په هېواد کي د اوسني حالاتو په اړه د کندهار پوهنتون د استادانو اندېښنې

kdru_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۱ - ۱۲:۱۴

ددې خاوريني کرې پر مخ باندي انسان د ستر رب العزت د خليفه په توګه په ټولو مخلوقاتو کي ځکه اشرف ګڼل سوی دئ، تر څو په خدای ورکړي عقل او احساس سره نه يوازي د خپل همنوع، بل لا د ټولو مخلوقاتو د ژوندانه د هوسايۍ، سوکالۍ او خوشالۍ له پاره تر خپلي وسي پوري ځان ستړی او ستومانه کړي، چي نتيجتاً به هم په دې نړۍ کي او هم په بله نړۍ کي سرلوړی او د عزت څښتن واوسي.د افغانستان جيوپوليتيک ځايګی (موقعيت) په سيمه کي تل د ليري او نژدې مدنيتونو د تګ راتګ لاره وه، د اقتصادي پلوه د سوداګرۍ لاري پر سپرې وې او کله هم د بدنيتو د سياليو، شخړو او لانجو مرکز هم و. کله چي افغان ملت ځواکمن و، د واک او اغېزې لمن ئې تر لېرې پرتو سيمو پوري غزيدلې وه، خو کله چي به لوېدلی و، د پردو د فتنو په لومه کي به را ايسار و. تاريخي تجربو ته په کتو سره په لويه لوبه (Great Game) کي هم د نړۍ ځبر ځواکونو د خپل تېري او خپلسرۍ پلمه وحشي ملتونو ته د مدنيت تعميم باله، اوس هم زموږ د هېواد څو څلويښت کلني غمېزي ښودلې ده، چي ځبر ځواکونو ميدان پريښی دئ او محکوم او مظلوم ملت ئې د قدرت طلبو او جا طلبو په سرو منګلو څېري څيري کړی دئ. د لکهاوو معصومو انسانانو د سرونو رژون، په لکهاوو بوري، وراري، کونډي او يتيمان، د عامه ګټي اخېستني د ځايونو وراني او ويجاړي ئې د خپلو حسناتو په توګه د ملت غاړي ته اچولي دي. اوس لا بيا هم د تاريخ د لېري او نژدي تجربو څخه زده کړه نه کوو او په خپله خرخښه مو د انسانانو تباهۍ، د هېواد او اسلام کمترۍ ته ملا تړلې ده.د دواړو لورو درنو مشرانو راځئ! د اغيارو د هغو خصمانه ويناوو په وړاندي، چي افغانان د تاريخ په اوږدو کي متحد ملت نه ګڼي، په خپلي سنجيدګۍ، تعقل، تدبر او درايت سره ور وښيو، چي افغان يو مهذب، پر خپل هېواد او واک باندي مين او سرلوړی ملت دئ. خپلي عليا ګټي ورته لومړيتوب لري، او د يو نيکنامه، منظم او ښه انسان او مسلمان په توګه به په سيمه او نړۍ کي د خپل افغانيت درنه او سپيڅلې شمله لوړه ساتي اوله تالا، تاړاک اوتباهۍ څخه د (ژغورني، ژغورني) کرږي تر وچ ستوني را باسي او د اوريدو په ارمان ئې چاودلي شونډان رپيږي.چي وايي:

زړونه مه مات وئ لعل د بدخشان دئ         بيا مشکل دي رغول د شکسته وو.

په درنښت

د کندهار پوهنتون استادان

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۴:۲۵
Background image

د کندهار پوهنتون خبرتيا

د لوړو زده کړو وزارت د عامي روغتيا وزارت په همکاري د هيواد په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کي د کرونا واکسین د تطبيق پروسه پيل کړې ده.نو د لوړو زده کړو وزرات د خپرې سوي اعلامیې پر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

د کندهار پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه دايره سوه

د (۱۴۰۰ل.)کال د چنګاښ د مياشتي پر ۲۳ نېټه د کندهار پوهنتون علمي شورا پريکړه وکړه، چي د کندهار روان امنيتي حالت ته په کتو سره د پوهنتون ټولو استادانو، اداري او خدماتي کارمندانو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۱ - ۱۲:۱۴
Background image

په هېواد کي د اوسني حالاتو په اړه د کندهار پوهنتون د استادانو اندېښنې

ددې خاوريني کرې پر مخ باندي انسان د ستر رب العزت د خليفه په توګه په ټولو مخلوقاتو کي ځکه اشرف ګڼل سوی دئ، تر څو په خدای ورکړي عقل او احساس سره نه يوازي د خپل همنوع، بل لا د ټولو. . .

BACK TO NEWS