شرعیات پوهنځي

شرعیاتو پوهنځی په ۱۳۸۸ل. / ۲۰۰۹م. کال تاسیس سو. نوموړی پوهنځی ۲۲ استادان لري، چي ۹ ئې ماسټران او ۹ په ملي او نړۍوالو مختلفو پوهنتونونو کي د ماسټري په زده کړو بوخت دي. په پوهنځي کي اوس ۵۰۱ محصلان زده کړي کوي او له تاسیس څخه تر اوسه پوري نوموړي پوهنځي ۵۷۲ فارغ محصلان ټولني تهوړاندي کړي دي. شرعیاتو پوهنځی د کندهار د استناف محکمې سره اړیکي لري او په بېلا بېلو برخو کي له پوهنځي سره معنوي مرستي کوي.

لېرلید:

د شرعیاتو پوهنځی به د هیواد او سیمي په کچه د متخصصو او متعهدو قاضیانو، قانون پوهانو، خطیبانو، داعیانو او د دیني علومو په روزلو کي د عصر د نویو پرمختګونو په رڼا کي یو مخکښ پوهنځی وي.

رسالت:

ټولني ته د اسلامي اصولو، قرآن، نبوي احادیثو او د هیواد د نافذه قوانینو او نړۍوالو پرمختګونو په نظر کي نیولو سره د لیسانس په کچه متعهد او مسلکي کادرونه روزي.

 څانګي:

فقه او قانون

د اسلامي تعلیماتو

د اسلامي ثقافت