د انجنیري پوهنځی لنډه پېژنده

کندهار پوهنتون انجنيري پوهنځی د ۱۳۷۹ لمريز کال د ميزان په مياشت کې تاسيس سوه.اوس نوموړي پوهنځی څلور فعالي تدريسي څانګي لري لکه سېول څانګه، د اوبو او چاپيريال انجنيري څانګه، انرژي انجنيريڅانګه او مهندسي څانګه .د سېول  او مهندسي څانګو درسي نصابونه د کنساس سټيټ پوهنتون او کابل پوهنتون انجنيري پوهنځي په ګډه همکاري ترتيب سوي، د اوبو او چاپيريال انجنيري څانګي درسي نصاب د آسيا د تکنالوژي انستيتيوت (Asian Institute of Technology) او کندهار پوهنتون په ګډه همکاري ترتيب سوي دي او همدا ډول د انرژي انجنيري څانګه د USWDP په مالي همکارۍ او د  امريکا د ټکساس اي اينډ ام پوهنتون په تخنيکي ګډه همکاري د ا نرژي انجنيري څانګي سره د درسي نصاب د جوړولو ،  درسي موادو تهيه او په ياده برخه کي د يو مجهز لابراتوار د جوړولو مرسته کړيده.د انجنيري پوهنځي  پنځه نوي فيصده کتابونه، تدريسي مواد او کورنۍ دندي په انګليسي ژبه دي، کندهار پوهنتون انجنيري پوهنځی تر اوسه پوري (۱۳۹۹) د څلورو واړو څانګو ( سېول، اوبو او چاپيريال، انرژي انجنيري او مهندسی انجنیری) څخه په ترتيب ۱۰۸۶ تنه، ۸۰ تنه ۱۱۳ تنه او ۲۴ تنه چی جمله ۱۳۰۳ تنه انجنيران ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کړي او اوس مهال  ۱۲۶ تنه اناث او ۱۲۷۸ تنه ذکور  مجموعا ً ۱۴۰۴ تنه محصلانو ته په څلور څانګو کي د پوهنځی د ۳۸ تنه کادري استادانو لخوا تدريس کيږي.

د انجنيري پوهنځی د جوړيدو ضرورت او اهميت:

د لوي کندهار حوزه ډيره پراخه مګر پرمختيا يي پروژي ډيري لږپکښي تطبيق سويدي. د دې تر څنګ اوږدمهاله کرغيړني جګړې په دي سيمه کې د عامو خلګو ژوند د ګڼو ستونزو او مشکلاتو سره مخ کړيدي. د دي سيمي د خلګو د ګڼو ستونزو او مشکلاتو د ليري کولو او د بيلابيلو پرمختيايي پروژو د تطبيق لپاره مسلکي او په کارپوه کادرونو ته ضرورت سته. د دې ضرورت د ليري کولو او خلګو ته د ژوند د بيلابيلو ټولګټو پروژود طرحي، ډيزاين او تطبيق لپاره د محلي کادرونو شتون ډير اړين دي. پورته ضرورتو او اړيتاوو ته په کتو انجنيري پوهنځي په کندهار ښارکې د کندهار پوهنتون په چوکاټ کې تاسیس سول.

د انجنيري پوهنځي فعاليتونه او لاس ته راوړني:

