د مونوګراف ليکني سیمینار وړاندي سو
د مونوګراف ليکني سیمینار وړاندي سو
د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د غونډو په تالار کي، د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت اړوند د حرفوي او مسلکي مهارتو د روزني مدیریت، د بېلابېلا پوهنځيو ۱۰۰ محصلانو ته، د مونوګراف ليکني يو ورځنی سیمینار وړاندي کړ.
د سيمينار په شروع کي د علمي څېړنو آمریت اړوند د څېړنوعمومي مدیر ښاغلي عبدالحلیم روښان، لومړی، د مونوګراف ارزښت، پېژندنه، د مونوګراف او مقالې تر منځ بنسټیز توپیرونه، د مونوګراف لیکني موخي او د مونوګراف جوړښت او اړیني برخي (عنوان، پېژندنه، موخي، پوښتني، فرضیې، اهمیت، مېتودولوژي او د تېرو آثارو ته کتنه) تشریح کړې.
ښاغلي روښان د هري برخي علمي ارزښت، د لیکلو اصول او عملي لاري چاري محصلانو ته ور وښودلې؛ هغه وويل: مونوګراف ليکنه د محصل د څېړنیز فکر، تحلیلي وړتیا او علمي لیکوالۍ د هڅوني یو مهم پړاو دئ او لازمه ده، چي د علمي معیارونو مطابق ولیکل سي.
د سيمينار په وروستيو کي د ګډونوالو و پوښتنو ته هر اړخیز جوابونه وويل سول او سيمينار د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.
نېټه: ۱۴۴۷/۵/۲۶