د علمي چارو معاونیت

د پوهنتون د یوې مهمي او اساسي برخي په توګه د کندهار پوهنتون د علمي چارو معاونیت د پوهنتون د رامنځته کېدو راهیسي د دغه پوهنتون په تشکیل کي موجود دی، چي د کمیت او کیفیت له اړخه علمي پروګرامونه او فعالیتونه مخته وړي.

په (۱۳۶۹ل.) کال کي کله چي کندهار پوهنتون د کرهڼي پوهنځي په ایجاد سره رامنځته سو؛ نو یاد معاونیت د پوهنتون د تدریسي پروګرامو د سم مدیریت، طرحو او د هغه د تطبیق له پاره رامنځته سو.

د علمي چارو معاونیت اوس مهال د پوهنتون د کلیدي موخو څخه د یوې موخي مسئولیت پر غاړه لري او د پوهنتون له ریاست وروسته د نافذه قوانینو او لوایحو په پام کي نیولو سره د رهبرۍ او د پوهنتون چارو د پر مخ وړلو مسئولیت لري.

د علمي چارو معاونیت فعالیتونه او د کندهار پوهنتون د علمي چارو د تنظیم د ملکي لوړو زده کړو د قانون شلمي مادې په درېیم بند او د علمي معاونیت دندي او صلاحیتونه د لوړو زده کړو مؤسسو د علمي کادر غړو د فعالیتو لایحې په یوولسمه ماده کي ثبت سوي، چي دغه معاونیت خپلي چاري او فعالیتونه د هغه پر اساس مخ ته بیايي.

نو پر دې اساس د کندهار پوهنتون د علمي چارو معاونیت په خپل کاري بهیر کي د ډیپارټمنټو د استادانو د ظرفیت لوړوني، د علمي کادر غړو له پاره د علمي کنفرانسو او سیمینارو جوړولو، په هیواد دننه او بهر کي د تحصیلي معتبرو بنسټو سره د علمي او اکاډمیکو اړیکو پر جوړولو او په دغه تحصیلي بنسټ کي د تجربو ترلاسه کولو او غوره ګټه اخیستي په موخه د استادانو او علمي کادر له پاره د زمینې برابرولو ته ژمن دی.

همدارنګه د تخصص بشپړولو، ماسټري او دوکتورا پروګرامو، د تحصیلي نصاب او کریکولم، کیفیت لوړاوی په هیواد دننه او بهر کي د تحصیلي پروګرامو له پاره د استادانو د معرفي کولو څخه د نظارت، د پوهنتون علمي شورا، علمي ترفیعاتو او تقرر، په علمي برخو کي د پوهنځیو او اړوند کمېټو د پروګرامو نظارت، په پوهنتون کي د علمي پروګرامو او د اړتیا اړوند د نوو برخو رامنځته کول، د ستراتیژیک پلان د تطبیق کلنی راپور وړاندي کول او د پوهنتون د بورسو له کمېټو څخه نظارت د دغه معاونیت له اساسي موخو څخه دي.

د کندهار پوهنتون د علمي چارو معاونیت لاندي آمریتونه په خپل تشکیل کي لري؛

۱: د کیفیت لوړاوي آمریت

۲: د مسلکي پرمختیایي مرکز آمریت

۳: د استادانو د تقرر او علمي ترفیعاتو آمریت

۴: د فوق لیسانس آمریت

پوهنځي:

•           طب

•           انجنیري

•           فارمسي

•           جیولوجي او کانونه

•           ښوونه او روزنه

•           شرعیات

•           اقتصاد

•             ژورنالیزم او عامه اړیکي

•           عامه اداره او پالیسي

•           حقوق او سیاسي علوم

•             ژبو او ادبیات

•           کمپیوټر ساینس

•           ستوماتولوژي

 

د ماسټرۍ پروګرامونه:

•           عامه روغتیا، اسلامي تعلیمات، ټرانسپورټېشن او د اوبو سرچینو مدیریت ماسټرۍ پروګرامونه

فلیالونه:

 

هلمند، روزګان، زابل او دایکندي امارتي پوهنتونونه او میرویس نیکه، ملالۍ، سبا، بېنوا او لمر خصوصي پوهنتونونه