انجنيري پوهنځي د ایجاد څخه تر اوسه څه د پاسه (۲۰) کاله تير سويدي چی د اوولسو (۱۷) دورو په جریان کي سیول څانګی ۱۰۸۶ تنه ، دری (۳) دوری د اوبو او چاپيريال انجنيري په برخه کي ۸۰ تنه، دری دوری د انرژي انجنيري په برخه کي ۱۱۳ تنه انجنيران او یوه دوره د مهندسی انجنیري په برخه کی ۲۴ تنه انجنیران د هيواد د(۳۰) ولاياتو، څخه فارغ کړي دي چي ټول ټال ۱۳۰۳ تنه کيږي. زموږ فارغان او د پراکتيک د دوري محصلين په ډيرو د بيا جوړوني پروژو کي د کندهار او د هيواد په ګوټ ګوټ کي کار کړي او مصروف دي کار کوي.د هيواد بيا رغونه کييي فعاله برخه اخيستي ده. د دي ترڅنګ په انجنيري پوهنځی کيعلميکړنو ته هم تر ډيره پاملرنه سويده. د هغي جملي نه د پوهنځی د درسي نصاب ترتيب او د هغه سره سم د مضامينو مفردات جوړ او لکچرنوټونه چمتو سوي دي، د محصلينو پوښتني جواب سوي او د دوي سره د لابراتوار، ساحوي کارونو په برخه کې ډيره هڅه سوي تر څو د وخت څخه اعظمي استفاده وسي. د پراکتيک د دوري کارونه او هغه پروژي چي د استادانو له خوا ورکړل سوي څارنه کوي. درسي ټولګي په پراجکټورونو سمبال سوي، انجنيري مسلکي لابراتوار او د کمپيوټر درسي خوني جوړي او فعالي دي. د پوهنځی کتابتون ته د نورو کتابتونونو څخه نوي او معتبر کتابونه راوړل سوي او تر پخوا غنيده.انجنيري پوهنځي ۲۸ تنه استادان د ماسټري د ترلاسه کولو لپاره بهرنيو هيوادونو ته ليږل سوي. چي د هغوي له جملي څخه ۲۱ تنه د تايلنډ هيواد ته ۳  تنه استادان ماليزيا ،۲ تنه استادان د روسيې، او۲ تنه استادان  جاپان هيواد  ته تللي چي د نوموړو استادانو له جملي څه ۲۷ تنه تر زده کړو وروسته بيرته هيواد ته راستانه او عملاً د پوهنځي او پوهنتون په تدريسي او اداري چارو کي په خدمت بوخت دي او خيني يي تر ماستري وروسته د دوکتورا د ترلاسه کولو لپاره مختلفو هيوادونو ته تللي دي چي له جملي څخه يي ۲ تنه استادان د جاپان ، یو تن سعودي عربستان، یو تن جنوبي افريقا ، یو تن ترکیې هيواد، یو تن چين هيواد او پنځه تنه هندوستان هيواد کي د انجنيري په بيلابيلو برخو کي د دوکتورا په کچه په زده کړه بوخت دي. او دا مهال یو تن استاد استاد د دوکتورا په سطحه موجود دی چي د جاپان هيواد څخه فرغ سوي دي.

لیرليد:

انجنيري پوهنځی به په ملي او نړيواله کچه په کار پوه او د ښه شهرت لرونکو انجنيرانو په روزلو، غوره تحقيقاتو او خدماتو په وړاندي کولو سره د هيواد په بيارغونه او پر مختګ کي مخکښ واوسي.

رسالت:

انجنيري پوهنځی هڅه کوي چي د خپلو استادانو د ظرفيت لوړولو، معياري نصاب تطبيقولو، مجهز لابراتوار او کتابتون برابرولو، د اړوندو سکتورونو سره د اړيکو ټينګولو او د داسي څېړنو په تر سره کولو سره، چي ټولنه او هيواد اړتيا ورته لري، خپل لېرليد ته ځان ورسوي.

ارزښتونه:

  • ټول اسلامي او افغاني مقدساتو او ارزښتونو ته درناوئ.
  • د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ا و اساسي قانون ته درناوئ.
  • انسانيت ته درناوئ، ژبني، سمتي او هر ډول تعصباتو څخه کرکه.
  • خپلي ټولني او دندي ته صادق او ژمن.
  • د وطن د آبادي لپاره قويعزم او د هر ډول فساد مخنيوي.

