دکندهار پوهنتون د رئېس پیغام کندهار پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کښي ېو له هغو پنځو لویو پوهنتونو څخه دئ؛ چي په (۱۹۹۰م. يا ۱۳۶۹ ل) کال د افغانستان په پخوانۍ پلازمېنه او اوسني ستر سياسي – فرهنگي مرکز کندهار کښي؛ د لوړو زده کړو وزارت تاًسيس کړ؛ دغه پوهنتون د دې حوزې د پنځو ولايتي پوهنتونو: (کندهار، هلمند، روزګان زابل او ډايکنډي) ټول علمي او اداري فعاليتونه اداره کوي؛ کندهار پوهنتون به د علومو په بېلابېلو برخو کښي د معياري تدریس او باکیفیته څېړنو په ترسره کولو سره؛ د ټولني د پرمختیا او هوسايني له پاره د خدمتونو په وړاندي کولو سره د هیواد مخکښ او د سیمي معتبر پوهنتون يي. کندهار پوهنتون دیوې ژمني، تجربه لرونکي او علمي رهبري له خوا څخه پر مخ ځي او دا رهبري کوښښ کوي؛ تر څو کندهار پوهنتون په نړۍواله کچه د ېو پېژندل سوي او لوړ مقام لرونکي پوهنتون په توگه پر مخ بوځي. دکندهار پوهنتون رئېس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طيبي

تازه خبرونهنور دلته

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۹:۹
Background image

٢٢٠ محصلان فارغه او د ځانګړو مراسيمو په ترڅ کښي ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي سول


د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د ښووني او روزني پوهنځي له دوولسو بېلابېلو څانګو څخه ٢٢٠ محصلان فارغه او د شاندارو مراسيمو په ترڅ کښي، چي د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۹:۱
Background image

د حقوقو او سیاسی علومو له پوهنځي څخه ۵۳ محصلان فارغه سول


د پنج شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي څخه ۵۳ محصلان له څلور کلونو زده کړو وروسته فار غ سول، چي په همدې موخه یاد پوهنځي د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۲۲:۱۷
Background image

د هلمند پوهنتون کادري غړو او اداري کارمندانو کندهار پوهنتون ته علمي سېر وکړ



د هلمند پوهنتون د مالي او اداري چارو د مرستیال، ډاکټر سمیع‌الله سعید صاحب په مشري، د دغه پوهنتون ۲۵ کادري غړي او اداري کارمندان کندهار پوهنتون ته د علمي سیر په موخه راغلي ول. یادو. . .

VacanciesAll available vacancies

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۴:۳

Kandahar University

Background image

علمی کدر

کندهار پوهنتون کار و اهل ته د سپارلو په موخه؛ د انجینېري پوهنځي - مهندسي څانګي یو کادري بست اعلان ته سپارلی؛ پر شرایطو برابر کسان کولای سي، د استادانو د تقرر او علمي ترفیعاتو آمریت ته . . .