د مسلکي رسنيزي مرکې ورکشاپ دائر سو
د مسلکي رسنيزي مرکې ورکشاپ دائر سو
د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي اړوند د رسنیو د عملیاتي مرکز آمریت د پوهنتون ږغ راډیو عمومي مدیر ښاغلي ذکریا فاروقي د محصلانو د مسلکي وړتیاوو د لوړاوي په موخه د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو ته «د مسلکي رسنیزي مرکه» کولو په نوم دوه ورځنی ورکشاپ دائر کړ.
په یاد ورکشاپ کښي، د مسلکي مرکې د پوښتنو د جوړښت، د مرکې د ډولونو، له مرکې څخه د خبر او راپورتاژ د جوړولو او د مسلکي مرکې د کولو له پاره د خبریال د اړینو ځانګړتیاوو په اړه عملي او تفصیلي معلومات وړاندي سول او هم د محصلانو و بېلابيلو پوښتنو ته جوابونه وويل سول.
د یادولو وړ ده، چي د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي د رسنیو عملیاتي مرکز آمریت تر دې مخکي هم د محصلانو د مسلکي وړتیاوو د لوړاوي په موخه بېلابېل روزنیز، عملي او تخصصي ورکشاپونه دائر کړي دي.
نېټه: ١٤٤٨/٢/۲۵
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت