د شخصي لوړو زده کړو مؤسساتو د پسرلني سمیسټر کانکور آزموینه واخیستله سوه

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴۲
x

په کندهار کښي، د ملالۍ، میرویس نیکه، سبا، بېنوا او لمر د لوړو زده کړو شخصي مؤسسو د (۱۴۰۳.ل) کال د پسرلني سمیسټر د شمولیت له پاره د دوولسم او څوارلسم ټولګیو ګڼ شمېر فارغانو څخه، د کندهار پوهنتون د رهبرۍ په څار او نظارت سره د تېري پنج شنبې او جمعې ورځ د عمومي کانکور آزموینه واخیستله سوه.

د یادو آزموینو څخه د څار او نظارت پر مهال د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال م. نوراحمد ایوبي، د محصلانو چارو آمر رحمت الله رښتین او د بېلابېلو پوهنځیو څخه ګمارل سوو استادانو، د شخصي لوړو زده کړو مؤسسو له فعالیتو، تدریس او امکاناتو څخه خوښي وښودله او له هغوی څخه ئې مننه وکړه، چي ټولني ته د ځوانو کادرونو په روزلو کي خپلي هلي ځلي کوي؛ دوی همداراز د کانکور ګډونوالو ته د بشپړ شفافيت ډاډ ورکړ او له هغو څخه ئې مننه وکړه، چي د ورځنيو بوختياؤ ترڅنګ په خپل شخصي لګښت لوړي زده کړي کوي او هم ئې هغوى ته لارښوونه وکړه، چي په انتخابونو کښي د خپلي خوښي انتخابونه وکړي او هم دي د ټولني اړتيا ته په کتلو سره داسي انتخاب وکړي، چي سبا د ټولني په درد وخوړل سي.

وروسته ټاکلي هيئت او مېلمنو د آزمويني د سوالو صندوق پرانيست، برخه والو ته ئې د سوالو فورمونه ووېشل او د فورم تر تشريح وروسته د آزمويني پروسه پېله سوه او د یادولو وړ ده، چي د دغي آزموينو پايلي به ژر تر ژره اعلان سي.

شنبه : ۱۴۴۵/۷/۱۸

د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴۲
Background image

د شخصي لوړو زده کړو مؤسساتو د پسرلني سمیسټر کانکور آزموینه واخیستله سوه

په کندهار کښي، د ملالۍ، میرویس نیکه، سبا، بېنوا او لمر د لوړو زده کړو شخصي مؤسسو د (۱۴۰۳.ل) کال د پسرلني سمیسټر د شمولیت له پاره د دوولسم او څوارلسم ټولګیو ګڼ شمېر فارغانو څخه، د کندهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۰:۳۶
Background image

د سرطان نړۍواله ورځ ولمانځله سوه

د کندهار پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت او د طب پوهنځي د فرهنګي کمېټې د پلان له مخه؛ د طب پوهنځي د علمي کنفرانسو په تالار کښي، د همدې پوهنځي استاد پوهنوال ډاکټر نعمت الله اسحاق د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۸ - ۱۱:۴۵
Background image

د کمپیوټر زده کړي، له کورس څخه ۱۳۰ محصلان فارغه او د خاصو مراسمو په ترڅ کښي فراغت لیکونه ورکول سول


د شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د کمپیوټر مدیرت او آفیس زده کړي له پروکرامو څخه ۱۳۰ محصلان له دوه میاشتني زده کړو وروسته فارغه سول، چي په همدې موخه د محصلانو. . .

BACK TO NEWS