د کمپيوټر ساينس پوهنځۍ پيژندنه


د کمپيوټر ساينس پوهنځۍ  د۱۳۹۳ هـ ش يا ۲۰۱۴ عيسویکال کي  تاسيس سوه. د پوهنځۍ د تاسيس موخه دا ده، چي  د سيمي  او ټول هيواد په کچه د کمپيوټر او د عصري معلوماتي تکنالوجي د علم ماهرين وروزي. 

پوهنځۍ د (Software Engineering, Database and Information System and Networking)  دريو څانګو څخه تشکيل سوي  ده، چي  په عمومي ډول به د ليسانس تر کچي  پوري  فارغين ورکوي . نوموړي پوهنځي  ۱۱ تنه فعاله او ۸ تنه برحاله استادان لري چي د هغوي د جملې څخه درې تنه استادان اوسمهال د دوکتورا په زده کړو په مختلفو هيوادو لکه المان، ترکيه، او ماليزيا کي بوخت دي، او همدارنګه دوه تنه استادان ماسټران، پنځه تنه استادان ليسانسه استادان يي د ماستری د زده کړو په موخه په نژدی راتلونکی کی به د ماستری برنامی ته معرفی کيږی، تر څو يي علمی رتبه او سويه پياوړی سوی وی.  

پوهنځۍ د ټولو دولتي او خصوصي  سکتورونو د اړتياوو په نظر کي  نيولو سره يو پنځه کلن نصاب ترتيب کړي دي. د پوهنځۍ ټول تدريسي  مواد لکه تدريسي  کتابونه، لکچرونه، ازمويني او کورني  دندي د نورو نړيوالو پرمختللو پوهنځيو د نصابونو څخه په ګټه اخستلو سره تقريبا ٪۹۵ په انګليسي  ژبه بنا (مشتمل) دي .

د کمپيوټر ساينس پوهنځۍ په جنوب لويديځ زون کي د دولتي او خصوصي  لوړو زده کړو د مؤسسو اړوندو څانګو سره همکاره ده، په ځانګړي ډول د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د کمپيوټر زده کړي څانګې او همدا رنګه د روزګان د لوړو زده کړو د موسيسې د کمپيوټر ساينس پوهنځۍ سره په نصاب او د علمي کادرونو د تقرر په چارو کي مرسته کړي ده.

ليرليد:

د هيواد د معلوماتي  او مخابراتي  ټکنالوجي  په برخه کي  د يو مخکښ په توګه د پرمختللو زده کړو او څيړنو له پاره د زميني  برابرول او د مسلکي  کادرونو روزل دي .

رسالت:

په اړونده برخه کي  سالمه روزنه، ابتکار او ځاني  پرمختګ ته ښه وده ورکول ، د سيمه ييزو او نړيوالو علمي  موسساتو په مرسته د تحقيقاتو له پاره لاره هوارول، د ټولني  د ښه والي  له پاره د اغېزمنو خدمتونو وړاندي  کول.

موخي:

 

  • د ظرفيتونو د لوړولو پروګرامونه
  • د لسانس په سطحه د ملي او نړيواله معيار د لوړيدو په منظور د معاصرو او معياري پروګرامونو او موادو چمتو کول
  • زيربنايي فعاليتونو ته وده ورکول
  •  
  •  
  •  
  •  
  •  
  •  
  •  
  •  
  •  
  •  
  •  
  •  
  •  
  •  
  •