عامه ادارې او پاليسۍ

د علمیت په ډګر کي ګامونه هغه څه دي چي هیواد د سوکالۍ او پرمختګ لوري ته بیايي، د هیوادونو د پرمختګ راز همدا دئ، چي د همدغو هیوادونو وګړي او حکومتونو د علمیت سره لیوالتیا او مینه ښودلې ده. یو ملت که غواړي، چي د نړۍ د نورو ملتونو سره همسفره و اوسېږي نو لازمي ده چي په دې برخه کي رغنده او اوچت ګامونه پورته کړي او دا د پرمختګ لپاره یو حتمي امر بلل سوی دئ. د افغانستان اسلامي جمهوریت د نوي حکومت په راتګ سره په علمي ډګر کښي یو لړ ګامونه پورته کړل چي اړتیا مطابق د هیواد د اداري نظام د سمون، د ملکي خدماتو د کارکوونکو د ظرفیت لوړوني او ښه حکومتولي ته د رسېدو په موخه د هیواد په مختلفو پوهنتونونو کي ئې مختلفي علمي برنامې پرانیستلې، چي په دې لړ کي په ۱۳۹۲ کال، کندهار پوهنتون کي د عامه ادارې او پالیسي پوهنځی پرانیستله، چي د حکومت دغه ګام نه تنها د کندهاري ولسونو لپاره یو ښه زیرۍ بلل کېدئ؛ بلکي د ټول افغانستان لپاره یو نېک اقدام ؤ.

باید یادونه وسي چي کندهار ولایت همیشه د علمیت په ډګر کښي خپل شتون ثابت کړی دئ، د عامه ادارې او پالیسي پوهنځی په پرانیستلو سره به نه تنها د کندهار دولتي اداره بلکي د ټول افغانستان دولتي ادارې د ظرفیت او مسلکیتوب له لحاظه پیاوړي سي.

د عامه ادارې او پالیسي پوهنځی د درو څانګو څخه جوړه ده چي عبارت دي له:

۱. عامه اداره څانګه؛

۲. عامه پالیسي څانګه؛

۳. پرمختیایي زده کړو څانګه

عامه اداره او پالیسي پوهنځی په خپل تشکیل کي ۱۴ کادري او اداري کارمندان لري، چي د پوهنځی په تدریسي او اداري برخو کي فعالیت کوي. البته باید یادونه وکړو چي د عامه ادارې او پالیسي پوهنځی سره د کریکولم جوړولو او ظرفیت لوړوني په برخه کي مختلفو سازمانونو او مؤسساتو همکاري کړې ده، چي له جملې ئې GIZ نړيوال سازمان د یادولو وړ بلل کیږي. تر دامهاله عامه ادارې او پالیسي پوهنځی څو دورې نارینه او ښځینه فارغین ورکړي، چي په مختلفو دولتي ادارو کښي پر لوړو موقفونو باندي کار کوي. عامه اداره او پالیسي پوهنځی د مختلفو پوهنتونو د عامه ادارې او پالیسي پوهنځیو او دولتي نهادونو سره تؤامیتونه لري، چي له جملې ئې د هیواد د څلورو دولتي پوهنتونو د عیني پوهنځیو سره تؤامیتونه د یادوني وړ دي. همدارنګه د کندهار په سطحه هم د ځینو محلي دولتي سازمانونو سره تؤامیتونه لري چي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون سره ئې تؤامیت د یادوني وړ بلل کیږي. عامه اداره او پالیسي پوهنځی به په علمي ډګر کي خپلي هڅي ګړندۍ وساتي ځکه چي علمیت یوازنی د ژغورني او پرمختګ لاره بلل کیږي.

د عامه ادارې او پالیسي پوهنځی اهمیت:

لکه څنګه چي معلومه ده په مختلفو وختو کي ډول ډول علمي مصطلحات رامنځته سوي دي چي بیا هغه وخت یا زمان د همهغه علم دوره بلل سوې ده مثلاً د علمي مدیریت دوره، د عامه مدیریت دوره، ښه حکومتولي او داسي نور.. د عامه ادارې او پالیسي علم هم د ۲۱ مي پېړۍ د سر خبرونه بلل کیږي، نو بناً عامه اداره او پالیسي پوهنځی نه تنها په مدیریتي برخه کي د اهمیت وړ ده بلکي په سیاسي، اقتصادي، اداري او ټولنیزو برخو کي هم خورا د اهمیت وړ بلل کیږي داچي افغانستان یو جنګ ځپلۍ هیواد دئ چي په مجموع کي جګړې نه یوازي خلک ځپلي بلکي د هیواد اداري سیستم ئې هم فلج کړی دئ له همدې امله و مختلفو اداري سیستمونو او ډول ډول پرمخ تللي پالیسیو ته ضرورت لیدل کیږي چي بېله عامه ادارې او پالیسي پوهنځی څخه ئې شتون ناممکن بلل کیږي.

