د حقوقو او سیاسی علومو له پوهنځي څخه ۵۳ محصلان فارغه سول

د پنج شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي څخه ۵۳ محصلان له څلور کلونو زده کړو وروسته فار غ سول، چي په همدې موخه یاد پوهنځي د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي د فراغت شانداره مراسم ور ته جوړ کړي ول، چي پکښي د کندهار پوهنتون د رهبرۍ محترم غړي، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست قدرمن رئېس مفتي کریم الله فقیر صاحب، د اطلاعاتو او کلتور ریاست محترم رئېس مولوي انعام الله سمنګانی، د عدلیې ریاست قدرمن رئېس مولوي محب الله صاحب، د دولتي او شخصي ادارو مسئولان، استادان، علماء کرام او د فارغانو د کورنیو غړي حاضر ول.
په همدې موخه جوړه سوې غونډه، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېله سوه؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت مبلغ مولوي عبدالحکیم کریمي د انساني قاچاق د مخنیوي په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تعالی ورعاه فرمان ګډونوالو ته تشرېح کړ، ورپسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئېس پوهنمل محمد صادق حریفال ټولو راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه؛ ټولو فارغانو ته ئې د دوی د څلور کلن تحصيلي مزل د بشپړېدو مبارکي ورکړه او هم ئې زیاته کړه، چي دا د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي له پاره ویاړ دئ، چي د علم په ګاڼه سمبال ځوانان ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کوي.
ښاغلي حریفال له ټولو فارغانو وغوښتل، چي پر همدې علم به بسنه نه کوي او خپل علم به په عمل کي ښکاره کوي؛ موږ نن هغه څوک فارغه کړل، چي د دین او سیاست ېووالی غواړي.
ورپسې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئېس مولوي انعام الله سمنګاني صاحب وینا وکړه، هغه ټولو فارغانو ته مبارکي ورکړه او خوښي ئې وښودله، چي په علومو سمبال ځوانان فارغه کیږي، چي دا د ټول افغانستان له پاره د ویاړ ځای دئ؛ همدا فارغان باید د دې کړېدلي اولس د ملا تیر جوړ سي او د هر مسلمان د مشکلاتو د حل له پاره په پوره ایمانداري سره وظیفه ترسره کړي.
ورپسې د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست قدرمن رئېس مفتي کریم الله فقیر صاحب وینا وکړه؛ هغه وویل، چي الحمدلله اوس موږ او تاسي اسلامي نظام او داسي مشفق امیر لرو؛ نو ټول باید خپل دښمن وپېژني، چي لومړی شیطان او د هغه ملګري کفار دي؛ هغه زیاته کړه، چي د اسلامي شریعت ټول علماء د عصري علومو سره هیڅ تضاد نه لري؛ په داسي حال کي، چي کفارو د اسلامي علومو سره تضاد درلود؛ فقط د هغو عقایدو سره تضاد لري، چي په اسلامي عقایدو کفري عقاید ګډ سوي وي؛ نو ټول باید یو موټی سو او په ېووالي سره ټولني او اسلام ته خدمت وکړو؛ که د مکتب څخه کوم څوک فارغه سي یا د مدرسې څخه موږ په دواړو خوشحالیږو او په لمانځنه کې هیڅ فرق نه کوو.
په وروستیو کي د کندهار پوهنتون محترم رئېس الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلي ترڅنګ فارغانو ته مبارکي وویله؛ ورپسې ئې د فارغو سوو محصلانو ته په خطاب کښي وویل: رښتیا هم د تعلیم په دې سفر کي ستاسي سره ستاسي استادانو او کورنۍ زیات زحمت ګاللی دئ او ستاسي غوندي ځوانان نن ټولني ته وړاندي کیږي؛ هغه زیاته کړه، چي عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تعالی ورعاه له هغو محصلانو زیات متاثره سوی دئ، چي د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون ئې عملي کړی وو او تاسي د هغه په زړه کي خاص ځای لری.
همداراز شیخ صاحب ټولو فارغانو او د هغوی کورنیو ته ډاډ ورکړ، چي د دې نظام ملا به تاسي تړی؛ نو تاسي د خپلو زده کړو لومړی دوران پای ته ورسوی؛ خو پر دې ځای به بسنه نه کوی، موږ به د ماسټرۍ زمینه درته برابروو؛ تاسي باید خپلي زده کړي لا پسي زیاتي کړی.
د غونډي په وروستیو کښي، ترانې هم وویل سوې؛ ټولو فارغو سوو محصلانو ته د فراغت تصدیق پاڼي ورکړلي سوې؛ فارغ سوو محصلانو د کندهار پوهنتون رئېس او استادانو ته تحفې ورکړې او غونډه د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.
نېټه:۱۴۴۷/۱/۷
د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت