په هېواد کي د اوسني حالاتو په اړه د کندهار پوهنتون د استادانو اندېښنې

kdru_admin
Mon, Jul 12 2021 12:14 PM

ددې خاوريني کرې پر مخ باندي انسان د ستر رب العزت د خليفه په توګه په ټولو مخلوقاتو کي ځکه اشرف ګڼل سوی دئ، تر څو په خدای ورکړي عقل او احساس سره نه يوازي د خپل همنوع، بل لا د ټولو مخلوقاتو د ژوندانه د هوسايۍ، سوکالۍ او خوشالۍ له پاره تر خپلي وسي پوري ځان ستړی او ستومانه کړي، چي نتيجتاً به هم په دې نړۍ کي او هم په بله نړۍ کي سرلوړی او د عزت څښتن واوسي.د افغانستان جيوپوليتيک ځايګی (موقعيت) په سيمه کي تل د ليري او نژدې مدنيتونو د تګ راتګ لاره وه، د اقتصادي پلوه د سوداګرۍ لاري پر سپرې وې او کله هم د بدنيتو د سياليو، شخړو او لانجو مرکز هم و. کله چي افغان ملت ځواکمن و، د واک او اغېزې لمن ئې تر لېرې پرتو سيمو پوري غزيدلې وه، خو کله چي به لوېدلی و، د پردو د فتنو په لومه کي به را ايسار و. تاريخي تجربو ته په کتو سره په لويه لوبه (Great Game) کي هم د نړۍ ځبر ځواکونو د خپل تېري او خپلسرۍ پلمه وحشي ملتونو ته د مدنيت تعميم باله، اوس هم زموږ د هېواد څو څلويښت کلني غمېزي ښودلې ده، چي ځبر ځواکونو ميدان پريښی دئ او محکوم او مظلوم ملت ئې د قدرت طلبو او جا طلبو په سرو منګلو څېري څيري کړی دئ. د لکهاوو معصومو انسانانو د سرونو رژون، په لکهاوو بوري، وراري، کونډي او يتيمان، د عامه ګټي اخېستني د ځايونو وراني او ويجاړي ئې د خپلو حسناتو په توګه د ملت غاړي ته اچولي دي. اوس لا بيا هم د تاريخ د لېري او نژدي تجربو څخه زده کړه نه کوو او په خپله خرخښه مو د انسانانو تباهۍ، د هېواد او اسلام کمترۍ ته ملا تړلې ده.د دواړو لورو درنو مشرانو راځئ! د اغيارو د هغو خصمانه ويناوو په وړاندي، چي افغانان د تاريخ په اوږدو کي متحد ملت نه ګڼي، په خپلي سنجيدګۍ، تعقل، تدبر او درايت سره ور وښيو، چي افغان يو مهذب، پر خپل هېواد او واک باندي مين او سرلوړی ملت دئ. خپلي عليا ګټي ورته لومړيتوب لري، او د يو نيکنامه، منظم او ښه انسان او مسلمان په توګه به په سيمه او نړۍ کي د خپل افغانيت درنه او سپيڅلې شمله لوړه ساتي اوله تالا، تاړاک اوتباهۍ څخه د (ژغورني، ژغورني) کرږي تر وچ ستوني را باسي او د اوريدو په ارمان ئې چاودلي شونډان رپيږي.چي وايي:

زړونه مه مات وئ لعل د بدخشان دئ         بيا مشکل دي رغول د شکسته وو.

په درنښت

د کندهار پوهنتون استادان

Latest news

Wed, Feb 07 2024 10:49 AM
Background image

د شخصي لوړو زده کړو مؤسساتو د پسرلني سمیسټر کانکور آزموینه واخیستله سوه

په کندهار کښي، د ملالۍ، میرویس نیکه، سبا، بېنوا او لمر د لوړو زده کړو شخصي مؤسسو د (۱۴۰۳.ل) کال د پسرلني سمیسټر د شمولیت له پاره د دوولسم او څوارلسم ټولګیو ګڼ شمېر فارغانو څخه، د کندهار. . .

Sun, Jan 07 2024 10:26 AM
Background image

د کمپیوټر زده کړي، له کورس څخه ۱۳۰ محصلان فارغه او د خاصو مراسمو په ترڅ کښي فراغت لیکونه ورکول سول

د شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د کمپیوټر مدیرت او آفیس زده کړي له پروکرامو څخه ۱۳۰ محصلان له دوه میاشتني زده کړو وروسته فارغه سول، چي په همدې موخه د محصلانو. . .

Sat, Jan 06 2024 12:01 PM
Background image

د طب پوهنځي له محصلانو سره مشورتي غونډه وسوه

د کندهار پوهنتون د رئېس الحاج م. محمد اکرم شاه عاصم په مشرۍ؛ د طب پوهنځي د رهبرۍ غړو، استادانو او شپږم صنف ېوولسم سیمیسټر محصلانو سره د طب پوهنځي، د پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثیق د غونډو. . .

BACK TO NEWS