د کندهار پوهنتون په سطحه د کمېټو غونډه دائره سوه

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲ - ۱۰:۳۱
/

د (۱۴۴۴هـ.ق) کال د ذی القعده د مياشتي پر (۲مه) نېټه د کندهار پوهنتون د تضمين کيفيت د غونډو په تالار کي د  پوهنتون په سطحه د کمېټو غونډه د علمي مرستيال پوهنيار عبدالخالق چوپان په مشرۍ دائره سوه.

په دې غونډه کي د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهنيار عبدالخالق چوپان، د عوت او ارشاد آمر م. فضل احمد فضلي، د کمېټو غړو او د کمېټو منشيانو ګډون کړی وو.

غونډه د قران کریم په څو مبارکو آیاتو سره پېله سوه؛ ورپسې د کندهار پوهنتون علمي مرستيال پوهنيار عبدالخالق چوپان د غونډي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه؛ د هغو د صحت پوښتنه ئې وکړه؛ د کمېټو پر وظايفو او مسؤليتونو ئې بحث وکړ او د کمېټو ښه فعاليت ئې د کندهار پوهنتون له پاره د اهدافو په لاسته راوړلو کي مؤثر وبلی؛

ښاغلي چوپان د کمېټو د پلانونو او راپورونو په اړه هم مهمي خبري وکړې او د کمېټو د غړو څخه ئې غوښتنه وکړه، چي د فعاليتونو د ښه تنظيم په موخه د پخوا په شان خپلو غونډو ته ادامه ورکړي.

د کمېټو د غړو له خوا هم د غونډي ګډون والو ته ډاډ ورکول سو، چي د کندهار پوهنتون د پرمختګ او کاري نظم په موخه به د کمېټو نوبتي غونډي د پخوا په څېر دائروي او د هغو پلان او راپور به د رهبري سره شريکوي.

وروسته غونډه د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېدله.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۵ - ۲۰:۵
Background image

د کندهار او کابل پوهنتونو شرعیاتو پوهنځيو ترمنځ د علمي همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک سو

د پنجشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي، د کابل پوهنتون له شرعیاتو پوهنځي سره د مرستي هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د یاد هوکړه لیک د لاسلیک په غونډه کښي د کندهار پوهنتون رئېس الحاج. . .

شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۵ - ۲۰:۲
Background image

د کندهار صحي علومو ( غضنفر) انسټيټيوټ د پنځو څانګو د نوم لیکونکو څخه د کانکور ازموینه واخستله سوه

د کندهار ولایت د صحي علومو ( غضنفر) انسټیټیوټ د (۱۴۰۲ ل.) کال کانکور آزموینه نن د جمعې په ورځ په کندهار پوهنتون کښي له ( ۱۲۹۶) ګډون والو څخه په بریالیتوب سره واخستله سوه.

په همدې موخه. . .

شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۵ - ۱۹:۵۹
Background image

د ارګونومیکس (د کار او د کار د ځای څخه د راولاړ سوي روغتیايي ستونزي) اړوند معلوماتي سیمینار دائر سو.

د چهارشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د مسلکي او پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي د کندهار پوهنتون د څېړني د مرکز د طبیعي علومو کارپوه ویس محمد لعلي د پوهنتون کارمندانو ته د ارګونومیکس. . .

BACK TO NEWS