شرعیات پوهنځي

شرعیاتو پوهنځی په ۱۳۸۸ل. / ۲۰۰۹م. کال تاسیس سو. نوموړی پوهنځی ۲۲ استادان لري، چي ۹ ئې ماسټران او ۹ په ملي او نړۍوالو مختلفو پوهنتونونو کي د ماسټري په زده کړو بوخت دي. په پوهنځي کي اوس ۵۰۱ محصلان زده کړي کوي او له تاسیس څخه تر اوسه پوري نوموړي پوهنځي ۵۷۲ فارغ محصلان ټولني تهوړاندي کړي دي. شرعیاتو پوهنځی د کندهار د استناف محکمې سره اړیکي لري او په بېلا بېلو برخو کي له پوهنځي سره معنوي مرستي کوي.

لېرلید:

د شرعیاتو پوهنځی به د هیواد او سیمي په کچه د متخصصو او متعهدو قاضیانو، قانون پوهانو، خطیبانو، داعیانو او د دیني علومو په روزلو کي د عصر د نویو پرمختګونو په رڼا کي یو مخکښ پوهنځی وي.

رسالت:

ټولني ته د اسلامي اصولو، قرآن، نبوي احادیثو او د هیواد د نافذه قوانینو او نړۍوالو پرمختګونو په نظر کي نیولو سره د لیسانس په کچه متعهد او مسلکي کادرونه روزي.

 څانګي:

فقه او قانون

د اسلامي تعلیماتو

د اسلامي ثقافت

 

د اسلامي تعلیماتو څانګه

د څانګي د آمر وینا

الحمد لله رب العلمین والصلاة والسلام علی سید المرسلین و علی آله و أصحابه أجمعین.

اهدافو ته د رسیدو په موخه  اسلامي تعلیماتو دیپارتمنت د خپلو تکړه او مجربو استاذانو به درلودلو سره تل هڅه کوي چي د ټولنې ځوان نسل ته په نړیوال معیارونو سر سم د اسلامي زده کړو زمینه برابره کړي چي دا هڅه د کلنو راهیسي شروع او  په هیواد کي د اسلامي نظام په راتګ سره لا غښتلی او په قوت سره  پر مخ روانه ده .

اسلامي تعلیماتو څانګه د خپلو مجربو استادانو په درلودلو سره توانیدلی چي سلګونه متعهد او په اسلامي اخلاقو سمبال محصلین ټولني ته وړاندي کړي.

اسلامي تعلیماتو دیپارتمنت د با صلاحیت ته  ډیپارتمنتو نو څخه بلل کیږي او د ټولني و ستونزو ته په کتو د څانګي استاذان په ملي او نړیواله کچه باندي ګڼ شمیر څیړني تر سره کړی دي چي د فرعي مصادرو په توګه کار ورڅخه اخیستل کیږي.

پوهندوی وحیدالله اعظمي

د اسلامي تعلیماتو څانګي آمر

 

د اسلامي تعلیماتو څانګي پیژندنه

اسلامي تعلیماتو څانګه په ۱۳۸۸هـ .ل - 2009م کال کې د کندهار پوهنتون په زړه کې  د شرعیاتو پوهنځی له تأسیس سره سم د پوهنتون د مشرتابه په هلو ځلو سره تأسیس سوه.

او د لوړو زده کړو وزارت لخوا په دریوکودنو کې ورته محصلین معرفي کیږي او له څلورکاله څخه وروسته هغه محصلین فارغوي چې په ټولو ارزونو او آزموینو کې بریالي سوي وي. په همدې اساس اسلامي تعلیماتو څانګه توانیدلې چې تر اوسه پورې يې لس دورې هیواد ملي ګټو ته متعهد فارغین د اسلامي دعوت او د قانون د حاکمیت په موخه ټولني ته وړاندې کړي چې ټول فارغین یې (    ۵۲۲   ) نارینه او  ښځینه دي.

لېرلید

د اسلامي تعلیماتو څانګه به متخصص او متعهد، خطیبان، داعیان، دیني عالمان اومسلکي ښوونکي د عصري او نویو پر مختګونو په رڼاکې روزي.

رسالت

د اسلامي اصولو او نافذه قوانینو په رڼاکي د لیسانس په کچه متخصص او متعهد کادرونه روزل ترڅو په هیواد او سیمه کي د اسلام ښیګڼي او برترۍ د تبلیغ له لاري خلکوته  ورسیږي.

موخې:

  1. د حقوقي، دفاع وکالت، د شرعي علومو تدریس، دعوت او مشورې په برخو کي د مسلکي او متخصصو کادرونو روزنه.
  2. په ټولنه کي د اسلامي تعلیماتو د پیاوړتیا او د شرعي اصولو د تطبیق لپاره د علمي او عملي ظرفیتونو لوړول.
  3. د لوړو زده کړو وزارت له لوري د تأیید شوي نصاب پر بنسټ د تفسیر، علوم‌القرآن، حدیث او علوم‌الحدیث ژوره او مسلکي زده کړه.
  4. د علمي څېړنو، تحلیلي تفکر او اسلامي ارزښتونو د ودې له لارې د دیني او علمي خدمتونو وړاندې کول.
  5. د اسلامي تعلیماتو د څانګي د محوري نقش د پیاوړتیا په موخه د تعلیمي، تحقیقي او دعوتي فعالیتونو تنظیم او تقویه.