د انجنيري پوهنځي د رئيس پیژنده  :

پوهنمل عبدالغني نوري د عبدالباقي زوي په 1989 ميلادي کال کي د کندهار ښار په پنځمه ناحیه کی زيږیدلي دي. ښاغلي نوري په 2013 کال کي د کندهار پوهنتون د سيول انجنيري څخه خپل د ليسانس سند ترلاسه کړ او په 2015 کال کي ئې د ټايلند هيواد د آسيا د ټيکنالوژي انسټيټيوټ د انرژي ټيکنالوژي څانګي څخه د ماسټري سند ترلاسه کړ. نوموړي د انرژي سپمونکو ودانيو، د ودانيو تهويه او تسخين، لمريزي انرژي او د انرژي مؤثريت په برخه کي تخصص لري.د رياست او استادي پر چارو سربيره ښاغلي نوري په خپله رشته کي يو فعال څيړونکي دي او د پوهنتون د بیلابیلو اداری کمیټو غړيتوب لري او همدارنګه د افغانستان د نوي کیدونکي انرژۍ اتحادیې (AREU) غړی هم دی.

داوبو او چاپېريال انجنيري د څانګي لنډه پېژندنه :

داوبو او چاپېريال انجنيري څانګي تأسيس په ۲۰۱۲ کال کی، د انجنيري پوهنځی په چوکاټ کي  دکندهار پوهنتون پخوانی د علمي چارو دمرستيال ښاغلی پوهنمل  عبدالتواب بالاکرزي د نه ستړيکيدنکو اونه هيريدونکو خدمتونو څخه شميرل کيږی.د افغانستان په پوهنتونونو کي د اوبو او چاپيريال انجنيري په برخه کي دا لومړۍڅانګه ده  چي د لومړي ځل لپاره په کندهار پوهنتون کي تأسيس سوه. له نېکه مرغه په جنوب لويديځه حوزه کي د هلمند دريايي حوزې شتون د اوبو او چاپېريال انجنيري څانګي ته زيات د عملي کار زمينه برابروي ، او ټوله هغه مسايل چي بايد په نوموړوي حوزه کي په مسلکي ډول حل سي ، د همدې څانګي څخه وړاندي سوي بشري قوې په واسطه به حل او فصل سي . او د همدې دريايي حوزې د اوبو دمنابعو څخه په اعظمي ډول استفاده او د زون په کچه په تخنيکي او مسلکي ډول د هغوئ استعمال به له همدې څانګي د روزلو او استادانو له لياري په پياوړي ډول صورت و نيسي. د کندهار پوهنتون د انجينيري پوهنځي په چوکاټ کي د سيول څانګي څخه وروسته د اوبو او چاپيريال انجنيري څانګه تأسيس سوې ده . د نوموړي څانګي کوريکولم په تايلند هيواد کي  د آسيا ټيکنالوجي انستتيوت  (AIT) په  تخنيکي همکاري د نړيوالي منل سوي انجنيري او ټيکنالوجي کميټې د معيارونو په رڼا کي د کاناډا په مالي مرسته  جوړ سوی دی.اوس مهال د اوبو او چاپيريال انجنيري څانګه نهه (9)  تنه استادان لري، چي د هغه جملې څخه اته (۸) استادانويي په نړيوالو پيژندل سويوپوهنتونوکي ماستري تکميل کړې ده، اويو تن استاد يې د ماستري په جريان کي دی.

لېرليد :

د اوبو او چاپيريال د انجنيري څانګه غواړي چي د اوبو او چاپيريال په برخه کي د لوړو زده کړو او مسلکي کادرونو په روزلو، د څيړنو په سرته رسولو او خدماتو په وړاندي کولو سره د هيواد په کچه مخکښه ، او سيمه کي نوموتې اداره وي.

 رسالت :

د اوبو او چاپېرېال د انجنېري څانګه د خپل رسالت له مخي د داسي يو علمي چاپېرېال د رامنځ ته کولو لپاره کار کوي چيري چي د هغه استادان، مامورين او محصلېن وکولاي سي خپل لېرلېد ته ورسېږي.

