د ترکيې د همږغۍ او انسجام مؤسسې استازو د کندهار پوهنتون له رهبرۍ سره وکتل

kdru_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۵:۴۸
image



د کندهار پوهنتون په ریاست مقام کي، په افغانستان کي د ترکيې د همږغۍ او انسجام مؤسسې (TİKA) کوردیناتور فاضل آکین اردوغان او ورسره مل پلاوي، د کندهار پوهنتون له رئېس الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب سره ولیدل، چي پر مهال ئې د پوهنتون د رهبرۍ غړي هم حاضر ول.

د لیدني په پېل کي، د پوهنتون رئېس الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د کندهار پوهنتون د جوړښت، ظرفیتو او علمي فعالیتو په اړه ئې هر اړخیز معلومات وړاندي کړل؛ هغه کندهار پوهنتون د زون په کچه ېو مهم علمي مرکز یاد کړ او زياته ئې کړه، چي هر کال د ياد پوهنتون څخه زرونه محصلان فارغېږي او ټولني ته په مختلفو مسلکونو کي د خدمت په موخه معرفي کېږي.

وروسته، د TİKA کوردیناتور فاضل آکین اردوغان له پوهنتون څخه د لیدني د فرصت مننه وکړه او د خپلي مؤسسې د فعالیتو په اړه ئې معلومات وړاندي کړل؛ هغه وویل: TİKA د افغانستان ترڅنګ په ګڼو نورو اسلامي هيوادو کي هم تخنیکي او انکشافي پروژې پلي کوي؛ ښاغلي اردوغان ژمنه وکړه، چي د کندهار پوهنتون سره به هم د ضرورت په وخت کي، په تخنيکي او انکشافي برخو کي همکاري کوي.

د لیدنې په پای کي، د پوهنتون رهبرۍ د ترکي استازو د راتګ هرکلی وکړ او د هر ډول علمي همکارۍ ډاډ ئې ورکړ.


نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۲۰