ارزښتونه

· عدالت او د حق پرلور ګامونه،

· صداقت او د هیواد ملي ګټوته درناوی.

·  مسلکي زده کړه او تخصص.

·  بې طرفي او د هر ډول تعصب او تبعیض سره مبارزه.

اکاډمیک تشکیل

اسلامي تعلیماتو څانګه اوس مهال (۶) تنه استادان لري چي څلور تنه پکښي ماسټران دی او دوه تنه نور د  دکتورا په جریان کي دی .

علمي رتبې

د اسلامي تعلیماتو څانګي د استادانو علمي رتبي په لاندي ډول دی:

  • پوهندوی ۲
  • پوهنیار ۲
  • ن / پوهنیار ۲

 

 

 

 داسلامي تعلیماتو څانګي شعار

  • تلاش،
  • کیفیت،    
  •  ژمنتیا، 
  •  ابتکار

اسلامي تعلیماتو څانګي د  څېړنېز موضوعاتو بېلګي:

ځای

د څیړنې کچه

عنوان

شمیره

کندهار

علمي مقاله

په تولنه کې د شخړو او منازعې په هواری کښې د دیني مدارسو رول

۱

په ټول هیواد کښې

علمي مقاله

د شرعیاتو پوهنځیو او دیني مدارسو د کریکولمونو پرتلیزه څیړنه

۲

په عامه ټوګه

علمي مقاله

د زکات او صدقې اغیزې د بي وزلو خلکو په اقتصاد باندې

۳

کندهار

علمي مقاله

په ښونځیو کې د دیني مضامینو اغیزې د زده کونکو په اسلامي اخلاق  باندې

۴

کندهار

علمي اثر

په کندهار کې د مشهورو موضوع احادیثو څیړنه

۵

په عامه ټوګه

علمي اثر

د ګناهونو ناوړه اغیزي د ژوند په چاروکې

۶

کندهار

علمي مقاله

په کندهار کې د دعوت او داعیانو په مخ کښې خنډونه

۷

کندهار

علمي مقاله

په کندهار کې د رسنیو رول د اسلامي دعوت په خپرولوکښې

۸

په ټول هیواد کښې

علمی مقاله

د جرمونو په زیات والو کښې د مخدره موادو او معتادینو رول

۹

په عامه ټوګه

علمي مقاله

د انسان د آزادی او حریت اهمیت په اسلام کښې

۱۰

په عامه ټوګه

علمي مقاله

د کړاونو په هواری کښې د دیني قواعد رول

۱۱

په عامه ټوګه

علمي مقاله

د ښځو په شخصیت باندې د اسلامي حجاب اغیزي

۱۲

په ټول هیواد کښې

علمي مقاله

خاوند سره په تعامل کښې د باسواده او  بی سواده ښخو تر منځ توپیر

۱۳

په عامه ټوګه

علمي مقاله

د ماشومانو په روزنه کښې د مور او پلار د مسؤلیتونو څیړنه

۱۴

په عامه ټوګه

علمي مقاله

د انسانانو تر منځ د خبرو اترو آداب دقرآن کریم په رڼاکې

۱۵

په عامه ټوګه

علمي مقاله

د ټولني په اصلاح کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اغیزي

۱۶

 

د اسلامي تعلیماتو څانګي د فارغ التحصیل واضح تعریف

د (کندهار) پوهنتون د ( شرعیاتو) پوهنځي کښي د ( اسلامي تعلیماتو) علمي برنامه د ( افغانستان د دیني مدارسو، د مساجدو د خطابت او امامت، د محاکمو د عدلي او قضایې چارو د سمون او د اسلامي ارشاداتو د لارښوني او دعوت) لپاره د مسلکي او متخصص کادرونو د روزني په منظور ایجاد سوې ده. په همدي اساس د ( اسلامي تعلیماتو) علمي برنامه هغه شخص خپل فارغ التحصیل په صفت پېژني چي (۱۳۶- ۱۶۸) کریدیتونه په یوه تحصیلي دوره کښي چي د ورځي لخوا په څلور کاله( ۸) سمسټره کښي او دشپي لخوا په پنځه کاله (۱۰) سمسټره کښي پوره او د پوهي، مهارتونو او روش( سلوک) په برخو کښي د لاندي شرایطو در لودونکي وي:

 

  1. د پوهي او علم په برخه کښي: د ( اسلامي تعلیماتو) د علمي برنامي فارغ التحصیل باید په دې وتوانیږي چي د لیسانس په کچه ( د یوې دیني مرجع په توګه د اسلامي موضوعاتو د تحلیل، ارشاد، د اسلام د اصلي مفاهیمو او متونو د تدریس او په ټولنه کښي د ښه اخلاقو د فرهنګ د ترویج) پر موضوعاتو باندي حاکم وي، د اسلامي علومو د ( دعوت، خطابت، امامت او تدریس) پر مهارتونو باندي تسلط و لري، تر څو په دې وتوانیږي چي د ( اسلامي علومو) متخصص، امام او داعي په صفت په ټولنه کښي د کار وړتیا ولري.