هدف :

د اوبو او چاپېريال انجنيري څانګه چي د اوبو او چاپېريال په برخه کي يې د هيواد په کچه د :

۱. وړکادرونو روزل

۲. څېړنو ترسره کول او

۳. ټولنيزو خدماتو وړاندي کول

د مهمو موخو له جملې څخه شمېرل کيږي.

ارزښتونه :

۱. منلی ملي او نړيوال کيفيت

۲. اسلامي او افغاني مقدساتو ته درناوی

۳. اسلامي او انساني اخلاق ، د خدمت او وطن دوستی روحيه

۴. شفافيت او د فساد مخنيوی

 :پيغام

د اوبو او چاپېريال انجنيري څانګه د کندهار پوهنتون –انجنيري پوهنځي په چوکاټ کي د هيواد په کچه د لمړي ځل لپاره  د نړيوالو انجنيري نورمونو په نظر کي نیولو سره د نړيوال نصاب او مسلکي استادانو په مټ په لاندي برخو کي محصلينو ته ښه راغلاست وايي، او هيله لري چي د ګران هيواد د ټولو ولاياتو ځوان کادرونه د همدې مسلکي اړيني رشتې له لاري هيواد ته په لاندي برخو کي خپله وړتيا صرف او د اولس د يو لړ علمي تشو د ډکولو تر څنګ د پياوړي اقتصاد لامل وګرځي:

  • د اوبو د زېرمو انجنيري او مديريت
  • د ابو رسوني انجنيري
  • د اوبو لګولو انجنيري
  • د فاضله اوبو انجنيري
  • د هواد د کګړتيا څخه مخنيوی
  • و چکالياني او سېلابونه

د اوبو او چاپېريال انجنيري څانګي آمر د خپلو وياړلو استادانو په استازيتوب ټولو محصلينو ته سترګي په لاره دئ.                             

په درنښت

پوهندوی نذير احمد قانع

داوبو او چاپېريال انجنيري د څانګي استادان  

/

/

/

/

/

/

/

/

/

/

/

/

د انرژي انجنيري څانګي لنډه پېژندنه:

په هيواد کي د انرژۍ د توليد له پاره موجوده فرصتونو او مشکلاتو ته په کتلو سره دلوړو زده کړو وزارت د انرژي انجنيري څانګه د کندهار پوهنتون د انجنيري پوهنځی په چوکاټ کي په۲۰۱۲ کال کي تأسيس کړه. په دې څانګه کي له ټوله هيواده محصلين د انرژي انجنيري په لاندي رشتو کي روزل کېږي:

  • لمريزه انرژي
  • بادي انرژي
  • هايدرو پاور
  • بايوماس انرژي
  • د برېښنا توليد، انتقال او توزيع
  • حرارتي انرژي
  •  په تعميرونو کي د انرژي موثر استعمال
  •  په فابريکو کي د انرژي استعمال او کنټرول

د انرژي انجنيري څانګه د USWDP په مالي همکارۍ د امريکا د ټکساس اې اينډ ام پوهنتون سره فعاله رابطه لري. د ټکساس اې اينډ ام پوهنتون د ا نرژي انجنيري څانګي سره دکريکولم په جوړولو او درسي موادو په تهيه کولو کي مرسته کوي. دا څانګه يو مجهز لابراتوار لري، چي د USWDP په مالي او د ټکساس اې اينډ ام په تخنيکي مرسته جوړ سوئ دئ.اوس مهال دا څانګه اووه (٧) تنه استادان لري، چي څلورو (۴) تنو استادانو په نړۍوالو پېژندل سوو پوهنتونو کي ماسټري تکميل کړې ده او يو تن استاد ئې د ډوکتورا کولو په جريان کي دئ، او درې تنه د ليسانس استادان دي. د انرژي انجنيري څانګه په نيژدې راتلونکي کي د نورو پر شرايطو برابرو ماسټر استادانو د مقررولو پلان هم لري.انرژي انجنيري څانګي تر ١٣٩٩هـ.ش کال پوري درې دورې شاګردان فارغه کړي دي، چي هيواد له لر او بر څخه د کانګور د آزمويني له طريقه را کاميابه سوي ول. په اوله دوره کي (23) تنه، په دوهمه دوره کي (37) تنه او په دريمه دوره کي (54) تنه فارغين ورکړي دي. او دا مهال هم په اول، دوهم، دريم او څلور صنفونو کي د هيواد له بېلابېلو ولاياتو څخه ګڼ محصلين لرو، چي مجموعي تعداد ئې () دئ.له ښه مرغه په افغانستان کي د انرژۍ د زياتو طبيعي منابعو موجوديت د انرژي انجنيري څانګي فارغينو ته د زيات کار زمينه برابروي، او ټوله هغه ضرورتونه، چي د يادو منابعو څخه د ګټي اخيستلو له پاره ضروري دي، له دې څانګي څخه د فارغ سوو انجنيرانو په واسطه به حل او فصل سي.