لیرلید:

د عامه ادارې او پاليسي  په برخو کي د هيواد مخکښ پوهنځی کېدل، د ښو رهبرانو، پاليسي جوړونکو او مسلکي مديرانو روزل، ترڅو افغانستان د يو ښه راتلونکي پر لور رهبري کړي.

رسالت:

د نوي تکنالوژي او اغېزمنو ښوونيزو مېتودونو په مرسته د مسلکي کادرونو روزل، څېړني تر سره کول او د عامه خدمتونو او پاليسيو په سمون او بدلون کي برخه اخيستل.

موخي

  • ټولني ته د ښې رهبرۍ، پاليسۍ او مديريت په برخو کي په کار پوه او وړ بشري ځواک وړاندي کول؛
  • د ټولني د ستونزو د حل په موخه څېړني تر سره کول؛
  • حکومت ته د ښې حکومتدارۍ او پاليسيو په برخو کي سالمي مشورې ورکول.

د پوهنځی اساسي ارزښتونه:

  1. د شفافيت، مسئوليت او حساب ورکوني کلتور ته وده ورکول؛
  2. د صداقت ( ريښتنولي)، انصاف او مساوات قوي کول؛       
  3. د متقابل احترام فرهنګ پياوړی کول؛
  4. د افکارو څرګندوني ته وده ورکول؛ ( افقي او عمودي)
  5. د پوهنځی د لا غني کولو په منظور د داخلي او بهرني بنسټونو سره ښې اړيکي ساتل؛
  6. په تصاميمو کي د کارکوونکو فعاله ونډه اخيستل او تشويقول؛
  7. د پوهنځی ستراتيژيک پلان په جدي ډول تعقيبول؛
  8. د پوهنځی اصولو ته غاړه ایښودل؛
  9. د لوړو زده کړو وزارت و ټولو مقرراتو او لوائحو ته بشپړ احترام؛
  10. په محصلينو کي د مطالعې د فرهنګ او انتقادي تفکر بډايه کول؛
  11. د ملي روحيې، تعهد او انګېزې تقويه کول؛
  12. د ټولني او حکومت اړتياؤ ته پر وخت ځواب ويل.

دعامه ادارې او پالیسي پوهنځی تشکیل


دعامه ادارې او پالیسي پوهنځی درئیس لنډه پېژندنه

محمد محتاج(۱۳۹۳ل) کال په اخر کي د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي کي په تدريس پيل کړی دئ، چي د محتاج تخصصي رشته عامه اداره ده او په ۱۳۹۸ هـ. ش کال د همدې پوهنځی د رئیس په توګه وټاکل سو. محمد محتاج د پوهنځی او پوهنتون په کچه په بېلابیلو کمېټو کي فعاله برخه اخیستې او همدارنګه د پوهنتون څخه دباندي د نورو دولتي او غیري دولتي ارګانونو سره د پوهنتون په چوکاټ کي مرسته او همکاري کوي.

تدریس لیوالتیا:  د رهبري اصول، عامه اداره، د سازماني اړیکو مدیریت او د سازماني شخړو مدیریت.

د تجربې ساحه: عامه اداره، خصوصي او دولتې سکتور

ترسره سوي څېړني: په کندهارښار د انجیوګانو رول د ښځو په پیاوړتیا کي.(په انګليسي ژبه د ماسټري تېزس)

نشر سوي څېړني:

  1. خپلواکي او اداري اصلاحات
  2. د احمد شاه بابا د دورې اداري نظام
  3. په کندهار ښار کي برېښنايي حکومتولي شونتیا او اغېزې
  4. په ټولنه کي د کندهار پوهنتون ښکېلتیا
  5. COVID-19 Pandemic and Challenges of Public Health Administration and Criminal Justice System

د اړیکي معلومات

نوم : محمد محتاج    ,  دنده ( پوزیشن): رئیس او استاد   , څانګه : عامه اداره    , الیکترونیکي ادرس Mohtaj2017@gmail.com

د اړیکي شمېره  0700311326

دعامه ادارې او پالیسي پوهنځی د مرستيال لنډه پېژندنه

پوهنیار عبدالصمد بریالی په۱۳۹۶ل.کال کي د عامه ادارې او پالیسي پوهنځی کي د استاد په صفت مقرر سوی دئ او په ۱۳۹۸ هـ.ش کال کي د پوهنځی د مرستیال او ۱۳۹۹ هـ.ش کال کي د عامه ادارې او پالیسي پوهنځی د شپې برنامې مسؤل په توګه وټاکل سو.عبدالصمد بریالی د پوهنځی او پوهنتون په کچه په بېلابیلو کمېټو کي فعاله برخه اخیستې او همدارنګه د پوهنتون څخه دباندي د نورو دولتي او غیري دولتي ارګانونو سره د پوهنتون په چوکاټ کي مرسته او همکاري کوي.