 

  1. د مهارتونو په برخه کښي: د ( اسلامي تعلیماتو) علمي برنامي فارغ التحصیل هغه شخص دئ چي حد اقل ( په عربي ژبي، ښه مدریت، د قضایې دوسیو د تحلیل او په مجرم یا مظنون باندي د الزام د دلایلو د واردولو او یا هم د مدافع وکیل په صفت د خپلو موکلینو څخه د دفاع او اسلامي او حقوقي موضوعاتو) سره به آشنایې ولري او په دې برخه کښي د ټولنې د ستونزو د حل وړتیا ولري.

 

  1. د کړنو او چلند په برخه کښي: د ( اسلامي تعلیماتو) د علمي برنامې فارغ التحصیل هغه شخص دئ چي د (اسلامي تعلیماتو) د تخصصي او مسلکي مضامینو په لوستلو دې ته جوګه وي چي د هیواد نافذه قوانینو ته احترام، اکاډمیک اصولو ته پابند او په هیواد کښي د موجوده اسلامي نظام د تحکیم او دفاع مفکوره په سر ولري، اسلامي ارزښتونو ته  ژمن او د هر ډول تبعیض او تعصب څخه پاک وي.

 

 

 

د اسلامي تعلیماتو څانګي د پروګرام زده کړیېز متوقعه پایلې(  PEO)

1 PEO

2 PEO

3 PEO

4 PEO

5 PEO

6 PEO

د شرعي علمي څیړنو د ترسره کولو په موخه د مهارتونو پراختیا، د فقهي متونو لینکه، د شرعي او فقهې قضایاؤ تحلیل، د نړی د سترو ادیانو تر منځ د مقارنې په چارو کي توانایې درلودل، د دیني پلورالیزم نقد او څیړنه، د اسلامي مذاهبو د اعتقادي اصولو تحلیل.

د دینی چارو د تعلیم او تدریس په موخه د لازمو مهارتونو لاس ته راوړل. اسلامي دعوت او ارشاد، د قضایې دوسیو په پر مخ وړلو کښي ښه ټولنیز تعامل او همکاري او په ټولنه کښي د امام أعظم (رحمه الله)  د مذهب تګلاره ترویجول.

د تفسیر د قواعدو، علوم الحدیث او علم الدرایة او د هغو حقوقي او اخلاقي اصولو پیژندنه چي د ټولني او حکومت پر کړنو واکمن دی، او په هغو اسلامي اصولو او ارزښتونو تفسیر او تحلیل چي په موټو یې محصل و کولای سي په ټولنه کښي د مدرس، امام، استاد په حیث فعالیت تر سره کړي.

د مسلکي کادرونو د روزنې په موخه د تفسیر، حدیث، فلسفې، عربي ژبې اسلامي فقه پر علومو د حاکمو قواعد پيژندنه تر څو په شرعي علومو باندي د علمي څرګندونو وړتیا ولري .

د خلکو او حکومت شرعي اړتیاو ته د جواب موندلو او د قانو د حاکمیت د تطبیق په ډګر کښي د ګډون په موخه پوهي او مهارتونه در لودل.

د اسلامي علومو د منابعو، مبانیو او جوړښتونو او د افغانستان د قضایې نظام پيژندنه او د فردي او ټولنیز ژوند په مختلفو برخو کي د اسلام د مقدسو احکامو مقام او دندي تشخیصول .

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د اسلامي تعلیماتو څانګي د آمر پیژندنه

پوهندوی وحیدالله اعظمي

پوهندوی وحیدالله اعظمی د عبدالقهار زوي په ۱۳۶۵ هـ. کال کښې د غزنی ولایت د مرکز په آرزو کلي کښي سترګې را غړولې دي.نوموړی خپلېلومړنۍ او منځنۍ دیني زده کړې یې په خصوصي ډول سره پای ته رسولی دي او د بوکلوریا سند د لاسته راوړلو لپاره د غزنی ولایت جمع اولیاء  عربي دارالعلوم ته په ۱۳۸۳ هـ. کال کي شامل سو او په ۱۳۸۵ هـ. کال کي د نوموړی مدرسې څخه په ممتازه درجه فارغ سو. نوموړی په ۱۳۸۶هـ.  کال کښي د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو په موخه هرات پوهنتون شرعیاتو پوهنځی ته لاره وموندله او په ۱۳۸۹هـ. کال کښي د اسلامی تعلیماتو له څانګې څخه فارغ سو بیائې دخدمت په موخه د آزاد رقابت له لارې په ۱۳۹۱ کال کي کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی په اسلامی تعلیماتو څانګه کې د علمی کادر غړی په توګه تقرر حاصل کړ.

