د کندهار پوهنتون په سطحه د کمېټو غونډه دائره سوه

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲ - ۱۰:۳۱
/

د (۱۴۴۴هـ.ق) کال د ذی القعده د مياشتي پر (۲مه) نېټه د کندهار پوهنتون د تضمين کيفيت د غونډو په تالار کي د  پوهنتون په سطحه د کمېټو غونډه د علمي مرستيال پوهنيار عبدالخالق چوپان په مشرۍ دائره سوه.

په دې غونډه کي د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهنيار عبدالخالق چوپان، د عوت او ارشاد آمر م. فضل احمد فضلي، د کمېټو غړو او د کمېټو منشيانو ګډون کړی وو.

غونډه د قران کریم په څو مبارکو آیاتو سره پېله سوه؛ ورپسې د کندهار پوهنتون علمي مرستيال پوهنيار عبدالخالق چوپان د غونډي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه؛ د هغو د صحت پوښتنه ئې وکړه؛ د کمېټو پر وظايفو او مسؤليتونو ئې بحث وکړ او د کمېټو ښه فعاليت ئې د کندهار پوهنتون له پاره د اهدافو په لاسته راوړلو کي مؤثر وبلی؛

ښاغلي چوپان د کمېټو د پلانونو او راپورونو په اړه هم مهمي خبري وکړې او د کمېټو د غړو څخه ئې غوښتنه وکړه، چي د فعاليتونو د ښه تنظيم په موخه د پخوا په شان خپلو غونډو ته ادامه ورکړي.

د کمېټو د غړو له خوا هم د غونډي ګډون والو ته ډاډ ورکول سو، چي د کندهار پوهنتون د پرمختګ او کاري نظم په موخه به د کمېټو نوبتي غونډي د پخوا په څېر دائروي او د هغو پلان او راپور به د رهبري سره شريکوي.

وروسته غونډه د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېدله.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۴ - ۱۶:۱
Background image

تعميراديتوريم

جهت زيبائی تعميراديتوريم ساحه چهار اطراف آن ليول ګرديده است که درآينده برای سرسبزی خوبتر اماده ګرديده باشد.

BACK TO NEWS