د مالي او اداري چارو د مرستیال پېژندنه

آغا محمد روحمل د حاجی عبدالکبیر زوی په ۱۳۶۵ل. کال د کندهار ښار په زړه اوله ناحیه کي زېږېدلی دئ، لومړنۍ او منځنۍ زده کړي ئې په ۱۳۸۴ل. کال په مشرقي ښوونځي کي بشپړي کړي دي، او له هغه څخه وروسته په ۱۳۸۶ل. کال د لوړو زده کړو له پاره هند ته ولاړ او په بریالیتوب سره ئې د لیسانس او سترۍ سند د عامه ادارې په برخه کي له هند هیواد څخه ترلاسه کړ، له هغه وروسته په ۲۰۱۸ ز. کال ئې د جنوبي کرویا له يونسای پوهنتون څخه د ټولني د پرمختګ او رهبرۍ په اړه د دوهمي ماسټرۍ سند هم واخیست او د نوموړو علمي سفرونو په برکت د خپلو ملي ژبو تر څنګ له انګلیسي، اوردو او کوریايي ژبو سره پوره بلدتیا لري. دا چي روحمل ځوان او د ښه استعداد څښتن وو؛ نو د خپل ځورېدلي ولس چوپړ ته ئې د غره په شان اوږه ورکړه او بېلا بېلي دندي ئې ترسره کړي دي لکه: د کندهار ولایت د ښاروالۍ سلاکاري، د تخنیکي او سکټوري چارو د ریاست مشري، د عامه مصؤنیت او حقوقي چارو سلاکاري، د افغان کاروان  ګروپ بنسټ ایښودل او د ملالۍ د لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستیالي ئې د خدمت نومونې دي، چي د نوموړو خدماتو په ترسره کولو سره له مختلفو ملي او بین المللي ادارو له لوري ستاینلیکونه، مننلیکونه او تقدیرنامې ورته عطاء سوي دي او په دې وروستیو کي د هیواد سره د میني او ټولني سره د نورو خدمتونو په خاطر په ۱۳۹۸ل. کال د چنګاښ میاشتي پر درېیمه نېټه د ازادي سیالي له لاري په دوهم بست کي د کندهار پوهنتو مالي او اداري چارو مرستیالي ته و ټاکل سو.