او په ۱۳۹۲هـ. کال کي د علمی ظرفیت د لوړلو لپاره  ننګرهار پوهنتون  شرعیاتو  پوهنځی ته د ماستری ډیګری د ترلاسه کولو په موخه ولاړ او خپل ماستری ئې په نوموړی پوهنتون کي د تفسیر او حدیث په رشته کي په بریالیتوب سره  پای ته و رسول.

دم ګړی استاذ د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی د اسلامی تعلیماتو د څانګي فعال غړی دی او د استادی مقدسه دنده پرمخ و ړي چې ترڅنګ یې د اسلامي تعلیماتو د څانګي آمریت هم پرغاړه لري.

د اسلامي تعلیماتو څانګي استادان

پوهندوی وحیدالله اعظمي

دنده: د اسلامي تعلیماتو څانګي آمر

تحصیلي درجه: ماستر

کادر ته د شمولیت نیټه: ۱۹/ ۴/ ۱۳۹۱

تلفون نمبر: ۰۷۴۷۴۹۰۳۸۵

ایمیل آدرس: wahidullahazami336@yahoo.com

 

پوهندوی رحمت الله عظیمي

دنده: د اسلامي تعلیماتو څانګي استاد او د شرعیاتو پوهنځی معاون

تحصیلي درجه: دکتورا په جریان کي

کادر ته د تقرر نیټه: ۲۰/ ۹/ ۱۳۹۱

تلفون نمبر: ۰۷۹۷۷۲۰۹۱۳

ایمیل آدرس: azimikabul@gmail.com

 

   پوهنیار عبدالواسع حسین

دنده: د اسلامي تعلیماتو څانګي استاد او د فوق لسانس د آمریت آمر

تحصیلي درجه: دوکتورا په جریان کي

کادر ته د تقرر نیټه: ۷/ ۴/ ۱۳۹۶

تلفون نمبر: ۰۷۰۰۳۳۲۸۹۲

ایمیل آدرس: aw.hasin@gmail.com

ن/ پوهنیار شیخ مولوی عبدالرحمن طیبِي

دنده: د اسلامي تعلیماتو څانګي استاد

تحصیلي درجه: ماستر

کادر ته د تقرر نیټه: 26 / 6 / 1446

تلفون نمبر: 0705468506

ایمیل آدرس:

 

پوهنیار عثمان غني یوسفي

دنده: د اسلامي تعلیماتو څانګي استاد

تحصیلي درجه: ماستر

کادر ته د تقرر نیټه: ۱۳ / ۲ / ۱۴۰۳

تلفون نمبر: 0703632378

ایمیل آدرس: usman.Afghan11@gmail.com

 

ن/ پوهنیار مولوي عبدالخالق رباني

دنده: د اسلامي تعلیماتو څانګي استاد

تحصیلي درجه: ماستر

کادر ته د تقرر نیټه: ۹ / ۲ / ۱۴۴۶

تلفون نمبر: 0745007633

ایمیل آدرس:

 

 

 

 

 

 

دشرعياتو پوهنځي لنډه پېژندنه

دشرعياتوپوهنځي بنسټ په ۱۳۸۸ ل. کال دکندهار پوهنتون په علمي غیږه کې کښېښوول سو، چي د دوو فارغ ورکوونکو اسلامي تعليماتو او فقه او قانون ډيپارټمنټونو او يو نا فارغ ورکوونکي اسلامي ثقافت ډيپارټمنټ په لرلو سره يې د اسلام د مبارک دين د تعليماتو د تدريس علمي  خدمت  پيل کړ. په ١٣٩١ ل. کال کي يې د اسلامي تعليماتو په ډيپارټمنټ کي د شرعياتو شپې او په کال ۱۴۰۲ل کال کې یې  په اسلامي تعلیماتو کې د ماستري برنامه تأسیس چې فعلا دری دوري عملا په درسونو بوخت دي او  په کال ۱۴۰۳ کې یې د عقیدي او فلسفي غیر فارغ ورکونکي څانګه او

شرعياتو پوهنځي تر دې مهاله د یولسو (13) دورو د محصلینو د فراغت ویاړ لري.

