د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو کابل ته علمي سېر وکړ
تېره اونۍ د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي د څلرم کال محصلانو د نظري زده کړو ترڅنګ د عملي زده کړو په موخه د پېل کړي لړۍ په دوام، کابل ته علمي سېر وکړ، چي ملتيا ئې د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مولوي نور احمد ایوبي، د دعوت او ارشاد آمر مولوي فضل احمد فضلي او د محصلانو د خدماتو او انسجام آمر مولوي محمد معصوم زاهد کوله.
محصلانو کابل ته د خپل اتهه ورځني علمي سېر پر مهال، د کابل پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړيکي پوهنځي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت او هم د همدې وزارت اړوند باختر خبري آژانس، د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون، شریعت ږغ راډیو، ملي موزیم، شمشاد راډیو ټلوېزون او نور تفریحي او تاریخي ځایونه وکتل او هم ئې په اړه هر اړخیز معلومات ترلاسه کړل.
د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي استاد پوهنیار عبدالله احساس، چي د یاد علمي سېر رهبري ئې کوله، په کابل کي د اړوندو ټولو برخو له مسئولانو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي د دوی محصلانو ته ئې په اړوندو برخو کښي پوره معلومات ورکړل.
همداراز محصلانو هم پر یاد علمي سفر خوښي وښودله؛ هغوی دغه علمي سېر د خپلو عملي زده کړو په برخه کي خورا اړین وباله او هم ئې د کندهار پوهنتون له رهبرۍ څخه مننه وکړه، چي د دوی له پاره داسي اوږدمهاله مهم علمي سفرونه برابروي.
د یادوني وړ ده، چي د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو، د کابل پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو ته، د کندهار پېژندني په نامه سیمینار هم دائر کړ، چي پکښي د کندهار پېژندنه، د کندهار لرغوني، تاریخي او تفریحي ځایونه او په نورو برخو کښي معلومات ورته وړاندي سول.