د کندهار پوهنتون او د یاد ولایت د ټولو شخصي لوړو زده کړو مؤسسو استادانو او کارکوونکو ته سیمینار وړاندي سو

د کندهار پوهنتون په مسجد کي، د یاد پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت، د کندهار پوهنتون او په کندهار کي د شخصي لوړو زده کړو مؤسسو (ملالۍ، سبا، لمر، بېنوا او میرویس نیکه) ټولو استادانو او کارکوونکو ته سیمینار وړاندي کړ، چي پکښي د کندهار پوهنتون د رئېس الحاج شېخ مولوي صاحب عبدالرحمن طیبي ترڅنګ، د پوهنځیو محترمو رئېسانو، د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې رئېس قدرمن مولوي رحمت الله نیازي، د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې محترم رئېس محمد واسع صدیقي، د بېنوا لوړو زده کړو مؤسسې ښاغلی رئېس انجینېر عبدالهادي مزمل، د یادو مؤسسو ښاغلو مرستیالانو، د کندهار پوهنتون او ټولو مؤسسو د پوهنځیو محترمو رئېسانو، استادانو او کارکوونکو ګډون درلود.
په همدې موخه جوړه سوې غونډه، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېل سوه، په سر کي د ٢٠٥ البدر قول اردو د دعوت او ارشاد مسئول شیخ الحدیث والتفسیر مولوي عبدالوارث حنفي صاحب وویل: د نبي کریم صلی الله علیه وسلم اطاعت او پیروي د الله جل جلاله پر لاره تګ دئ او څوک چي د الله تعالی جل جلاله او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم پر لاره ولاړ يي، هغه به همېشه کامیابه یي؛ د انسان اُخروي او دؤنيوي (دنيوي) بریا د سنتو په پیروي او د شریعت په تطبیق کي ده.
ښاغلي حنفي د اسلامي امارت د نظام ځانګړتیاوي بیان کړې او ګډونوالو ته ئې سپارښتنه وکړه، چي باید خپل صورت او سیرت د اسلامي لارښوونو سره سم جوړ کړي.
ورپسې د کندهار پوهنتون محترم رئېس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب وویل: الحمدلله ډېر د خوښۍ ځای دئ، چي اوس زموږ مجلسونه د دیني او اصلاحي روحیې څخه برخمن دي. هغه زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت ټولو ته، ډېر دروند مسئولیت راسپارلی دئ، چي هغه د هیواد ځوانان په علم سمبال کړو؛ دا زموږ دنده ده، چي د خپلو محصلانو ذهنونه د اسلامي شریعت پر لور ورواړوو، چي د دې له پاره تر ټولو مهم ګام د ځان اصلاح ده.
بيا د طب پوهنځي رئېس پوهنوال ډاکټر غلام محي الدین مدثر صاحب د ږيري ګتي د طب له اړخه بیان کړې او د طبي څېړنو له مخه ئې زیاته کړه، چي ږیره د انسان د روغتیا له پاره ارزښتناکه ده او د ځینو خطرناکو ناروغیو؛ لکه سرطان، د پوست ستونزو او نورو ناروغیو په مخنیوي کي مهمه ونډه لري.
همداراز، د ملالۍ شخصي لوړو زده کړو مؤسسې رئېس مولوي رحمت الله نیازي صاحب هم د یاد مجلس د ویناوالو د خبرو تائید وکړ او زیاته ئې کړه؛ موږ باید د خپلو ځانو د اصلاح هڅه وکړو، خپل صورت د رسول الله صلی الله علیه وسلم په څېر جوړ کړو او اسلامي شریعت مطابق ځانونه جوړ کړو.
وروسته سیمینار د دؤعا په کولو سره پای ورسېد.
نېټه: ١٤٤٧/٢/١٠
د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت