د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د شعر او نثر ليکلو سيالي جوړه کړه

د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د شعر او نثر ليکلو سيالي د همدې پوهنځي د غونډو په تالار کي جوړه کړه.
ياده سیالي د قران کريم په مبارکو آياتونو سره پېله سوه، او لومړۍ وينا د همدې پوهنځي استاد پوهنيار رحمت الله کټوازي وکړه، هغه ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه؛ د پروګرام اهداف ئې له ګډونوالو سره شريک کړل او دا ډول پروګرامونه ئې د محصلانو د استعداد لوړولو له پاره مؤثر وبلل؛ هغه وويل، چي ادبيات د يوې ټولني هنداره ده او د ادبياتو پوهنځي مسلکيتوب په شعر لیکنه، نثر لیکنه، تنقید او تحقیق کښي دئ.
ورپسې په سیالۍ کي د دواړو څانګو محصلانو خپل چمتو کړي نثرونه او شعرونه ګډونوالو ته وړاندي کړل.
د پروګرام په ځانګړې سوې برخه کښي د پوهنځي له خوا افتخاري استادانو ته د تشويق او منني له پاره ستاينليکونه ورکړل سول، او وروسته د مقالو او شعرونو ليکونکو او ويونکو ته چمتو سوي جايزې ورکولي سوې.
د پروګرام په پای کي د پښتو څانګي استاد پوهنمل مطيع الله روهيال د پروګرام وروستۍ وينا وکړه؛ د ارزوني په برخه کي ئې د دې ډول پروګرامونو ستاينه وکړه، او سیالي د دؤعاء په کولو سره پای ته ورسېده .