د شرعياتو پوهنځي د استادانو او اداري کارکوونکو مشرح تشکیل

لومړی جدول: د شرعياتو پوهنځي د استادانو او اداري کارکوونکو مشرح تشکیل

شمېره

بست

دنده

څانګه

تشکیل

موجود

کمبود

مجموعه

کتني

۱

۲بست/کادري

د پوهنځي رئيس

۱

۱

۰

۱

 

۲

۳بست/کادري

اسلامي تعلیماتو څانګي آمر

۱

۱

۰

۱

 

۳

۳بست/کادري

د فقه او قانون څانګي آمر

۱

۱

۰

۱

 

 

۳بست/کادري

د عقیدی اوفلسفي څانګي آمر

۱

۱

۰

۱

 

۴

۴بست/کادري

استاد

اسلامي تعلیمات

۶

۶

۰

۶

 

۵

۴بست/کادري

استاد

فقه او قانون

۹

۹

۰

۹

 

۶

۴بست/کادري

استاد

اسلامي ثقافت

۳۰

۳۰

۰

۳۰

 

۷

۴بست/کادري

استاد

عقیده او فلسفه

۴

۴

۰

۴

 

۸

۴بست

تدریسی عمومي مدیر

۱

۱

۰

۱

 

۹

۵بست

اجرائيه مدیر

۱

۱

۰

۱

 

۱۰

۷بست

کتابتون مدیر

۱

۰

۱

۰

 

۱۰

۸بست

خدماتي کارکوونکي

۲

۲

۰

۲

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د شرعياتو پوهنځي د محصلانو شمېر

درېيم جدول: د شرعياتو پوهنځي د محصلانو شمېر

شمېره

دوره

فقه او قانون

اسلامی تعلیمات

شرعیاتو شپي برخه

اسلامی تعلیمات (اناث)

مجموعه

۱

اوله دروه

۳۲

۲۴

۰

۰

۵۵

۲

دوهمه دوره

۱۶

۱۵

۰

۰

۳۱

۳

دریمه دوره

۳۹

۲۹

۰

 

۶۸

۴

څلورمه دوره

۴۳

۴۵

۴۵

۰

۱۳۳

۵

پنځمه دوره

۵۱

۳۷

۳۱

۵

۱۲۴

۶

شپږمه دوره

۵۷

۳۹

۵۷

۸

۱۶۱

۷

اوومه دوره

۴۵

۲۶

۰

۴

۷۵

۸

اتمه دوره

۲۵

۷۴

۴۷

۳

۱۴۹

۹

نهمه دوره

۳۹

۴۸

۱

۱۴

۱۰۲

۱۰

لسمه دوره

۳۲

۴۷

۲۴

۱۰

۱۱۳

۱۱

یولسمه دوره

۲۸

۴۲

۱۲

۰

۸۲

۱۲

دولسمه دوره

۱۳

۳۸

۰

۰

۵۱

۱۳

دیارلسمه دوره

۱۵

۳۱

۰

۰

۴۶

۱۴

مجموعه

۱۱۹۰

 

دوهمه برخه: شرعیاو پوهنځی لېر لید رسالت او موخي:

لېرليد (Vision)

شرعیاتو پوهنځی به د هیواد او سیمې په کچه د  ديني علومو متخصص کادرونو په روزلو او معياري څېړنو تر سره کولو کي مخکښ پوهنځی وي.

رسالت (Mission)

ټولنې ته د اسلامي علومو او قوانينو په برخه کي د لېسانس او ماسټر په کچه مسلکي کادرونه، معياري څېړني او حقوقي خدمات وړاندي کول.

ستراتيژيک اهداف (Strategic Goals)

  • په تعمیراتي لحاظ د شرعیاتو پوهنځي ودانۍ  په معیاري ډول برابرول؛
  • د ليسانس او ماسټر په کچه معياري تدريس تر سره کول
  • د معاصرو غوښتنو سره سم تحصيلي نصاب معياري کول.
  • د ټولني اړتياوو ته په کتو علمي څېړني تر سره کول
  • د شرعي عملي احکامو او حقوقي عملي زده کړو ښوونه
  • د بې بضاعته کسانو سره حقوقي مساعدت او حقوقي مشورې
  • د کادري او اداري پرسونل جذب او ظرفيت لوړونه.
  • د شرعیاتو ځانګړی کتابتون ایجادول او برېښنايي برخه ئې منظمول
  • د ښکېلو ادارو او شرعیاتو پوهنځیو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه او توامیتونه لاسلیکول.

ارزښتونه (Core Values)

  • داسلام اصيل فهم.
  • اسلامي او افغاني ارزښتونو ته درناوی.
  • لوړ انساني او اسلامي اخلاق؛
  • کاري روحیه، کره توب، جديت او ژمنتیا.
  • شفافيت، محاسبه او د فساد پر وړاندي مبارزه؛
  • با ارزښته او معیاري څېړني.
  • د دندي سره مینه او مسوليت  پېژندنه.

کلیدي ستراتیژۍ  (Key Strategies)

  1. د علومو په بېلابيلو برخو کي معياري تدريس تر سره کول
  2. ګټوري او اغيزمني څېړني سرته رسول.
  3. د ټولني د پرمختګ او هوساينی  له پاره علمي او مسلکي خدمتونه تر سره کول
  4. د هيواد او سيمي په کچه په علمي څېړنيز اعتبار کي نوي مدارجو ته ځان رسول
  5. د مختلفو نړېوالو سازمانونو درجه بنديو د شموليت له پاره تياري نيول
  6. په مسلک پوه،  په اوسني ټکنالوجي سمبال، افغاني او اسلامي ارزښتونو ته  ژمن کادرونه ټولني ته  وړاندې کول.