ليرليد: 

د هیواد په کچه د انرژي اړوند خدماتو په وړاندی کولو کي د یوې منل سوي او اعتباري څانګي په حیث راڅرګندېدل.

رسالت:

د نوي ټکنالوژۍ او غېزمنو علمي، ښوونیزو او څېړنیزو مېتودونو په مرسته د انرژي انجنيري څانګي لیرلید ته ځان رسول.

اهداف:

  • د انرژي په برخه کي و ټولني ته په اسلامي او ملي ارزښتونو سمبال، مسلکي انجنیرانو وړاندي کول.
  • د څېړنو او خدماتو په تر سره کولو سره د ټولني د انرژي اړونده مشکلاتو ته جواب ویل.
  • د هیواد د اقتصادي ودي او پرمختګ له پاره د انرژي د شته طبيعي منابعو څخه د سالمي استفادې لاري چاري وړاندي کول.

ارزښتونه:

  • منلى ملي او نړیوال کیفیت.
  • اسلامي او افغاني مقدساتو ته درناوی.
  • اسلامي او انساني اخلاق، د خدمت او وطن دوستۍ روحیه.
  • شفافیت او د فساد مخنیوی.

فرصتونه:

  • د لوړو زده کړو په پراختیا کي د نړۍوالو بسپنه ورکوونکو ټولنو او ملګرو ملکونو حمایه.
  • په افغانستان کي د انرژي د طبيعي زېرمو مجوديت.
  • د نوي کېدونکي انرژي ښې منابع.
  • په جنوب لویدیځه حوزه کي و لوړو زده کړو ته د ځوان نسل لېوالتیا.

د انرژي انجنيري فعاليتونه:

انرژي انجنيري څانګه له تاسيس سره سم په فعاليت پيل کړى دئ او تر دې مهاله ئې ډېري چاري مخ ته وړي دي:

١- د انرژي انجنيري څانګي اړوند ئې يو بشپړ نصاب اماده کړى دئ، چون دا څانګه په افغانستان کي نوې ايجاد سوه او د دې څانګي تر ايجاد پوري ئې هيڅ نصاب معلوم نه وو، د انرژي انجنيري څانګي استادانو په زيار او کوښښ سره دا نصاب جوړ سو او بيا په کلسټر کي تر دوه واري بحث وروسته بشپړ او چاپ سو.

٢- انرژي انجنيري څانګه يو مجهز لابراتوار لري، چي د هغه لابراتوار د سامان آلاتو د ټاکلو او رانيولو له پاره د انرژي انجنيري څانګي استادان د (USWDP) په مالي مرسته دوه واري د هندوستان هيواد د حيدرآباد ايالت په (Griet) پوهنتون کي ټرېنينګ تر لاسه کړ او بيا ئې د هغو تجاربو په نظر کي نيولو سره د لابراتوار د سامانونو ليست اماده کړ او لابراتور خريداري سو.

٣- د انرژي انجنيري څانګي استادانو په هڅه او خپلو شخصي روابطو او کله د پوهنتون له چېنل څخه په استفاده خپل محصلين د عملي کارونو له پاره بېلابېلو ساحو ته بېولي دي. او دا چاري اوس هم رواني دي.

