ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځی

د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځی په ۱۳۹۱ل. / ۲۰۱۲م. کال تاسیس سو. نوموړی پوهنځی ۱۱ استادان لري، چي ۵ ئې دا مهال د آسیايي هیوادونو په مختلفو پوهنتونونو کي د ماسټري په زده کړو بوخت دي. په پوهنځي کي اوس ۴۴۶ محصلان زده کړي کوي او له تاسیس څخه تر اوسه پوري نوموړي پوهنځي ۳۹۰ فارغ محصلان ټولني ته وړاندي کړي دي.

لېرلید :

د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځی به د سیمي او هیواد په سطحه د اسلامي، مسلکي او ملي روحیې لرونکو ژورنالیستانو مخکښ روزنځای وي . 

رسالت:

د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځی د ملي ستراتیژي او اخلاقي معیارونو په رڼا کي په مسلکي مهارتونو، څېړنیزي میتودولوژي او عصري ټکنالوژي سمبال ژورنالیستان ټولني ته وړاندي کوي.

موخي :

  1. ټولنې ته د داسې مسلکي ژورنالستانو او عامه اړیکو کارپوهانو وړاندې کول، چې د ټولنې ديني ارزښتونو او ملي ګټو ته ژمن وي.
  2. هيواد ته د هوساينې او پرمختګ او ښه راتلونکي لپاره نه ستړې کېدونکو هلو ځلو کول.
  3. له نړيوالو پوهنتونونو، مطبوعاتي ادارو او رسنيو سره رغنده اړيکې جوړول.

اساسی ارزښتونه :

  1. شفافیت ، مسئولیت او حساب ورکوني ته وده ورکول
  2. د صداقت (رښتینوالي) انصاف او مساوات ترویجول.
  3. متقابل احترام پیاوړي کول.
  4. د افکارو څرګندوني او د بیان ازادی ته وده ورکول.
  5. د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځی د لا غني کولو په منظور د کورنیو بنسټونو او مطبوعاتي ادارو سره ښې اړیکي ساتل .
  6. په تصامیمو کي د کارکوونکو فعاله ونډه اخیستل او تشویقول .
  7. د پوهنځي ستراتیژیک پلان په جدي ډول تعقیبول.
  8. د  ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي اصول او قوانین مراعتول.
  9. د کندهارپوهنتون او د لوړو زده کړو وزارت و ټولو قوانینو ته درناوی کول 

ډيپارټمنټونه :

  1. ژورنالیزم څانګه
  2. عامه اړیکي څانګه

​​​​​​​1- ژورنالیزم څانګه :

د ژورنالېزم څانګه چې د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځی په چوکاټ کې فعالیت کوي او خپل فعالیت يې په ۱۳۹۳ ل کال کې د ميزان د میاشتې څخه را پیل کړي ده، خپلې ټول درسي او اداري چارې په منظم ډول پر مخ وړي، د ژورنالیزم څانګې په رسمي توګه پرانیستلو سره سم  په پیل او  لومړۍ دوره کې (۳۷) تنه محصلان ټولنې ته وړاندې کړل. چې د همدې څانګې د څلورو تنو مجربو استادانو له خوا يې ټول عملي او نظري درسونه پرمخ وړل کيږي.

2- عامه اړیکي څانګه :

د عامه اړیکو څانګه چې د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځی په چوکاټ کې فعالیت کوي او خپل فعالیت يې په ۱۳۹۳ ل کال کې د ميزان د میاشتې څخه را پیل کړي ده، خپلې ټول درسي او اداري چارې په منظم ډول پر مخ وړي، د عامه اړیکو څانګې په رسمي توګه پرانیستلو سره سم  په پیل او  لومړۍ دوره کې (۴۰) تنه محصلان ټولنې ته وړاندې کړل. چې د همدې څانګې د ۷ تنو مجربو استادانو له خوا يې ټول عملي او نظري درسونه پرمخ وړل کيږي.​​​​​​​