دريمه برخه

پوهنځي سره ښکېلي خواوي:

کندهار پوهنتون ریاست

د پوهنځي پرسونل(علمي کادرونه او اداری او خدماتي  کارکوونکي)

محصلان او فارغان.

سیمه ایزي سکټوري ملکي او امارتي اداري.

د هیواد په کچه هوکړه لیک لرونکي شرعیاتو  پوهنځي، مدرسي او تخصصات.

علماء، پوهان، مجرب مسلکي او متقاعد استاذان.

دشرعياتو پوهنځي دقوت ټکي (Strengths)

  1. د رسمي درسی نصاب شتون
  2. داستاذانو له خپل تدريس سره پوره شوق او علاقه
  3. دځوان او له انرژي ډک کادري پرسونل شته والی
  4. دعربي او انګليسي ژبي سره داستاذانو بلدتيا
  5. دژبو دزده کړي لپاره ځانګړی او مجهز  لب شتون
  6. دمحصلينو لپاره کمپيوټر لب درلودل
  7. د چارو د سمون او تنظیم په موخه بېلا بېلي کمېټې درلودل
  8. په پوهنځي کي دکريډيټ سيستم تطبيق او دهغه دلاښه والي لپاره هڅي او کوښښ
  9. داداري او تدريسي بلاکونو شته والی.

دشرعياتوپوهنځي ضعيف ټکي (Weaknesses)

  1. د لوړ رتبه کادري غړو نه شتون
  2. د علمي کادرونو کمښت
  3. بهر ته داستاذانو لپاره دعلمي سفرونو کمښت
  4. د معیاري تدريسي خونو نشتوالی
  5. د تدریس او څېړني لپاره د کافي امکاناتو کمښت
  6. د څېړني سره د استاذانو علاقه نه درلودل
  7. داداري او خدماتي پرسونل کمښت
  8. دعصري تجهيزاتو او تکنالوژي کمبود
  9. د معیاري کمپيوټرلېب نشتون.

دشرعياتو پوهنځي فرصتونه (Opportunities)

  1.  په افغاني ټولنه کي د دیني علومو سره د خلکو مینه او علاقه
  2. پر اسلامي شریعت باندي د هیواد د قضايي او عدلي سستم استواروالی
  3. په ټولنه کي د ښه شهرت درلودل
  4. له پوهنځي سره د اړوندو سکتوري ادارو د اړيکو موجودیت
  5. د محلي رسنیو له لوري د اسلامي خپرونو د نشرولو د روحيې شتون
  6. له هيواد څخه بهر په علمي کنفرانسونو کي دګډون چانسونه
  7. د مرسته کونکو مؤسسو له لوري د پوهنځي سره همکاري
  8. د پوهنتون د مشرتابه او پوهنځيو د مسئولینو له لوري د شرعیاتو پوهنځي سره نېکي اړيکي
  9. د کورني او بهرني پوهنتونونو د شرعیاتو پوهنځيو له لوري د ګډو همکاریو د روحیې شتون
  10.  په پوهنتون کي د حقوقي کلینیک شتون.

دشرعياتو پوهنځي ګواښونه او تهدېدات (Threats)

  1. د دکتوری درجو لرونکو استاذانو کمښت
  2. د ازمینو آخیستلو لپاره د ځانګړي تالار نشتون.

په ټولنه کي د شرعیاتو پوهنځي نقش

کندهاري ټولنه په فطري لحاظ یوه اسلامي او سنتي ټولنه ده، چي په هره برخه کي د اسلام د مبارک دين لارښوني پلي کوي، چي د دې لارښونو د پلي کولو له پاره یوې تخصصي او مسلکي تعلیمي مرجع ته ضرورت لیدل کېږي، چي دا ضرورت د شرعیاتو پوهنځي په موجودیت سره تر ډېري اندازې پوره کېږي، چي یاده پوهنځي په ټولنه کي د ديني لارښوونو په برخه کي مستقیم تاثير لري.

  • د شرعیاتو پوهنځي استادان او محصلین په محلي رسنیو کي دیني تعلیمي او دعوتي خپرونو وړاندي کول.
  • په مساجدو او مدارسو کي د ديني زده کړو تدریس.
  • په عامه مجلسونو او غونډو کي اسلامي دعوت کول.
  • په دیني  او دعوتي مجلسونو او غونډو کي ګډون او مشرتوب کول.