٤- د دې څانګي استادان و خپل محصلينو ته د درسونو په جريان کي کوچنى پروژې ور کوي او هغوى ئې عملي کوي.

٥- هر کال د څلرم صنف فارغينو ته د دې څانګي د موضوعاتو اړوند تحقيق او پروژې ور کول کېږي او تر بشپړ کولو وروسته ئې دفاع کوي.

د انرژي انجنيري څانګي د آمر پیغام

زموږ ګران وطن افغانستان په نړۍ کي يو د انرژي د خورا ډېرو زېرمو لرونکى هيواد دئ، چي ډېرى ذخاير ئې تر مځکي لاندي همداسي پاته دي او تر دې مهاله په مؤثره توګه استفاده ځني سوې نه ده. دا چي په اوسنۍ زمانه کي د هر ټولني پېشرفت او رفا له انرژي څخه په مؤثره توګه له استفادې سره تړلي دي، زموږ ټولنه هم اړتيا لري، چي د خپلو انرژي له منابعو څخه خپل ضرورتونه پوره کړي او په ګران وطن کي و موجوده ذخايرو ته په کتلو سره د انرژي سيستمونه او زېرمي يو بنيادي کار او مسلکي بشري ځواک ته ضرورت لري، چي په دې برخه کي د انرژي انجنيري څانګه مسلکي انجنيران فارغه کوي.انرژي انجنيري څانګه چي دکندهار پوهنتون، انجنيري پوهنځی په چوکاټ کي ایجاد سوې ده، هڅه کوي چي د باتجربه استادانو په کوښښ په علمي او مسلکي برخه کي د سيمي په کچه په لومړي مقام کي ځاى ولري او خپلي ټولني ته په اسلامي او افغاني ارزښتونو منور انجنيران وړاندي کړي.د انرژي انجنيري څانګه هيله لري، چي د ګران هيواد د ټولو ولاياتو څخه راغلي فارغه سوي ځوان کادرونه د همدې مسلکي اړيني رشتې له لاري هيواد ته خدمت وکړي او د اولس د يو لړ علمي تشو د ډکولو تر څنګ د پياوړي اقتصاد لامل وګرځي.د انرژي انجنيري څانګي آمر د خپلو قدرمنو استادانو په استازيتوب ټولو محصلينو ته ښه راغلاست وايي.

په درنښت

پوهنیار ویس

د انرژي انجنيري څانګي استادان

/

/

/

/

/

/

/

/

دسیول څانګی تاريخچه :

د کندهار پوهنتون د انجنیری پوهنځۍ د سیول څانګه په ۱۳۷۹هجری شمی کال کی تاسیس شو چی د انجنیری پوهنځۍ  لمړنئ علمی څانګه ده.دا په رسمی ډول ۱۱ تنه استادان لری چی دهغه د جملی څخه شپږتنه استادان دوکتورا پروګرام په مخ بیایی. د سیول څانګی د تاسیس څخه تر اوسه ۹۵۱ تنه ځوان انجنیران فارغه کړی او ۴۴۱ تنه محصلین خپل د لیسانس دوره په مخ وړی. د سیول څانګه لرونکی د یوه نسبتا مجهز لابراتوار او همدارنګه ۱۵۰۰جلده درلودونکي کتابتون چي بیلابیل تدريسي ماخذونه هم پکښي دي.

ليرليد:

سیول انجنیري څانګه به د خپلوفارغه با کیفيته انجنيرانو په مټ ، د ټولنې د پرمختګ او هوساینې خدماتو له کبله د هیواد په سطحه د نیک شهرت لرونکي مخکښه څانګه وي .

رسالت:

دسیول انجنیري څانګه د داسي علمي چاپيريال د راميځ ته کولو په هڅه کي ده چي د دمعياري تدريس څيړنې ډيزاین لابراتوار او ساحوي کار لپاره د ټولو اسانتياوو څخه برخمن وي.

