په کورني ژورنالو کښي د څېړنیزو مقالو د لا ښه والي په اړه سیمینار وړاندي سو

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۰:۵
په کورني ژورنالو کښي د څېړنیزو مقالو د لا ښه والي په اړه سیمینار وړاندي سو

 

د کندهار پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت اړوند د څېړنيز مرکز د پلان له مخه، د علمي مجلو آمر پوهنيار انجنیر احمد شاه ارشاد په همکارۍ، د بېلابېلو پوهنځیو استادانو ته د «په کورني ژورنالو کښي د څېړنیزو مقالو د لا ښه والي» په اړه سیمینار وړاندي سو.

 

په دغه سیمینار کښي د داخلي ژورنالو له پاره د علمي مقالو د لیکلو پر مهال د عامو تېروتنو، د مقالې د جوړښت، د علمي لیکني د اصولو او د مقالو د کیفیت د لوړاوي په اړه استادانو ته معلومات وړاندي سول؛ همداراز د علمي مقالو د لیکلو پر مهال د اړوندو اصولو مراعاتولو او د مقالو د علمي معیارو سره د برابرولو پر اهمیت بحث وسو.

 

د سیمینار په جریان کښي د ګډونوالو و بېلابيلو پوښتنو ته هم جوابونه وویل سول او سیمینار د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.

 

نېټه: ۱۴۴۸/۴/۲۷

د نشراتو او عامه اړيکو آمریت