د طب پوهنځي محصلانو ته اصلاحي او عقیدتي بیان وسو

kdru_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۲۷
image

د طب پوهنځي محصلانو ته اصلاحي او عقیدتي بیان وسو

د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي د غونډو په تالار کي، دعوت او ارشاد آمریت د خپلو فعاليتو په ادامه؛ د شيوخو کرامو د درسو په لړۍ کي، د طب پوهنځي محصلانو ته، د دارالعلوم اسلامیه کندهار مدرسې استاد، شیخ القرآن والحدیث مفتي مولوي نجیب الله منیب صاحب (په اسلام کي د ږیري او لنګوټې اهمیت، د ږیري پرېښودلو ګټي، د ږیري د خرېیلو زیانونه او حکم ئې) موضوع تشريح او بیان کړه، چي پر مهال ئې طب پوهنځي سلونه (سلګونه) محصلان او محترم استادان حاضر ول.

په همدې موخه جوړه سوې غونډه، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آياتو په تلاوتولو پيل سوه؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر محترم مولوي فضل احمد فضلي صاحب ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د داسي علمي او اسلامي بیانو پر ارزښت خبري وکړې او له محصلانو ئې وغوښتل، چي د غونډي ټول موضوعات په پوره توجه واوري.

وروسته د دارالعلوم اسلامیه کندهار مدرسې استاد، شیخ القرآن والحدیث مفتي مولوي نجیب الله منیب صاحب په خپل بیان کي د ټاکل سوي موضوع، چي «په اسلام کي د ږیري او لنګوټې اهمیت، د ږیري پرېښودلو ګټي او د ږیري د خرېیلو زیانونه» وه، په اړه د قرآن کریم او احادیثو په رؤڼا کي موضوعات وړاندي کړل او د ږیري پرېښودلو دیني، اخلاقي او ټولنیزي ګټي ئې په هر اړخيز ډول بیان کړې؛ همدارنګه ئې د ږیري د خرېیلو د زیانو په اړه هم خبري وکړې او د ږیري خرېيل ئې د سنتو خلاف عمل او لويه ګناه وبلله.

د بيان په وروستيو کښي د ګډونوالو و پوښتنو ته جوابونه وويل سول او وروسته بیان د دؤعا په کولو سره پاى ته ورسېد.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۲۱