د علمي چارو او علمي څېړنو معاونیتو له پاره نوي مرستیالان وټاکل سول

د کندهار پوهنتون د علمي چارو معاونیت له پاره پوهنیار سیف الله سعید او د علمي څېړنو معاونیت له پاره دوکتور رحمت الله پښتون وټاکل سول، چي د پېژندني په مراسمو کښي، د کندهار پوهنتون رئېس الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، د پوهنځي محترم رئېسان او استادان حاضر ول.
د پېژندني یاد مراسم، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېل سول؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون رئېس محترم الحاج شېخ مولوي صاحب عبدالرحمن طيبي وویل: د اسلام په مُبارک دين کښي موږ ته په ټینګار سره ویل سوي، چي امانات خپل اهل ته وسپارئ؛ نو هره اداره چي موږ ته سپارله کیږي، دا ېو امانت ده؛ باید په ساتنه او په ښه ډول ترسره کولي کښي ئې ځان ستړی او خوله توی کړو؛ تر څو الله سبحانه وتعالی راڅخه خوشحاله او رازي سي . ښاغلي طیبي تغیر او تبدیل د ېوې ښې حکومتولۍ ېو اصل یاد کړ او وې ویل: مشران که موږ او تاسي ته لوړ او که کښته مسئولیت راکوي او دغه راز که هیڅ مسئولیت نه راکوي؛ په هر حالت کښي ئې باید اطاعت او پيروي وکړو؛ ځکه دا د مشرانو لزوم دید یي او ځانګړی حکمت پکښي نغښتی يي.
همداراز محترم الحاج شېخ مولوي صاحب عبدالرحمن طيبي د پخوانیو مرستیالانو کړني هم وستایلې او زیاته ئې کړه: پخواني دوو مرستیالانو، د علمي چارو مرستیال پوهنمل دوکتور ضیاءالرحمن مشک عالمزي او د علمي څېړنو او علمي مجلو معاونيت مرستیال ښاغلی پوهندوی دوکتور کمال الدین کمال، د خپلو دندو په جریان کښي په اخلاص او علمي بصیرت سره کار کړی دئ، چي د هغوی خدمتونه او هڅي د قدر وړ دي او د کندهار پوهنتون محترمه رهبري د دوی له هڅو څخه مننه کوي.
په وروستیو کښي نوي ټاکل سوي مرستیالان د مسئولیت پر چوکۍ کښېنول سول او په ټولو چارو کښي د بریالیتوب دُعاوي ور ته وسوې.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۲۸