تدریس لیوالتیا: عامه اقتصاد، د اقتصاد بنسټونه، دولتي محاسبه، او نړۍ وال سازمانونه

د تجربې ساحه: کندهار پوهنتون                  

ترسره سوي څېړني:( د استادانو د دندي د رضایت آرزونه د کندهار ولایت په پوهنتونونو کي د مدیریتي تصمیم نیوني په اساس)

نشر سوي څېړني:

  1. Stock Market Reaction to Merger and Acquisition Announcement: An Event Study (Case of Microsoft Inc. And Git Hub Inc.)

2 :Evaluating the role of Norwegian aid in afghan economic development: SOWT analysis and the role of actors.

معلومات :

نوم :عبدالصمد بريالی  , دنده ( پوزیشن): مرستیال او استاد , څانګه : عامه اداره  , الیکترونیکي ادرس  abdulsamadbaryalai@gmail.com

د اړیکي شمېره0700374477 

۱ : دعامه ادارې څانګه

د عامه ادارې څانګي بنسټ په کال )۱۳۹۲) کي د GIZ مؤسسي د عامه ادارې د تقويي پروګرام (SPA) له لاري په کندهار پوهنتون کي د عامه ادارې او پالیسي پوهنځی د پرانیستلو سره سم کښېښودل سو، په یاده څانګه کي د استادانو د ګمارني پروسه پیل سوه چي په لړ کي ئې استادانو هم د کریکولم د تخصصي او مسلکي کولو په موخه هلي ځلي پیل کړې چي اوس مهال په یاده څانګه کي ټولو استادانو د ماسټرۍ تر کچي زده کړي بشپړ کړي دي او په تدریسي، اداري او څېړنیزو چارو بوخت دي.

د نوي نظام په راتلو سره حکومت د ادارو د سمون او پراختیا په موخه یو لړ کوټلي ګامونه پورته کړل چي په ترڅ کي يې د عامه خدماتو د تهیه کولو کچه زیاته سول چي ورسره جوخت د عامه ادارې د څانګي د فارغینو لپاره کاري فرصتونه برابر سول.

د څانګي موجوده کریکولم د افغانستان د عامه ادارې او پالیسي پوهنځیو د رئیسانو او استادانو په زیار او کوښښ سره د یو واحد او معیاري کریکولم په توګه ترتیب او تنظیم کړل سو.

لیرلید:

د هیواد په کچه یو له غوره او مخکښو څانګو څخه کېدل.

رسالت:

زموږ موخه داده، چي په نوي نسل کي داسي اداره چيان او رهبران وروزو، تر څو هغوی د اداره کولو، رهبري کولو، پلان جوړوني، تصمیم نیوني مهارتونه او د افرادو د تشویق کولو وړتیاوي ولري، څو په خپلو دندو کي د ځانه وړتیا وښيئ او د نړی د پرمختللو ټکنالوجیکي وسایلو څخه په استفاده د هیواد په پرمختګ کي رغنده رول ولوبوي.

موخې:

  • د  وړ او لایقو رهبرانو او  اداره چيانو روزل
  • محصلین د نوي تکنالوجیکي او اغیزمنو ښونیزو میتودونو په مرسته روزل
  • داستادانو او اداري کارمندانو د علمي او مسلکي ظرفیتونه لوړول
  • د نوی عصری او با کفایته، معیاري درسي موادو او کتابونو تهیه کول
  • تدریس په نوي او پرمختللي تکنالوجی او امکاناتو مخ ته وړل.
  • محصلانوته د با کیفیته تدریس، زده کړي او څیړني زمینه برابرول
  • د ټولني او دکار د بازار د اړتیاو په پام کي نیولو سره په کارپوه او با مسولیته کادرونه روزل
  • د سیمی وځوانانو ته د لوړوزده کړو آسانتياوی برابرول
  • په محصیلینوکی د اسلامی او افغانی ارزښتونو او وطن دوستی روحیه قوي کول.

دعامه ادارې څانګې داستادانو لنډه پیژندنه

  محترم پوهنیار فريداحمد همدم په۱۳۹۹ل.کال کي د عامه ادارې او پالیسي پوهنځی کي د استاد په صفت مقرر سوی دئ، چي په دولتي او خصوصي سکتور کي تجربه لري. نوموړي په یو شمېر د مسلکي ودي په پروګرامونو کي او همدارنګه د پوهنځی او پوهنتون په کچه په بېلابیلو کمېټو کي فعاله برخه اخیستې او همدارنګه د پوهنتون څخه دباندي د نورو دولتي او غیري دولتي ارګانونو سره د پوهنتون په چوکاټ کي مرسته او همکاري کوي.  ښاغلی همدم د تدریس سربیره د عامه ادارې د څانګي امر هم دئ او د پوهنتون د تقرر، ترفیع او انفکاک او ازموینو د کمېټو فعاله غړی دئ.

