني او روزني پوهنځي، د انګرېزي ژبي او ادبیات څانګي ته شامل او په (۱۳۹۵ل.) کال کي ورڅخه فارغ سوی دئ. نوموړی په (۱۳۹۶ل.) کال کي کندهار پوهنتون، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي، د انګرېزي ژبي او ادبیاتو څانګي ته د آزاد رقابت له لاري د علمي کادر غړي په حیث شمولیت موندلی دئ او تر دا مهاله د تدریس په مقدسه دنده بوخت دئ.

د تدریس مضامین: اکاډمیکه لیکوالي، فني لیکوالي او ژباړه

 

 

اسانتياوي (تسهيلات)

د انګرېزي  ژبي او ادبياتو څانگه د خپلو محصلانو له پاره يو شمېر اسانتياوي برابر کړي او په واک کي ورکړي دي چي ځيني ئې په لاندي ډول دي.

ټولګۍ: نوموړي څانګي د تدريس په موخه ښه معياري او په ټکنالوژي سمبال ټولګۍ برابري کړي دي.

ګتابتون: د انګرېزي  ژبي او ادبياتو څانگه د علامه حبيبي کتابتون سربېره محصلانو ته د کتاب لوستلو زمينه مساعده کړې ده چي د انګرېزي ادبياتو، ژبپوهني، څېړني، مېتودولوژي، ژباړي او نورو برخو کي د رفرنس او ازادي مطالعې له پاره محصلين ور څخه استفاده کولای سي.

ټکنالوژي او انټرنيټ: د دې له پاره چي په تدريس کي د عصري ټکنالوژي څخه استفاده سوې وي، نوموړي څانګي خپلو استادانو او محصلانو ته انټرنيټي خدمات هم په واک کي ورکړي وي تر څو د e-learning د نوي مېتود څخه هم ښه استفاده سوې وي.

ورزشي لوبي: د تفريحي فعاليتو په موخه د انګرېزي څانګه خپل محصلان د مختلفو ورزشي لوبو تر سره کولو په موخه د پوهنتون ټورنمنټو ته مختلف ټېمونه د اړوند کمېټې په مرسته معرفي کوي چي په هر سمستر کي د مهالوېش مطابق مختلفي لوبي تر