د هلمند پوهنتون کادري غړو او اداري کارمندانو کندهار پوهنتون ته علمي سېر وکړ

د هلمند پوهنتون د مالي او اداري چارو د مرستیال، ډاکټر سمیعالله سعید صاحب په مشري، د دغه پوهنتون ۲۵ کادري غړي او اداري کارمندان کندهار پوهنتون ته د علمي سیر په موخه راغلي ول. یادو راغلو استادانو او کارمندانو د خپل سفر په ترڅ کي د کندهار پوهنتون د اړوندو برخو له مسئولانو سره وليدل او د همږغۍ او همکارۍ پر موضوعاتو ئې خبري وکړې.
د علمي سېر په وروستۍ کي د هلمند پوهنتون پلاوي د کندهار پوهنتون له محترم رئېس الحاج شېخ صاحب مولوي عبدالرحمن طیبي سره هم وليدل؛ شېخ صاحب ټولو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د اسلامي خلافت د مرکز او د عصر د امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی و رعاه د استوګنځي په توګه ئې د کندهار حیثیت تشریح کړ.
هغه زیاته کړه؛ چي علمي مرکزونه باید د ګډ هدف له پاره کار وکړي او تل ئې باید ترمنځ همږغي موجوده يي او زما هر وخت د علمي مرکزونو مسئولانو ته دا سپارښتنه يي، چي خپلمنځي اړیکي پیاوړي کړي او له ېو بل سره پوره همکاري کوی. همداراز شېخ صاحب د اسلامي نظام د تطبیق له امله شکر ادا کړ او زیاته ئې کړه، چي اوس محصلان د امیرالمؤمنین حفظهالله توشیح سوي اسلامي قوانین زده کوي او عملي کوي او الحمدالله زموږ محصلان اوس داسي روزل سوي، چي د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالى و رعاه هر امر ته په مال او ځان چمتو دي. په پای کي شېخ صاحب راغلو مېلمنو ته د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړ.
ورپسې، د هلمند پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال، ډاکټر سمیعالله سعید صاحب د کندهار پوهنتون د رهبرۍ له مېلمه پالني او همکارۍ کولو څخه ځانګړې مننه وکړه او زياته ئې کړه؛ الحمدلله، په کندهار پوهنتون کي ېوازي فزیکي پرمختګ نه؛ بلکي معنوي او روحاني پرمختګ هم سوی، چي دا د اسلامي نظام د ځانګړني ګټه ده.
نېټه: ۱۴۴۷/۱/۲