تدریس لیوالتیا : سازماني پرمختیا، د بشري سرچینو مدیریت، د چاپیریال ساتني مدیریت

د تجربې ساحه : دولتي سکتور او خصوصي سکتور 

ترسره سوي څېړني:

معلومات :

نوم :فریداحمد همدم  ،  دنده ( پوزیشن): استاد، عامه اداري د څانګي امر   ، څانګه : عامه اداره  ، الیکترونیکي ادرس    pubad@kdru.edu.af

Fkhamdam786@gmail.com ،،،،     داړیکي شمېره 0700891972

 

محترم پوهنیار میوند تسل په۱۳۹۳ل.کال کي د عامه ادارې او پالیسۍ په پوهنځی کي د استاد په صفت مقرر سوی دئ، چي په دولتي او خصوصي سکتور کي تر ۵ کاله زیاته تجربه لري. نوموړي په یو شمیر د مسلکي ودي په پروګرامونو کي، چي د GIZ/Potsdam او امریکا سفارت/بال سټيټ پوهنتونو لخوا په لاره اچول سوي وه هم ګډون کړی دئ.

 ښاغلی تسل د تدریس سربیره اوسمهال د کندهار ولایت د ملکي خدماتو او اداري اصلاحاتو خپلواک کمیسون رئیس دئ.

تدریس لیوالتیا : عامه اداره، سازماني تیوري، پراختیا اداره او اداري اصلاحات

د تجربې ساحه : دولتي سکتور او خصوصي سکتور 

ترسره سوي څېړني:

  1. په کندهار ښار کي برېښنايي حکومتولي شونتیا او اغېزې
  2. د بشري پرمختګ شاخص- افغانستان قضیه

معلومات

نوم : میوند تسل   ،  دنده : ( پوزیشن): استاد  ،  څانګه : عامه اداره   ،  الیکترونیکي ادرس  Momand.tasal@gmail.com

د اړیکي شمېره : 0700353186

محترم پوهنیار بشیراحمد نبراس (۱۳۹۹ل) کال کي په عامه اداره او پالیسي پوهنځي کي په تدريس پيل کړی دئ، چي د ليسانس او ماسټرۍ دورې ئې په برياليتوب سره پای ته رسولي دي. د نبراس صاحب تخصصي رشته نړۍ والي اړیکي ده. بشیراحمد نبراس د پوهنځی او پوهنتون په کچه په بېلابیلو کمېټو کي فعاله برخه اخیستې او همدارنګه د پوهنتون څخه دباندي د نورو دولتي او غیري دولتي ارګانونو سره د پوهنتون په چوکاټ کي مرسته او همکاري کوي.

دتدریس لیوالتیا :  اداري فساد، سیاسي اقتصاد، د بحران مدیریت او د سازماني شخړو مدیریت

د تجربې ساحه : عامه اداره، خصوصي او دولتې سکتور

ترسره سوي څېړني: د اداري فساد تاثیرات د افغانستان پر اقتصادي وده. (په انګليسي ژبه د ماسټري تېزس)

معلومات :

نوم :بشیراحمد نبراس  ,  دنده ( پوزیشن): استاد، څانګه : عامه اداره , الیکترونیکي ادرس nibrasb@yahoo.com  د اړیکي شمېره0700293122

محترم پوهنیار عزیزاحمد کاکړ په۱۳۹۵ل.کال کي د عامه ادارې او پالیسۍ په پوهنځی کي د استاد په صفت دنده پیل کړه او وروسته د دې پوهنځی د مرستيال په توګه وټاکل سو، ښاغلی کاکړ د OBE-SCL  د چمپین په صفت تر سلو ډیر استادان د OBE-SCL  په نوي او عصري مېتود روزلي دي همدارنکه د edX د پېژندني په پروګرام کي ئې هم په لسګونو استادان روزلي دي د دې تر څنګ ښاغلي کاکړ په عامه اداره او پا لیسی پوهنځی کي د مديریت مختلف مضامین تدریس وي او د ستراتیژیک مديریت  یو ممتاز استاد دئ.

ښاغلی کاکړ اوسمهال د پوهنتون د کیفیت لوړاوي آمر دئ.