اهداف:

۱ د سیول انجنیری په برخه کښي و ټولني ته په ملي او اسلامي ارزښتونو سمبال وړ او مسلکي فارغان وړاندي کول.

۲ د سیول انجنیری اړوند علمي څیړني سرته رسول.

۳ د سیول انجنیری په برخه کښي خدمات وړاندي کول.

۴ د ملي او نړیوالو پوهنتونونو سره د اکاډمیکو اړیکو ساتل.

ارزښتونه:

۱. اسلامي ارزښتونو ته درناوی.

۲. د افغانستان اسلامي جمهوريت اساسي قانون ته درناوی.

۳. د بشردوستي او هيواد پالني روحيه .

۴. صداقت ، شفافيت او ديانت .

۵. د آبادۍ او بيا رغوني حرص

د سیول څانګی د امرپیغام

ویاړم چی د کندهار پوهنتون د انجنیری پوهنځی د سیول څانګي د آمر په توګه او  د ټولو مهربانه استا دانو په نماینده ګي و نوموړی څانګی ته ستاسی نوی علمي سفر ته د تبریک ویلو نه وروسته تود هر کلی وکړم. د سیول څانګی اداره او ټول استادان په دی تلاش کی دي چي سیول څانګه ټاکلو اهدافو ته د رسیدو په موخه  دعلمي ظرفیت لوړولو ته په لمړي قدم کي ځای ورکړي، ترڅو په یاده رشته کی ټولنی ټه وړ، بااستعداده او اسلامی او افغانی ارزښتنوته په درناوي قائل انجنیران وړاندې کړي. نو په دې اړوند یي ستاسي لپاره د امکان تر حده هڅه کړې چي  د محصلینو د لا ښه  بریا لپاره د یوصحیح تعلیمی ماحول او علمی اسانتیاوو لکه ( لابراتور، د پلټنی اسانتیاوی، و نویو کتابونو ته لاسرسی، د ښه تدریسی سیسټم ) منظم او پر وخت خدمتونه اطمینانی کړي. سیول څانګه پدی باور ده که چیرې یو محصل خپله وغواړي  چي د خپلو نمرو سلنه اوچته کړي ، نو  د یادواسانتیاوو په شتون کي به د څانګې هر محصل د خپلو درسونو او سمسترونو په جریان کی د ۷۵ سلنه څخه کمه نمره تر لاسه نه کړي  ځکه د پورته اسانتیاو څخه اعظمي ګټه پورته کول به د دوی اوچتی نمرې تضمین کړي . په اخیر کی یوځل بیا یادونه کوم چي  د سیول څانګه د خپلو محصلینو د بریا لپاره پوره ژمنه ده او ټولې هغه هڅې او کوښښونه چي  دمحصلینو بریا حتمي او باوري کوي د محصلینو څخه  نه سپموي، او دا هیله ورکوي چي محصل باید خپل اړونده حصه په خپل زیاراو کوښښ سره چی د بریا ضمانت یی کوي وکړی. او تاسی ته د الله له درباره ستاسو په درسونو کي د لازیاتې بریا غوښتونکی یم. بیا هم د سیول څانګی ته  ښه راغلاست

په درناوی

د سیول څانګی امر

پوهنمل عبدالواحد واحدي

د سیول څانګي استادان

/

/

/

/

/

/

/

/

/

/

د مهندسي د څانګي لنډه پیژندنه:

په هیواد کي د مهندسي په برخه کي شتو فرصتونو او مشکلاتو ته په کتو سره د لوړو زده کړو وزارت د مهندسی څانګه د کندهار پوهنتون د انجنیري پوهنځي په چوکاټ کي په (2015) ميلادي کال کې تاسيس کړیده. په یاده څانګه کې د هیواد د اکثریت ولایتونو څخه محصلین د مهندسي په لاندي اړخونو کي روزل کيږي:

  • پایداره مهندسی   (Sustainable Architecture)
  • مهندسی او ساختمانی ترحه (Architecture & Building Design)
  • د ساحي طرحه  (Landscape Architecture)
  • ښار جوړونه (Town Planning)
  • کلتوری او اقتصادی ترحه (Cultral & Economical Design)

