د کندهار پوهنتون د رئېس پیغام

کندهار پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کښي ېو له هغو پنځو لویو پوهنتونو څخه دئ؛ چي په (۱۹۹۰م. يا ۱۳۶۹ ل) کال د افغانستان په پخوانۍ پلازمېنه او اوسني ستر سياسي – فرهنگي مرکز کندهار کښي؛ د لوړو زده کړو وزارت تاًسيس کړ؛ دغه پوهنتون د دې حوزې د پنځو ولايتي پوهنتونو: (کندهار، هلمند، روزګان زابل او ډايکنډي) ټول علمي او اداري فعاليتونه اداره کوي؛

کندهار پوهنتون به د علومو په بېلابېلو برخو کښي د معياري تدریس او باکیفیته څېړنو په ترسره کولو سره؛ د ټولني د پرمختیا او هوسايني له پاره د خدمتونو په وړاندي کولو سره د هیواد مخکښ او د سیمي معتبر پوهنتون يي.

کندهار پوهنتون دیوې ژمني، تجربه لرونکي او علمي رهبري له خوا څخه پر مخ ځي او دا رهبري کوښښ کوي؛ تر څو کندهار پوهنتون په نړۍواله کچه د ېو پېژندل سوي او لوړ مقام لرونکي پوهنتون په توگه پر مخ بوځي.

شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي

Voice Chancller

د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي محصلانو علمي سېر وکړ

kdru_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۵:۲
Image

د تېري پنج شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي محصلانو، د نظري زده کړو ترڅنګ د عملي زدکړو په موخه، د ميروېس نيکه زيارت او ملا حسن آخوند د تلقان زيارت ته علمي سېر وکړ؛

کندهار پوهنتون د خپل پلان له مخه، د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي د څلرم صنف محصلانو له پاره د هغوی د عمومي پوهي د لوړولو، د افغاني - اسلامي، ملي او علمي شخصیتو سره د بلدتیا، د وطن او هیواد په کچه د مبارزې او علم د میدان ستورو او لارښوونکو څخه د انګېزې او حماسو د اخیستلو او د ګران هیواد له طبیعي او خوندورو مناظرو څخه د لیدلو په هدف ېو علمي سېر ترتیب کړی.

په دغه علمي سېر کښي، محصلان اول د ميروېس نيکه د زيارت، د هغه د ژوند، فتحو، ديندارۍ؛ په تلقان کښي د ملا حسن آخوند د زيارت؛ د هغه د ژوند، شعر او شاعرۍ، ولايت او نورو په اړه پوهنمل عطاء الله محمدي او د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي استادانو معلومات ورکړل.

په دغه علمي سېر کښي، محصلان د کندهار پوهنتون له رهبرۍ په ځانګړي ډول د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي له استادانو او مالي و اداري معاون څخه ډېر خوښ ول، چي و دوى ته ئې د نظري زدکړو ترڅنګ د عملي زدکړو زمينه برابره کړه.