تدریس لیوالتیا: ستراتیژیک مديریت، ستراتیژیکي بشري منابع مديریت ، مالي ستراتیژیاني، غیر مستقیم مالیات او بانکداري

ترسره سوي څېړني:

  1. Comparative Analysis Between MCB and RCB banks
  2. Consumer Behavior on Mutual Funds
  3. Financial System Analysis Using CAMEL model

نشر سوي څېړني :

د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځی د محصلانو رول په مارکيټ کي ( په جریان کي )

معلومات :

نوم :عزيزاحمد کاکړ  , دنده ( پوزیشن): استاد  , څانګه : عامه اداره  , الیکترونیکي ادرس  azizkhankdru@gmail.com  د اړیکي شمېره 0706506966

https://lh3.googleusercontent.com/hxF2Vzfq36sZIA5xrmqjEVsvOhZqp30qoUJ3dpEJjuD9aShQ-co6MZDopvL2pme7zgtmtFYJ4cW5yB7D7P2vKut019bwm6CRI1lDjC8widitqzYarLHd-fwSZ9BeL3BdnAx1jiwq

محترم پوهنیار برۍ مبارز

ښاغلی بری مبارز د (۱۳۹۱ل) کال څخه د عامه ادارې او پالیسۍ په پوهنځی کي محصلانو ته د رهبریت، سازماني روش، سازماني نظریو او عمومي منیجمنټ مضامن تدريسوي. استاد ليسانس د منیجمنټ په رشته کي د ګوا پوهنتون څخه او ماسټري د عامه ادارې په رشته کي د Lovely Professional University څخه تر لاسه کړې ده. ښاغلی مبارز تقریباً ۱۳ کاله په دولتي او غیري دولتي نهادونو کي پر بېلابېلو پوسټونو د کار کولو تجربه لري..ښاغلی مبارز  د پوهنځی او پوهنتون په کچه په بېلابیلو کمېټو کي فعاله برخه اخیستې او همدارنګه د پوهنتون څخه دباندي د نورو دولتي او غیري دولتي ارګانونو سره د پوهنتون په چوکاټ کي مرسته او همکاري کوي. اوسمهال محترم مبارز د لوړو زده کړو وزارت کي د پلان، تقنین او پالیسي رئیس دئ.

د تجربې ساحه: رهبریت، سازماني روش، سازماني نظریې او عمومي منیجمنټ

ترسره سوي څېړني:

۱- د محلي حکومتدارۍ د تصمیم نیوني په پروسه کي د لسانس دورې د ځوانانو ونډه، کندهار ښار .(په انګليسي ژبه د ماسټرۍ تېزيس)

 ۲- په افغانستان کي د ښایستګۍ پر بڼسټ استخدام. (په انګلیسي ژبه)

نور نشرات  کتاب: سازماني نظریې کال ۲۰۱۸، ژبه: پښتو

لیکني: د رهبریت، مدیریت او سازمانونو اړوند لیکني او اشعار د خپل بلاګ له لاري خپروي

معلومات :

نوم :بری مبارز , دنده ( پوزیشن): استاد  , څانګه : عامه اداره   , الیکترونیکي ادرس  mobarezbarai@gmail.com د اړیکي شمېره

0700343340

 

محترم پوهنیار احمد رسول سیدي په۱۴۰۰ل.کال کي د عامه ادارې او پالیسي په پوهنځی کي د استاد په صفت مقرر سوی دئ.

احمد رسول سیدي د پوهنځی او پوهنتون په کچه په بېلابیلو کمېټو کي فعاله برخه اخیستې او همدارنګه د پوهنتون څخه دباندي د نورو دولتي او غیري دولتي ارګانونو سره د پوهنتون په چوکاټ کي مرسته او همکاري کوي.

تدریس لیوالتیا: دولت او جوړونه، د اقتصاد بنسټونه، اداري اصلاحات او برېښنايي حکومتولي.            

ترسره سوي څېړني:( د دولتی او خصوصي کارمندانو ترمنځ د دندې د رضایت کچه) د ماسترۍ د انګلیسي تېزس

معلومات:

نوم :احمد رسول سیدي , دنده ( پوزیشن): استاد , څانګه : عامه اداره  , الیکترونیکي ادرس Rasool.sayedy@gmail.comد اړیکي شمېره

0700147700

 

۲ : دعامه پالیسي څانګه

عامه پاليسۍ څانګه په (۱۳۹۲ل)کال کي د عامه ادارې او پاليسۍ پوهنځي د پرانيستلو سره سم تاسيس سوله، چي د علمي غړو د نشتون او د کریکولم د عدم تفکیک له امله ئې ونه سوای کړای، چي تر يوه کمي مودي پوري خپل فعاليت عملاً پيل کړي، خوشبختانه د يوې لنډي مودې وروسته په ياده څانګه کي استخدام صورت ونيوئ او څانګي عملاً خپل کارونه شروع کړل، چي اوس مهال ياده څانګه څلور تنه استادان لري.