 اوس مهال د مهندسي څانګه شپږ تنه استادان لري، چي د هغه جملي څخه (2) استادانو يي په نړیوالو پیژندل شويو پوهنتونو کي ماسټري تکمیل کړيده، او (1) تن استادان يې په مالیزیا هیواد کی د ماسټري پروګرام په زده کړه بوخت دي. د مهندسي څانګه په نږدي راتلونکي کي پر شرایطو برابرو ماسټر استادانو د مقررولو پلان هم لري.

ليرليد:

انجنيري پوهنځي د مهندسي څانګه غواړي چي د هیواد په کچه مخکښه او بهترینه څانګه وي او په علمي او عملي مهارتونو سمبال مهندسان ټولني ته وړاندي کړي، تر څو په موجوده مهندسي او اړوند څيړنیزو خلاوو ته علمي حل لاري ولټوي.

رسالت:

مهندسي څانګه خپل لیرلید ته د رسیدلو لپاره هڅه کوي، چي داسي یو علمي او څیړنیز چاپیریال مساعد کړي، تر څو د مهندسي څانګي استادان او محصلین د هیواد په کچه د مهندسي ډیزاین او د ودان شوي چاپیریال د څيړلو په برخه کي مهم رول ولوبوي.

اهداف:

  • د مهندسي په برخه کي ټولني ته په اسلامي او ملي ارزښتونو سمبال مسلکي انجینران وړاندي کول.
  • د څیړنو او خدمتونه په ترسره کولو سره د ټولني د مهندسي په برخه کي د اړوند مشکلاتو حلول.

ارزښتونه:

  • منلی ملي او نړیوال کیفیت
  • اسلامي او افغاني مقدساتو ته درناوی
  •  اسلامي او انساني اخلاق، د خدمت او وطن دوستی روحیه
  • شفافیت او د فساد مخنیوی

 فرصتونه:

  • د لوړو زده کړو په پراختیا کي د نړیوالو بسپنه ورکوونکو ټولنو او ملګرو ملکونو حمایه.
  • د کورجوړوني او ښار جوړوني په برخه کي کاري فرصتونه.
  • په جنوب لویديخه حوزه کي لوړو زده کړو ته ځوان نسل ليوالتیا.

د مهندسي د څانګي د آمر پیغام:

 زموږ په ګران هیواد افغانستان کي د څو کلونو جنګونو او ناخوالو له کبله د نورو زیربناوو او تاسیساتو ترڅنګ تعمیرات او ښارونه وران شويو او یا هم له کاره لویدل، او بل لوري ته د ورځني ژوند د سطحي او ضرورتو لوړیدل یو بنیادي کار او مسلکي بشري ځواک ته ضرورت لري، نو په دې اساس موږ لازمه وګڼله، چي د مهندسی په څانګه کي خپل زوريدلي اولس ته تکړه مهندسان وروزو.ياده څانګه چي د کندهار پوهنتون، انجنیري پوهنځي په چوکاټ کې تاسیس شويده، هڅه کوي چي د با تجربه استادانو په مټ په علمي او مسلکي برخه کي د سیمي په کچه لمړي مقام ولري او خپلي ټولني ته په اسلامي او افغاني ارزښتونو درلودونکي انجينران وړاندي کړي.د مهندسي څانګه هیله لري، چي د ګران هیواد د ټولو ولایاتو څخه ځوان کادرونه د همدې مسلکي اړيني رشتي له لارې هیواد ته خدمت وکړي، او د ولس د يو لړ علمي تشو د ډکولو تر څنګ د پیاوړي اقتصاد لامل وګرځي. د مهندسي څانګي آمر د خپلو قدرمنو استادانو په استازیتوب ټولو محصلینو ته ښه راغلاست وايي.

په درنښت

پوهنیار محمد مجاهد

د مهندسي څانګي استادان

/

/

/

/

/

/