د ماسټرۍ برنامو او شپې پوهنځیو د کانکور آزموینه واخيستله سوه

kdru_admin
/

د جمعې په ورځ د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د آزموینو د ملي ادارې د کندهار پوهنتون د ماسټرۍ برنامو، د شپې پوهنځیو، او د ماليې وزارت اړوند د نفت او ګاز دولتي شرکت؛ د بستونو د استخدام له پاره د سلونو ګډون والو څخه د کانکور آزموینه واخيسته.

د آزمویني د پرانیستني مراسم، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سول، په سر کي د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم ټولو ګډون والو ته ښه راعلاست ووایه او وه ئې ویل: د خوښۍ ځای دئ، چي نن کندهار پوهنتون کښي د طب پوهنځي د MPH ماسټرۍ ترڅنګ، په لومړي ځل د شرعیاتو پوهنځي اړوند د اسلامي تعلیماتو د ماسټرۍ برنامې له پاره هم کانکور آزموینه اخیستله کېږي، ښاغلي عاصم وویل: د کندهار پوهنتون د نورو پوهنځیو له پاره هم د ماسټرۍ د برنامو د ایجاد پلان لرو، او په دې برخه کښي لوړو زده کړو وزارت د پوره همکاریو ډاډ راکړی.

وروپسې کندهار پوهنتون ته، د آزموینو د ملي ادارې د راغلي هيئت مشر پوهنیار محمد فاروق حکیمي د آزمویني ټولو ګډون والو ته ډاډ ورکړ، چي د آزمویني ټول بهیر به، پرته له کومي لاس وهني او په شفاف ډول سرته رسېږي، او ستاسي پایلي به ستاسي د استعداد پر اساس اعلانیږي.

تر مراسمو وروسته د پوښتنو صندوق د کندهار پوهنتون رهبرۍ، د آزمويني ملي ادارې راغلي هيئت او د آزمويني دوو ګډونوالو پرانيست او ټولو ګډون والو ته په منظم ډول د سوالو فورمې ووېشلي سوې، او د آزمويني جریان د کندهار پوهنتون د مسؤلانو او د آزموینو ملي ادارې غړو په منظم ډول وڅاره.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۶ - ۹:۲۰
Background image

د ماسټرۍ برنامو او شپې پوهنځیو د کانکور آزموینه واخيستله سوه

د جمعې په ورځ د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د آزموینو د ملي ادارې د کندهار پوهنتون د ماسټرۍ برنامو، د شپې پوهنځیو، او د ماليې وزارت اړوند د نفت او ګاز دولتي شرکت؛ د . . .

شنبه ۱۴۰۲/۸/۶ - ۱۵:۳۱
Background image

د انګلېسي ژبي د کورس د پېل خبرتیا‌

هغه محصلان چي د انګلېسي ژبي له پاره ئې نوم لیکنه کړې ده؛ خبر ورکول کیږي، چي راتلونکې دو شنبه (۸ – لړم – ۱۴۰۲) د صـنف شروع او حاضرۍ ترتیبیږي؛ هیله ده پر ټاکلي وخت د پوهنتون د غونډو عمومي . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲ - ۱۱:۴۳
Background image

کندهار پوهنتون د کار و اهل کار ته د سپارلو په موخه، لاندي خالي (۴ او ۵) بستونه د آزادي سیالۍ له لاري اعلان ته سپارلي.

کاندیدان کولای سي، چي د کاندیدۍ فورمې د کندهار ولایت د بشري سرچینو د ریاست او د کندهار پوهنتون د بشري سرچینو له آمریت څخه ترلاسه کړي.

د پېل نېټه: ۱۴۰۲/۷/۲۷

د پای نېټه: ۱۴۰۲/۸/۶

Back to announcements