د پوهنتون د پاکوالي او صفایۍ درې ورځنی ګډ اشر وسو

kdru_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۱۰:۴۴
pr

د کندهار پوهنتون د چاپېریال ساتني او زرغونتیا کمېټې د کاري پلان سره سم، د پوهنتون د ټولو پوهنځیو په ځانګړي ډول د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګي محصلانو د پوهنتون د پاکوالي او صفایۍ درې ورځنی اشر وکړ، چي د ياد اشر د لومړۍ ورځي پر مهال، د څېړنو او مجلو معاونیت، په دوهمه ورځ د فوټبال د میدان او په درېيمه ورځ د ټولو پوهنځیو د څنګو هغه نهالان، چي په تېرو وختو کښي کښېنول سوي ول، خو بادو او دوړو خراپ کړي ول؛ بیرته سم کړل سول.
د اشر پر مهال محصلانو پر ټولو نورو محصلانو هم ږغ وکړ، چي د نهالانو اېښوول او د درختو پالل صدقه جاريه ده؛ بايد ټول خلک ئې ساتني او مراقبت ته متوجې سي او تر خپله وسه دغه د خير په کار کښي برخه واخلي.
همداراز محصلان او استادان وايي: د پوهنتون د پاکوالي او صفایۍ د ګډ کار او اشر لړۍ به دوام ولري، او د پوهنتون د پاکوالي او صفایۍ ترڅنګ ئې، ېوه موخه د پښتني ټولني د دې دود ژوندي ساتل او محصلان د ګډ کار سره آشنا کول دي.