لرليد:

د هيواد په کچه د عامه پاليسۍ جوړوني په برخه کي د يوې منل سوي او اعتباري څانګي په حيث راڅرګنديدل .

رسالت:

د لوړو تحصيلي او کادري استادانو په وسيله معياري تدريس، د علمي څيړنو سرته رسول، او داسي معياري خدماتو وړاندي کول، چي د ټولني د اړتياوو جواب ويونکي وي، چي د هيواد د اقتصادي، ټولنيزو، ملي يووالي او ثبات په پراختيا کي مهمه ونډه ولري.

ستراتیژیکي موخي :

  • د کریکولم د پراختيا د لاري د نوو زده کړيزو اړتياوو جواب ويل او ددرسي نصاب معياري کول.
  • په دغه نهاد کي دا وږد مهاله موخو په خاطر د با کيفيته تدريس او څيړني، چي د نړيوالو معيارونو سره سم وي ښه والي.
  • د لايحي او کريډيټ سيسټم اجرا کول، چي د اعتبار ورکولو او د پوهنځي د علمي سطحي په لوړولو کي ډير مهم دي.
  • د يوي داسي اکاډميکي فضاء منځ ته راوړل په کوم کي چي بحث د نظر تبادله، پوښتني او سالمي نيوکي د منلو وړ وي.
  • د علمي کادر او اداري کارمندانو د ودي له پاره د لوړو تحصيلي فرصتونو برابرول.
  • د ماسټرۍ او دوکتورا د پروګرامونو طرح کول، چي  هغه ته لاسرسی يوه اړتيا ده.
  • د ملي، سيمه ايزو او نړيوالو لوړو زده کړو د نهادونو سره توأميتونه را منځ ته کول

دعامه پالیسي څانګي داستادانو لنډه پېژندنه :

د عامه پالیسي څانګه یو آمر او درې تنه غړي لري، چي د دوی لنډه پېژندنه په لاندي ډول ده.

 محترم پوهنیار نورعلی څرګند

نورعلي څرګند په۱۳۹۳ل.کال کي د عامه ادارې او پالیسي  پوهنځی کي د استاد په صفت مقرر سوی دئ، چي تخصصي څانګه ئې اداره او ډیپلوماسي ده نوموړی په عامه اداره کي ماستري د Lovely Professional University (LPU) څخه ترلاسه کړېده او فعلاً دعامه پالیسي څانګي د آمر په توګه دنده ترسره کويښاغلی څرګند د پوهنځی او پوهنتون په کچه په نشراتو ، نصاب، سرسبزي او ازموینو کمېټو کي فعاله برخه اخیستې او همدارنګه د پوهنتون څخه دباندي د نورو دولتي او غیري دولتي ارګانونو سره د پوهنتون په چوکاټ

 کي مرسته او همکاري کوي.

تدریس لیوالتیا: عامه پالیسي، مبادي حقوق، حکومت او حکومتولي، سیمیزه حکومتولي او اداري فساد

د تجربې ساحه:تدریس او بیلابیل سازمانونه

ترسره سوي څېړني  او مقالي:   

  1. The role of tribal leaders in local governance in Kandahar Afghanistan.
  2. The effective role of e-governance in Afghanistan.
  3. The structure of local governance in Afghanistan.
  4. Best practices of local governance in Kandahar province

لیکلي اثار: سیمیزه حکومتداري او د چاپیریال ساتني حقوق (کتابونه)

معلومات :

نوم :نورعلي څرګند ، دنده ( پوزیشن): استاد  ، څانګه : عامه پالیسي ، الیکترونیکي ادرسnooralisargand786@gmail.com

د اړیکي شمېره0700538512

 

محترم نامزد پوهنیارمولاداد حقمل

عامه پاليسي (د عامه ادارې او پاليسي)، ليسانس

 محترم مولاداد حقمل د  (۱۳۹۷ل) کال په پیل کي، په عامه ادارې او پاليسي پوهنځی کي په تدريس پيل کړی دی.

 محترم مولاداد حقمل صاحب د پوهنځی او پوهنتون په کچه په بېلابېلو کمېټو کي فعاله برخه اخیستې او همدارنګه د پوهنتون څخه دباندي د نورو دولتي او غیري دولتي ارګانونو سره  د پوهنتون په چوکاټ کي مرسته او همکاري کوي.