 دبنسټيزو جوړښتونو (زيربناء) برخه

د شرعياتو پوهنځي د اوسني فزيکي چاپېريال تحليل

دشرعياتو پوهنځی اوسمهال دوه مستقل اداري او تدریسي بلاکونه لري، چي بالفعل تر یوې اندازې درسي او اداري ضرورتونه پوره کوي، خو د دې سره سره د لاندي ضرورتونو د کمبود سره لاس او ګرېوان ده:

  1. د معیاري او په الکترونيکي وسائلو سمبال ټولګیو نشتون.
  2. د کمپيوټر لېب لپاره کمپيوټرونه لرو، ولي مناسب ځای ئې نسته.
  3. د محصلینو د عملي زده کړو له پاره د حقوقوي کلینک موجود دئ، ولي د مکان له حیثه کافي او مجهز نه دئ.
  4. د تمثیلي محکمې د غونډو د تالار نشتون.
  5. د پوهنځي د اولیه صحي وسائلو نشتون.
  6. د ګرمۍ او یخنۍ د نا کافي وسائلو نشتون.

په راتلونکي کي د شرعياتو پوهنځي د فزيکي چاپېريال تحليل

د لومړیتوبونو او امکاناتو په پام کي نيولو سره د پوهنځي د ودانیو او نورو تاسیساتو د جوړوني او بیارغاوني چاري پر لاندي دوو برخو ويشل کيږي.

لومړی: د پوهنځي لپاره زېربنايې تاسېسات جوړول

ودانۍ يو له هغو اولويتونو څخه شمېرله کيږي چي دکندهار پوهنتون هم ورته په خپل  پلان کي زياته پاملرنه کړې ده. د کندهار پوهنتون دعينو مېنې په کمپس کي د شرعياتوپوهنځي لپاره داوسني عصر سره سم دشرعياتو پوهنځي د مسلک مطابق داسي یوه ودانۍ باید جوړه سي تر څو لاندي ځانګړتیاوي ولري:

  • معیاري صنفونه.
  • اداري خوني.
  • کتابتون.
  • د کنفرانسونو او ورکشاپونو عمومي تالار.
  • لیکچر هالونه؛
  • د علمي غونډو تالار.
  • تمثیلي محکمې تالار.
  • حقوقي کلینک.
  • د استادانو د علمي څېړنو او مطالعې خوني.
  • عمومي او پراخ دهلیزونه، چي په چوکیو سمبال وي.
  • کفيتریا.
  • لوبستان.
  • باندنۍ سرسبزي.
  • د علمي اسنادو د ساتلو آرشیف.
  • ډيپو.
  • کمپيوټر لېب.
  • د ژبو د زده کړي مرکز.
  • د دیني مناسکو (حج او عمرې...) د تمثیلي عملي زده کړو مرکز.
  • مسجد.
  • د فارغان د پېژندني مرکز.

د پوهنځي لپاره د زېربنايې تاسېساتو د جوړولو له پاره اړیني کړیني او ضرورتونه پ لاندي جدول کي ځای پر ځاس سوي دي:

دوهم: په عصري وسائلو او تجهيزاتو  د پوهنځي سمبالول

شرعیاتو پوهنځی په اوسني تدریسي او اداري بلاکونو کي یو لړ اداري او تدریسي تجهیزاتو او د ژبي تدریسي اسانتیاوو ته اړتیا لري چي حتی الامکان باید ترتیب سي، چي یاد تجهیزات او اړتیاوي په لاندي جدول کي ځای پر ځای سوي دي:

څلورمه برخه: د ستراتیژیو انتخابونه

علمي او څیړنیز:

  1. د شرعي علومو په بیلابیلو برخوکې معیاری تدریس تسره کول.
  2. ګټوري او اغیزمني څیړني سرته رسول.
  3. د علمي او څیړنیزو تحقیقاتو و آثارو خپرولو ته وده ورکول.
  4. داخلي او نړیوالو جرنالو کې علمي مقالی خپرول.
  5. دعلمي کادرونو ظرفیت لوړونه.
  6. د هیواد په کچه له امارتي اوخصوصي پوهنتونو او مربوطو اداراتو لکه حج اوقاف امربالمعروف نهی عن المنکر او دعوت ارشاد سره تفاهم لیکونه او توامیتونو ته پراختیا ورکول.

لوړو زدکړو ته لاس رسی:

د ټولني د پرمختګ او هوسایني په موخه محصلینو لپاره علمي او مسلکي خدمتونه ترسره کول.

د نوي تحصیلی علمي برنامو(لیسان، ماستري او دکتوری) ایجادول.

مالي او اداري برخه

د شرعیاتو پوهنځي عایداتي سرچينې

شرعیاتو پوهنځي یو شمېره عایداتي سرچينې لري، چي په لاندي ډول یادونه ځيني کيږي:

الف: د شرعیاتو ماستري برنامه

دشرعياتو پوهنځی اوس  مهال ماستري برنامه   لري او په دې سره يې ددولت عايداتو ته په هرسمستر کي تر دوه نيم لکه زياتې دفیس پیسې تحويلي  کړي دي. ان شاءالله کوښښ به وسي، چي یاده برخه همداسي جاري وساتل سي او ترڅنګ ئې د په دي  برخه کي نوري رشتې هم اضافه سي، چي دا به د شرعیاتو پوهنځي په عایداتو کي د پام وړ مثبت تغیر راولي.

