د پښتو موزیلا عام ږغ سيمینار
د پښتو موزیلا عام ږغ سيمینار وړاندي سو
د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیایي مرکز د غونډو په تالار کي، د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګي استاد پوهندوی عطاءالله محمدي، د پښتو موزیلا عام ږغ (Mozilla Pashto Common Voice) سيمینار د ښووني او روزني پوهنځي د فرهنګي کمېټې، د کندهار پوهنتون د برېښنايي زده کړو کمېټي سره د ګډ پلان پر اساس وړاندي کړ، چي پر مهال ئې د یادي څانګي د څلورو ټولګیو محصلان حاضر ول.
د سیمینار په شروع کي ښاغلي محمدي صاحب، په ټکنالوژۍ کي د پښتو ژبي د پراختيا او پياوړتيا په اړه خبري وکړې او له ګډونوالو څخه ئې وغوښتل، چي د خپلي ژبي له پاره مسئولانه کار وکړي؛ ترڅو پښتو پياوړې او د ژونديو ژبو د قطار په سر کي ځاي ولري.
وروسته ئې په یو پرېزینټېشن کي د موزیلا عام ږغ – پښتو د استعمال په اړه عملي لارښود وړاندي کړ، هغه په عملي ډول ګډونوالو ته وښودل، چي څنګه کولای سي د موزیلا عام ږغ ویب پاڼي ته داخل سي، د پښتو ژبي برخه وټاکي، خپل ږغ ثبت کړي او یا د نورو ثبت سوي ږغونه تائید کړي. همداراز ئې زیاته کړه، چي هر ګډونوال کولای سي د څو دقیقو وخت په ورکولو سره د پښتو ژبي د ډیجیټلي کولو، مصنوعي ځیرکتیا او عصري ټکنالوژۍ د پرمختګ په برخه کي عملي ونډه واخلي.
د سیمینار په وروستیو کي د ګډونوالو پوښتنو ته جوابونه وویل او سیمینار د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.
نېټه: ۱۴۴۷/۷/۱۳