تدریس لیوالتیا: اداري حقوق، بحران مديریت، اداري فساد

د تجربې ساحه: اته کال په بېلابېلو سازمانونو کي دنده ترسره کول

ترسره سوي څېړني:

معلومات :

نوم:  مولاداد حقمل ,  دنده ( پوزیشن): استاد , څانګه : عامه پاليسي څانګه, الیکترونیکي ادرسmouladadhaqmal9@gmail.com

د اړیکي شمېره:  0703079582

محترم پوهنمل فریداحمد بشردوست

محترم پوهنمل فریداحمد بشردوست په۱۳۹۲ل.کال کي د عامه ادارې او پالیسۍ په پوهنځی کي د استاد په صفت مقرر سوی دئ، چي په سياسي علوم کي ماسټرۍ لري او تخصصي رشته ئې سياسي علوم دي.محترم استاد د پوهنځی او پوهنتون په کچه په بېلابیلو کمېټو کي فعاله برخه اخیستې او همدارنګه د پوهنتون څخه دباندي د نورو دولتي او غیري دولتي ارګانونو سره د پوهنتون په چوکاټ کي مرسته او همکاري کوي.

تدریس لیوالتیا: عامه پاليسي، بريښنايي حکومتولي، د عامه ادارې ريفوم، تفتيش او کنټرول

د تجربې ساحه:  دولتي او خصوصي ارګانونه

ترسره سوي څېړني: د افغانستان په لوړو زده کړو کي د محصل محورۍ مثبت تاثيرات.

نشر سوي څېړني:            

۱ - د بريښنايي حکومت رول، اندیښنې او ننګوني.

۲- پر ټولنه باندي د سالمي عامه ادارې اغيزې.

۳-په کندهار ښار کي د ښه حکومتوالۍ اغيزي.

The impact of positive politics on public administration of Kandahar.

معلومات :

نوم :فریداحمد بشردوست , دنده ( پوزیشن):  استاد , څانګه : عامه پالیسي , الیکترونیکي ادرسfarid.kdru@gmail.com 

د اړیکي شمېره 0700360259

 

محترم پوهنیار سلطان محمد عایل

محترم سلطان محمد عايل د (۱۳۹۳ل) کال څخه د عامه اداري او پاليسۍ په پوهنځي کي په تدريس پيل کړی دئ، چي د ليسانس دوره يې په برياليتوب بشپړي کړي او نوموړی په عامه اداره کي ماستري ترسره کړیده . د عايل تخصصي رشته عامه اداره ده. او فعلا نوموړی دکندهار ولایت دبشر حقوقو خپلواک  کمیسون ریس او زموږ سره کوم مسولیت نلري.سلطان محمد عايل د پوهنځی او پوهنتون په کچه په بېلابیلو کمېټو کي فعاله برخه اخیستې او همدارنګه د پوهنتون څخه دباندي د نورو دولتي او غیري دولتي ارګانونو سره د پوهنتون په چوکاټ کي مرسته او همکاري کوي.

تدریس لیوالتیا:د سياست د علم بنسټونه، اداري حقوق، مالي حقوق او عمومي ماليه،دولت او دولت جوړونه

د تجربې ساحه:په بېلابيلو دولتي ادارتو کي

ترسره سوي څېړني:

۱- په کندهار کي، د سالمي ادارې په رامنځته کولو کي د پوهنتونو رول (پښتو ژبه)

 ۲-  د تدريسي کتابونو اداري حقوقو، او مالي حقوقو او عمومي ماليې تاليف

معلومات :

نوم: سلطان محمد عايل , دنده ( پوزیشن): استاد , څانګه: عامه پاليسي , الیکترونیکي ادرس sultanayil@gmail.com  , د اړیکي شمېره:0706479795

 

۳ : د پرمختیايي زده کړو څانګه

د پرمختیایي زده کړو څانګه په (۱۳۹۲ل)کال کي د عامه ادارې او پاليسي پوهنځی د پرانيستلو سره سم تاسيس سوله، چي د علمي غړو د نشتون او د کریکولم د عدم تفکیک له امله ئې ونه سوای کړای، چي تر يوه کمي مودي پوري خپل فعاليت عملاً پيل کړي، خوشبختانه د يوې لنډي مودې وروسته په ياده څانګه کي استخدام صورت ونيوئ او څانګي عملاً خپل کارونه شروع کړل، چي اوس مهال ياده څانګه دوه تنه استادان لري.

لرليد:

د هيواد په کچه په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کي د یوې مخکښه څانګي په حيث راڅرګنديدل .

رسالت:

زموږ رسالت دادئ چي، د پرمختللي تکنالوژي او عصري زده کړو پر مټ د هیواد په کچه د اقتصادي، سیاسي او ټولنیز پرمختګ لپاره د پیاوړو کادرونو روزل تر څو حکومت او خصوصي سکتور ته د پالیسیو په جوړولو او د بدلونونو په رامنځته کولو کي رغنده رول ولوبوي.

