په کندهار پوهنتون کي د قرآن کریم د ختم تراویح

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۵:۲۹
image

په کندهار پوهنتون کي د قرآن کریم د ختم تراویح اداء سوې

په کندهار پوهنتون کي، د دعوت او ارشاد آمریت د پلان سره سم، د حافظ صاحب مولوي رفیع الله او حافظ صاحب نورآغا په امامت د قرآن کریم د ختم پيل سوي تراویح اداء سوې، چي په پر مهال ئې، د پوهنتون قدرمن رئيس الحاج شيخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب د رهبرۍ محترمو غړو، د پوهنځيو محترمو رئيسانو، قدرمنو استادانو، په زرونو (زرګونو) محصلانو او د پوهنتون ګاونډيانو ګډون درلود.

د تراویحو له ختم وروسته، د کندهار پوهنتون قدرمن رئيس الحاج شيخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، لومړی د خبرو په شروع کي د روژې د فضیلتو او ثوابو او د تراویحو د اهمیت په اړه تفصیلي خبري وکړې؛ هغه وویل: روژه ډېره د برکت میاشته ده؛ الله تعالی په همدې مبارکه میاشت کي قرآن کریم نازل کړی دئ، د الله تعالی لوی احسان پر موږ او تاسي وسو، چي په تراويحو کي مو د قرآن کریم ختم وکړ، چي دا مو د خپل نبي کریم صلی الله علیه وسلم سنت هم پر ځای کړ. نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: په آخره زمانه کي؛ کله چي په خلکو کي فتنې زیاتي سي او په دغه زمانه کي، څوک زما يو سنت ژوندی کړي او عملي ئې کړي، الله تعالی به هغه ته د سلو شهیدانو اجر ورکړي.
نو ګرانو محصلانو! زه ډېر خوشحاله یم، چي تاسي په دې مبارکه میاشت کي په خپل علمي کور کندهار پوهنتون کي د قرآن کریم د ختم تراویح وکړې؛ کوښښ وکړئ، چي د روژې په وروستیو شپو کي، په ځانګړي ډول په تاق شپو کي، چي د لیلة القدر احتمال پکښي زیات يي، ډېر عبادت وکړئ، دؤعاوي وکړئ او له الله تعالی څخه وغواړئ، چي له تاسي څخه داسي کسان جوړ سي، چي سبا د ټولني رښتيني خدمتګاران سی، دغه راز د اسلامي شریعت پوره پابند واوسئ او خپل صورت او سیرت دواړه د شریعت مطابق جوړ کړئ؛ ځکه دا د الله تعالی او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم غوښتنه ده.

ورپسې د دعوت او ارشاد محترم آمر مولوي فضل احمد فضلي صاحب، محصلانو ته د صورت او سیرت د لا نوري اصلاح په اړه خبري وکړې او له محصلانو څخه ئې وغوښتل، چي خپل صورت او سیرت د شریعت له لارښوونو سره لا ښه برابر کړي او محصلانو ته ئې ځيني اصلاحي سپارښتني هم وکړې.

د مراسيمو په وروستیو کي د تراویحو امامانو او د محصلانو د مرکزي کمېټې غړو ته تحفې ورکړل سوې؛ همدارنګه د دارالحفاظ دوه ممتاز حافظان د طب پوهنځي محصل حافظ حکمت الله د ۹۸ نومرو په ترلاسه کولو او د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصل حافظ احمد د ۹۷ نومرو په ترلاسه کولو سره وستایل سول او تحفې ورکړل سوې. 
وروسته جوړ سوي مراسيم، و ټولو مسلمانانو ته د بریا، کامیابۍ او مغفرت په غوښتلو سره پای ته ورسېدل.

نېټه: ١٤٤٧/٩/٢١