د کندهار پوهنتون د رئېس پیغام

کندهار پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کښي ېو له هغو پنځو لویو پوهنتونو څخه دئ؛ چي په (۱۹۹۰م. يا ۱۳۶۹ ل) کال د افغانستان په پخوانۍ پلازمېنه او اوسني ستر سياسي – فرهنگي مرکز کندهار کښي؛ د لوړو زده کړو وزارت تاًسيس کړ؛ دغه پوهنتون د دې حوزې د پنځو ولايتي پوهنتونو: (کندهار، هلمند، روزګان زابل او ډايکنډي) ټول علمي او اداري فعاليتونه اداره کوي؛

کندهار پوهنتون به د علومو په بېلابېلو برخو کښي د معياري تدریس او باکیفیته څېړنو په ترسره کولو سره؛ د ټولني د پرمختیا او هوسايني له پاره د خدمتونو په وړاندي کولو سره د هیواد مخکښ او د سیمي معتبر پوهنتون يي.

کندهار پوهنتون دیوې ژمني، تجربه لرونکي او علمي رهبري له خوا څخه پر مخ ځي او دا رهبري کوښښ کوي؛ تر څو کندهار پوهنتون په نړۍواله کچه د ېو پېژندل سوي او لوړ مقام لرونکي پوهنتون په توگه پر مخ بوځي.

شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي

Voice Chancller

انجینېر اکرام الله صهيب د کندهار پوهنتون د مالي او اداري معاونیت له پاره نوى مرستیال وټاکل سو

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۱۱:۴۱
/

د دوشنبې په ورځ ماپښین، د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم د دې پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونيت له پاره د لوړو زده کړو وزارت د لزوم ديد پر اساس معرفي سوى نوى مالي او اداري مرستیال، انجينېر اکرام الله صهيب د علمي شورا د غونډو په تالار کښي د رهبرۍ غړو، د بېلابېلو پوهنځیو رئېسانو، اداري کارمندانو او استادانو ته ور معرفي کړ.

د پېژندني یاد مراسم، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوت کولو سره پېل سول؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم وویل: په ادارو کي بدلونونه په دې موخه راځي؛ تر څو کارو ته لا پرمختګ ورکړل سي؛ خو دا په دې معنی نه ده، چي خدای مه کړه مخکنی مسئول ئې وړتیا نه لري؛ ولي دا د مشرانو امر دئ.

م..اکرم شاه عاصم د مالي او اداري چارو مخکنی مرستیال م. عبدالستار حقاني هغه ئې ېو نه ستړى کېدونکى مرستیال وباله؛ د هغه د صداقت او اخلاص او د شپې او ورځي د کارو ستاينه ئې وکړه او زياته ئې کړه، چي هغه یو غوره او بریالی معاونیت وکړ.

ورپسې د مالي او اداري چارو مخکنی مرستیال م. عبدالستار حقاني وويل، چي د اوسني نظام د لزوم ديد پر اساس دې وظيفې ته غوره سوى وو او اوس هم، چي هر ځاى مشران وغواړي؛ کار کولو ته چمتو دئ او د مشرانو په چارو کښې حکمت وباله او وې ويل، چي د ژوند ېوه ثانیه به هم د اولس او نظام د کار کولو پرته تېره نه کړي؛ هغه په کندهار پوهنتون کښي د ریاست مقام او مالي او اداري معاونیت زرغونتیا رامنځته کول، د پوهنتون دننه د درې ګزيانو، عمومي لارو، زرغونتيا او چاپېريال ساتنه، د پوهنتون د نوي دروازې د پاته چارو بشپړه ول، د شپې له خوا د څراغانو نصبول، د ټولو پوهنځيو له پاره د پريزرانو رانيول، د نشراتو په برخه کښي د مجلو د مالي لګښت اجازه ترلاسه کول، د په لکونو – لکونو بېلابېلو پروژو او نورو پوهنتوني توکو د رانيولو قراردادونه، د مالي او اداري چارو معاونيت د رياست مقام د مخ ګلدانونه، د ټرانسپورټ له پاره ځاى او دوه موټران اماده کول ئې د خپلو لاس ته راوړنو ځيني نمونې وبللې او د نوي مالي او اداري مرستيال څخه ئې غوښتنه وکړه، چي په يادو برخو کښي د پاته کارو چاري بشپړي کړي او که اړتيا يي؛ دى ئې هر راز همکارۍ ته چمتو دئ.

په وروستیو کښي، مسئولانو نوي مرستیال خپلو معاونيت ته ور وپېژندی او په چارو کښي ئې د بریالیتوب دؤعاوي ورته وکړې.