د کيفيت د تضمین او اعتبار ورکولو د علمي پروګرامو او چوکاټ څلور ورځنى د پوهاوي ورکشاپ پای ته ورسېد
د پنج شنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي د سهېل لوېدیځ زون د دولتي او شخصي پوهنتونو له پاره د کيفيت د تضمین او اعتبار ورکولو د علمي پروګرامو او چوکاټ په اړه څلور ورځنی د پوهاوي ورکشاپ پای ته ورسېد، چي پر مهال ئې د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم، د علمي چارو مرستیال پوهنیار عبدالخالق چوپان، د پوهنتونو اُستادانو او د کيفيت د تضمين مسئولانو ګډون درلود.
د دې ورکشاپ په وروستۍ ورځ د سهېل لوېدیځ زون د پوهنتونو استازو د یاد ورکشاپ په ښه ډول او د پلان مطابق پر ترسره کېدو باندي خوښي وښووله او د کندهار پوهنتون د رهبرۍ او مسلکي پرمختيايي مرکز څخه ئې ځانګړې مننه وکړه، چي په تېرو څلورو ورځو کښي ئې د دوی ښه مېلمه پالنه کړې.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د کيفيت د تضمين او اعتبار ورکولو آمر مفتي نذیراحمد احمدي په پوهنتونو کښي د کيفيت د تضمين د پروسې پر ارزښت خبري وکړلې او زياته ئې کړه، چې د دې ورکشاپ د موضوعاتو په ښه تطبیق سره به د پوهنتونو اعتبار په تضمين، لوړ او په نړۍوالو معيارو سره سمبال سي.
وروستیو کښي د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم د ورکشاپ د وړاندي کوونکو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي په پوهنتونو کښي ئې د کیفیت د تضمین د لا ښه پرمختګ په موخه اړین ګامونه اخیستي. ښاغلي عاصم وویل: د لوړو زدهکړو څخه فارغ همدا ځوانان دي، چي زموږ هیواد ته به په هره برخه کي پرمختګ ورکوي.
د یادولو وړ ده، چي په دې څلور ورځني ورکشاپ کښي د ارزوني، اعتبار ورکولو او ځان ارزوني د پروسې او کیفیت د تضمين د چوکاټ جوړښت، معیارونو تفسیر، د اعتبار ساتلو پروسې، د علمي برنامو کلنۍ ارزونه، معیاري سټراټیژیک پلان جوړونه او داسي نورو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندي سول، او ورکشاپ کښي د فعاله ګډون په موخه ټولو ګډون والو ته تصدیق پاڼي ورکړلي سوې.
وروسته دا څلور ورځنۍ ورکشاپ د دؤعا په ویلو پای ته ورسېد.