درېیم : - د مشرتابه (رهبري) پراختیا

څلورم : - توأمیتونه را منځ ته کول

الف:- د ملي پوهنتونونو سره د تواميتونو ايجادول

شرعياتو پوهنځی په پلان کي لري، چي په راتلونکو پنځو کلونو کي د پوهنځي د تدريسي او درسي چارو د لا نظم او انسجام په موخه د لاندي ملي پوهنتونونو سره د همکارۍ توامیتونه ایجاد کړي:

  1. کابل پوهنتون شرعیاتو پوهنځي.
  2. ننګرهار شرعیاتوپوهنځی
  3. د کابل  ښووني او روزني پوهنتون د اسلامي تعلیماتو پوهنځي.

پنځم : - د همکارۍ هوکړه لیکونه را منځ ته کول

پوهنځي د ګډو اړيکو او کاري ساحې د یوالي پر اساس د کندهار ولايت اړوند د بېلابېلو ریاستونو سره د ګډو همکاریو تواميتونه لاسليکوي، تر څو ګډي چاري لا منسجم سي.

  1. د کندهار ولایت د استیناف محاکمو سره.
  2. د کندهار ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست سره
  3. د کندهار ولایت د عدليې له ریاست سره.
  4. دکندهار ولايت د ارشاد، حج او اوقافو له رياست سره.


 لوړو زده کړو ته د لاسرسي برخه

لوړو زده کړو ته لاسرسی د پوهنتونونو اساسي هدف دئ، چي د لیسانس تر کچي پوري د افغانستان ټولو اتباعو ته که  نارینه دي او که ښځينه په وړیا ډول پوهنتونونه درسي امکانات برابوي او کوښښ کوي، چي حتی الامکان د هیواد ټول ځوانان د لیسانس په کچه په لوړو زده کړو سامبال کړي.

ټولني ته د مسلکي او ماهرو فارغینو وړاندي کول

شرعياتو پوهنځی خپل ليرليد او رسالت ته په کتو دا هدف ټاکلی دئ چي د خپل علمي کادرونو په مرسته د ټولني د اوسنۍ اړتیاوو او غوښتنو په نظر کي نیولو سره داسي متخصص، مسلکي او ماهر فارغین ټولني ته وړاندي کړي، ترڅو د خپل مسلک په مرسته د ټولني د ودي او پرمختګ له پاره یو نوی بدلون را منځته کړي او د خپل مسلک  له لاري ددې ځوريدلي ولس په زخم پتۍ کښېږدي. د دې موخي د لاسته راوړلو لپاره د شرعياتو پوهنځی غواړي ځان ډاډه کړي چي محصلان ئي په کافي اندازه په  ملي او نړۍ والو معيارونو او مشخصاتو برابردي. او هم پوهنځي هڅه کوي،  چي محصلان  ته د مسلکي زده کړي ترڅنګ په نوو او عصري زده کړو سامبال سي او د فارغينو په شمېر کي ئې هم کال په کال ډېر والی راسي، اوسمهال شرعیاتو پوهنځي په لاندي څانګو کي د لیسانس په کچه فارغین لري:

 

د ښې حکومتولۍ برخه

شرعیاتو پوهنځی د هیواد په سطحه د ښې حکومتولۍ د رامنځته کولو په برخه کي لاندي مرستي کولای سي:

  1. د ټولو اسلامي او نافذه قوانینو، مقرراتو او لوایحو  او  د امیر المؤمنین حفظه الله  د فرمانونو په رڼا کي د علم د ايجاد او پرمختيا له پاره خپل وس کارول.
  2. په اسلامي عقیدې سمبال،  د مسلکي کادرونو دوامداره روزنه.
  3. په حقوقي او شرعي برخو کي له امارتي  اداراتو سره حسنه اړیکي او لازمي مشورې ورکول.
  4. استادانو، کارکوونکو او محصلانو ته د ټولو  اسلامي اخلاقو د روزني تر څنګ د وطن دوستۍ او امانتدارۍ حس پياوړی کول.
  5. د ټولني د ستونزو څپړل او د دغو ستونزو حل لاري اړوندو دولتي اداراتو ته سپارل.
  6. روڼوالی او د فساد مخنيوی.
  7. حساب ورکونه.

شرعیاتو پوهنځی د یوې  اسلامي مرکز په توګه دې ته ژمن دئ، چي د خپلو کړنو په برخه کي ټولني ته هر اړخیز حساب ورکړي او په دې توګه په ټولنه کي د ښې حکومتولۍ د رامنځته کېدا او پياوړتیا له پاره خپل ځانګړی رول ولوبوي.