د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین او ورسره مل پلاوي د کندهار پوهنتون له رئېس سره وکتل

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۹:۱۳
asdf

 د دوشنبې په ورځ، د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب صاحب او د یاد وزارت د زېربنايي چارو رئېس حضرت ابوبکر کندهار ته په خپل کاري سفر کښي، د کندهار بوهنتون له رئېس او د یاد بوهنتون له مسئولانو سره وکتل.

په پېل کښي، د کندهار پوهنتون رئېس الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي، د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین محترم حافظ مولوي محمد حامد حسیب ته ښه راغلاست ووایه او په ياد پوهنتون کښي ئې د روانو رغنیزو چارو او فعالیتو په اړه معلومات ورکړل.

وروسته د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین او ورسره راغلي پلاوي، د کندهار پوهنتون رئېس، د کندهار پوهنتون د څېړنو مرستیال او د کندهار پوهنتون د تدارکاتو آمر، په عینو مېنه کښي، د کندهار پوهنتون د غصب سوي مځکي، د کادري روغتون د روانو روغتیایي چارو او طب پوهنځي کښي د نوي لیلیې د ودانۍ څخه لیدنه وکړه او د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین له خپله اړخه د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.