د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي محصلانو علمي سېر وکړ

kdru_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۰:۱۴
image

 

 

د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي محصلانو، د نظري زده کړو ترڅنګ د عملي زدکړو په موخه د پېل کړي لړۍ په دوام، د لوی احمدشاه بابا د مور (زرغونې آنا) مزار او د کندهار د شاولي کوټ اولسوالۍ _ دهلې بند ته علمي سېر وکړ؛

د کندهار پوهنتون ښووني او روزني پوهنځي او د دې پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي د مشترک پلان له مخه، د دوهم ټولګي محصلانو له پاره د هغوی د عمومي پوهي د لوړولو، د افغاني - اسلامي، ملي او علمي شخصیتو سره د بلدتیا، د وطن او هیواد په کچه د مبارزې او علم د میدان ستورو او لارښوونکو څخه د انګېزې او حماسو د اخیستلو او د ګران هیواد له طبیعي او خوندورو مناظرو څخه د لیدلو په هدف ېو علمي سېر ترتیب کړ.

 

 په دغه علمي سېر کښي، اول محصلان د زرغونې آنا زيارت ته ولاړل او هلته د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي استاد: پوهندوی عطاءالله محمدي د زرغونې آنا د ژوند، د زړه ورتیا او شهامت په اړه معلومات ورکړل.

 

ښاغلي محمدي وویل: زرغونه آنا؛ نه یوازي دا چي د افغانانو د معنوي بابا، د معاصر افغانستان د بنسټ ایښودونکي او د خپل زوی لوی احمدشاه ابدالي بابا رحمه الله روزنه او پالنه د هغه د ژوند له لومړيو ورځي څخه تر ځوانۍ پوري کړې وه؛ بلکي کله چي په (۱۷۴۷م.) کال، افغانانو د ېوې ستري تاریخ جوړونکي لویي جرګې د پرېکړي له مخه احمدشاه بابا رحمه الله د خپل حکومت، نظام او دولت مشر غوره کړ؛ نو زرغونې آنا، احمدشاه بابا ته مشورې ورکولې او د ژوند تر پای پورې ئې د بابا د اولي او ستري سلاکاري رول اداء کاوه.

 

همداراز په دغه علمي سېر کښي، د زرغونې آنا د ژوند او تاریخي کارنامو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندي سول او محصلانو د ياد زيارت په اړه خپل معلومات په ترتيب سره له ټولو سره شريک کړل؛ محصلان د لوړو زده کړو وزارت، د کندهار پوهنتون د قدرمني رهبرۍ او د ښووني او روزني پوهنځي؛ په ځانګړي ډول د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي له استادانو څخه ډېر خوښ ول، چي و دوى ته ئې د نظري زدکړو ترڅنګ د عملي زدکړو زمينه برابره کړه.

 

په ورته مهال، محصلان د ا.ا.ا د اطلاعاتو او کلتور وزارت، په ځانکړي ډول د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسئولانو څخه ځانکړې مننه کوي، چي په کندهار کښي ئې، د لوی احمدشاه بابا زرغونې آنا مقبره بیا ورغوله او د سېلانیانو له پاره ئې د سیاحت زمېنه برابره کړه.

 

نېټه: ۱۴۴۷/۴/۲۰