ستراتیژیکي موخي :

  • د سوکاله او پرمختللي ټولني په رامنځته کولو کي مرسته کول؛
  • په ټولنه کي پر مساواتو، دوامداره پرمختیا، غربت، سوله ایزه ټولنه، د ښځو پیاوړتیا او نورو مواردو باندي د کنفرانسونو او سیمینارونو دایرول؛
  • د انکشافي مسایلو په وړاندي پراته خنډونه په نښه کول او مؤثري حللاري ورته لټول؛
  • په ملي او محلي کچه د ستونزو د حل په موخه مناسبي حللاري پېشنهاد کول؛
  • د ټولنیزو، سیاسي، کلتوري او اقتصادي پرمختیايي مسایلو او نظریاتو اړوند پوهاوی خپرول؛
  • د افغان حکومت او نړۍ والي ټولني د انکشافي پروژو او برنامو د مؤثریت د کچي په اړه د علمي څېړنو ترسره کول؛
  • د ماسټرۍ او دوکتورا د پروګرامونو طرح کول، چي  هغه ته لاسرسی يوه اړتيا ده؛
  • د ملي، سيمه ايزو او نړيوالو لوړو زده کړو د نهادونو سره توأميتونه را منځ ته کول.

محترم ن. پوهنیار عزت الله همنوا

محترم همنوا صاحب په۱۳۹۷ل.کال د عامه ادارې او پالیسي په پوهنځی کي د استاد په صفت مقرر سوی دئ.

همنوا د پوهنځی او پوهنتون په کچه په بېلابیلو کمېټو کي فعاله برخه اخیستې او همدارنګه د پوهنتون څخه دباندي د نورو دولتي او غیري دولتي ارګانونو سره د پوهنتون په چوکاټ کي مرسته او همکاري کوي.اوسمهال محترم استاد په مالیزیا هیواد د University Technology of Malaysia (UTM) پوهنتون کي په ماسټرۍ بوخت دئ.

تدریس لیوالتیا: مالي حقوق او بودجه، د ادارې او مدیریت بنسټونه، د بشري منابعو مدیریت او پرمختیا.             

ترسره سوي څېړني:

معلومات :

نوم :عزت الله همنوا , دنده ( پوزیشن): استاد , څانګه : پرمختیايي زده کړه  , الیکترونیکي ادرسEzat.af5151@gmail.com

د اړیکي شمېره 0700371943

محترم پوهنمل لایق ځيرک

لایق ځیرک  په۱۳۹۶ل.کال کي د عامه ادارې او پالیسي  پوهنځی کي د استاد په صفت مقرر سوی دئ، چي تخصصي څانګه ئې اداره و تجارت ده نوموړي ماسټري دJamia Millia Islamia څخه ترلاسه کړېده.ښاغلی ځیرک د پوهنځی او پوهنتون په کچه د څېړني او نړۍ والو اړیکو کمېټو کي فعاله برخه اخیستې او همدارنګه د پوهنتون څخه دباندي د نورو دولتي او غیري دولتي ارګانونو سره د پوهنتون په چوکاټ کي مرسته او همکاري کوي. اوسمهال ښاغلی ځیرک د کندهار پوهنتون د پاچا خان علمي او څېړنیز مرکز د رئیس په توګه دنده مخته وړي.

تدریس لیوالتیا: سازماني چلند، د انکشاف بنسټونه، بشري منابع او سیاسي اقتصاد.

د تجربې ساحه:تدریس او بیلابیل سازمانونه

ترسره سوي څېړني  او مقالي:   

  1. Afghanistan’s Higher Education System has a stark Geographic divide.
  2. The Economic Toll of Afghanistan’s Refugee crisis.
  3. Afghanistan’s Trade: India and Pakistan’s Factors.
  4. Chronic Poverty, Technology and Human Development: A Comparative analysis of cycle Rickshaw pliers and Electronic Rickshaw pliers.
  5. Skilled Labor emigration: A recent case study of Afghanistan. 

معلومات:

نوم :لایق ځیرک , دنده ( پوزیشن): استاد , څانګه : پرمختیايي زده کړي , الیکترونیکي ادرسlaiqkdru@gmail.com , د اړیکي شمېره

0707660859

د عامه ادارې او پالیسي پوهنځی کمیټې :

عامه اداره او پالیسي پوهنځی په مجموعي توګه یوولس(۱۱) کمېټې لري، چي په لاندې ډول دي.

  1. د کيفيت د لوړاوي کميټه
  2. د نشراتو کمېټه
  3. د څېړنې کمېټه
  4. د بریښنايي زده کړو کمیټه.
  5. درسي نصاب د تطبیق،نظارت او ارزوني کمېټه
  6. دازمويني د طرزالعمل د تطبیق کمېټه
  7. د معنوي ارزښتونو کمېټه
  8. د ستراتیژیک پلان کمېټه
  9. دنظم او ډيسپلين  کمېټه
  10. د تقرر او انفکاک کمېټه
  11. بدني روزني او محصلينو د ذهني پياوړتيا کمېټه
  12. د بریښنايي زده کړو کمیټه.