د کندهار پوهنتون د رئيس پيغام

2 اونی 4 ورځې ago

په افغانستان کي لوړي زده کړي اوږد تاريخ لري. د لوړو زده کړو لومړنی دولتي مؤسسه (کابل پوهنتون) په (۱۹۳۲ م.) یا (۱۳۱۱ ل.)کال تاسيس سوه. د ټولني د اړتياوو او د لوړو زده کړو د موثريت له کبله په (۱۹۶۳م. ) یا (۱۳۴۲ل.)  کال کي دوهمه د لوړو زده کړودولتي مؤسسه (ننګرهار پوهنتون) په ننګرهار ولايت کي تاسيس سوه.د ۷۰-۸۰ لسېزو په جريان کي افغاني ټولني ته د لوړو زده کړو اهميت معلوم سو، چي په نتيجه کي ئې د افغانستان دولتي لوړو زده کړو مؤسسو په تاريخ کي يو لوی پرمختګ رامنځ ته سو.کندهار پوهنتون د لوړو زده کړو په دې پروسه کي یو له هغو پنځو لویو پوهنتونونو څخه دئ، چي په (۱۹۹۰ م. یا ۱۳۶۹ ل) کال کي د وخت د چارواکو په پاملرنه او ولوړو زده کړو ته د لاسرسی د زیاتوالی په منظور د افغانستان د جنوب لوېديځي حوزي په مرکز کندهار کي تاسيس سو. دغه پوهنتون د دې حوزې د څلورو ولايتي پوهنتونونو (کندهار، هلمند، روزګان او زابل) ټول علمي او اداري فعاليتونه اداره کوي.که څه هم کندهار پوهنتون د مالي او اداري مشکلاتو سره مخ دئ، خو بيا هم مخ په وده روان دئ او د افغانستان په پوهنتونونو کي پر مخ تللي پوهنتون دئ. دغه پوهنتون دري کمپسونه (د پوهنتون عمومي کمپس، چي موقعيت ئې د کندهار ښار په نهمه ناحيه کي دئ، د طب پوهنځی کمپس په لسمه ناحيه کي او دعينو مينی کمپس، چي موقعيت ئې په يوولسمه ناحيه کي دئ) لري. په کندهار پوهنتون کي تقريبا ۹۰۰۰ شاګردان، چي له دې جملې څخه ۵۸۰ ئې ښځينه شاګرداني دي، په ۱۱ پوهنځيو کي په لوړو زده کړو بوخت دي او  د ۳۸۰ علمي، ۵۴۰ اداري او حمايوي کارمندانو له خوا خدمات ورته وړاندي کيږي. د شاګردانو د عملي او حمایوي کارونو اسانتياوي مخ په وده دي او د دې اسانتياو له پاره مختلف مرکزونه وجود لري لکه د کارموندني مرکز، د راډيو سټېشن، منظم کتابتون،کادري روغتون،  مرکزي لابراتوار او تفريحي ځايونه.د ملي پوهنتونونو سره د هوکړه ليکونو تر څنګ، کندهار پوهنتون د ۱۷ نړېوالو معتبرو پوهنتونونو او څېړنېزو مرکزو سره هوکړه ليکونه لري. د دغو هوکړه ليکونو پر اساس، کندهار پوهنتون د کريډيټ  د تبادلې ګرځیدني (Credit Exchange Mobility) پروګرامونه د ارسموس پلس (Erasmus+) په چوکاټ کي د اروپايي پوهنتونونو سره په (۲۰۱۷ م.) کال کي راشروع کړي دي.کندهار پوهنتون د کيفيت د لوړاوي اوتضمين په پروسه کي د افغانستان د پوهنتونونو په لست کي لوړ مقام لري او په (۲۰۱۸م.) کال کي ئې پنځه کلن امتیازي علمي اعتبار (National Provisional Academic Accreditation) تر لاسه کړی دئ. دغه پوهنتون په (۲۰۱۸م.) کال کي د آ سیایی هیوادونو د کیفیت د تضمین د شبکی (APQN) غړيتوب هم ترلاسه کړی دئ.کندهار پوهنتون د پاچا خان د سولي د مطالعاتو دمرکز امتياز هم لري، چي په ټولنه کي د نه زورزياتي مفکورې دخپرولو به برخه کي کار کوي او په دی برخه کی زیاتی لاسته راوړنی هم لری.کندهار پوهنتون په ټولو ولايتي پوهنتونونو کي لومړنی پوهنتون دئ، چي د عامي روغتيا ماسټري (MPH) پروګرام ئې د هغو روغتيايې کارکونکو د ظرفيت لوړوني له پاره چي د افغانستان په جنوب لوېديځه حوضه کي کار کوي راپيل کړی دئ.کندهار پوهنتون ديوې ژمني، تجربه لرونکی او علمي رهبري له خوا څخه پر مخ ځي او دا رهبري کوښښ کوي تر څو کندهار پوهنتون په نړېواله کچه د یو پېژندل سوی او لوړ مقام لرونکی پوهتنون په توګه پر مخ بوزي. پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثیق

پوهاند ډاکتر عبدالواحد وثیق
پوهاند ډاکتر عبدالواحد وثیق

تازه خبرونهنور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۴:۲۵
Background image

د کندهار پوهنتون خبرتيا

د لوړو زده کړو وزارت د عامي روغتيا وزارت په همکاري د هيواد په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کي د کرونا واکسین د تطبيق پروسه پيل کړې ده.نو د لوړو زده کړو وزرات د خپرې سوي اعلامیې پر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

د کندهار پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه دايره سوه

د (۱۴۰۰ل.)کال د چنګاښ د مياشتي پر ۲۳ نېټه د کندهار پوهنتون علمي شورا پريکړه وکړه، چي د کندهار روان امنيتي حالت ته په کتو سره د پوهنتون ټولو استادانو، اداري او خدماتي کارمندانو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۱ - ۱۲:۱۴
Background image

په هېواد کي د اوسني حالاتو په اړه د کندهار پوهنتون د استادانو اندېښنې

ددې خاوريني کرې پر مخ باندي انسان د ستر رب العزت د خليفه په توګه په ټولو مخلوقاتو کي ځکه اشرف ګڼل سوی دئ، تر څو په خدای ورکړي عقل او احساس سره نه يوازي د خپل همنوع، بل لا د ټولو. . .