The Message of Kandahar University’s Chancellor

Kandahar University, established in 1990-1369 under the auspices of the Ministry of Higher Education, holds a prominent position among the five distinguished universities. Located in the former capital and current political and cultural hub of Kandahar, it also monitors the academic and administrative affairs of five provincial universities: Kandahar, Helmand, Oruzgan, Zabul, and Daikundi.

Kandahar University aspires to emerge as a leading institution in various scientific disciplines, providing exceptional education and conducting groundbreaking research for the betterment and advancement of society. Under the leadership of a dedicated, experienced, and proficient leadership team, Kandahar University strives to establish itself as a reputable and esteemed global institution.

Shekh Moulavi Abullrahman tuiabi

Voice Chancller

د سرطان نړۍواله ورځ ولمانځله سوه

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۰:۳۶
a

د کندهار پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت او د طب پوهنځي د فرهنګي کمېټې د پلان له مخه؛ د طب پوهنځي د علمي کنفرانسو په تالار کښي، د همدې پوهنځي استاد پوهنوال ډاکټر نعمت الله اسحاق د فبروري (۴ مه) د سرطان نړۍ والي ورځي اړوند علمي سیمینار وړاندي کړ، چي پر مهال ئې د طب پوهنځي رئېس، استادان، اداري کارمندان او مېلمانه حاضر ول.

سیمینار د قرآن کریم په څو مبارکو آیاتو سره پېل سو، ورپسې د طب پوهنځي استاد پوهنوال ډاکټر نعمت الله اسحاق سیمینار وړاندي کړ؛ هغه د سرطان ناروغۍ پر پېژندني، د سرطان ناروغۍ له ډولونو څخه، د سینې د سرطان اړوند مفصل معلومات وړاندي کړل، د سینې سرطان پېژندنه، ډولونه، په نړۍ کښي د سینې په سرطان د اخته کسانو شمېر، لاملونه، وقایې او داسي نورو مهمو موضوعاتو اړوند خبري وکړې؛

همدا ډول هغه په کندهار ولايت کښي د الټراساوند موندنو له مخه د سرطان پېښي او مخکي له مخکي تشخيص په هکله لازمي لارښووني وکړې.

د سیمینار په پاى کښي د ګډونوالو و بېلابېلو پوښتنو ته هر اړخیز جوابونه وويل سول او سیمینار د دؤعا په ويلو سره پاى ته ورسېد.

یکشنبه ۱۴۴۵/۷/۱۵

د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت