د سټراټيژيک پلان او راپور جوړوني درې ورځنی ورکشاپ پېل سو 

kdru_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۴:۳۷
image

 

د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز په تالار کښي، د یاد مرکز د پلان پر اساس د کندهار پوهنتون او د کندهار خصوصي پوهنتونو د سټراټيژيک پلان کمېټې د غړو او استادانو له پاره د سټراټيژيک پلان او راپور جوړوني درې ورځنی ورکشاپ د اقتصاد پوهنځي او د کندهار پوهنتون د پلان او پاليسۍ د عمومي مدیریت په همکارۍ پېل سو.

په همدې موخه جوړ سوی ورکشاپ چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سو، په سر کښي د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز آمر پوهندوی عطاءالله محمدي ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او په پوهنتونو کښي ئې د سټراټيژيک پلان پر ارزښت خبري وکړې، چي په خبره ئې د هر پوهنتون له پاره د سټراټیژیک پلان سته والی، د سټراټیژیک پلان منظم تطبیق د اهدافو د لاسته راوړلو او د پوهنتون په پرمختګ کښي ډېره مهمه ونډه لري.

وروسته د اقتصاد پوهنځي استاد او د یاد ورکشاپ لارښود پوهنیار ګلاب الدین نوري او د پلان او پالیسۍ مدیر ضیاء خان زیارمل د سټراټیژیک پلان د ښه جوړولو او ترتیبولو په اړه ځانګړی پرېزینټېشن وړاندي کړ، چي پکښي د سټراټيژيک پلان تدوين، پړاوونه، سټراټيژیک پلان، د لرلید او رسالت ځانکړتیاوي، د سټراټيژیک پلان د تدوین احصائیوي فارمټو او د راپورو توحیدولو اړوند معلومات وړاندي کړل او همداراز د ګډونوالو نظرونه، وړاندیزونه واورېدل سول او پوښتنو ته ئې جوابونه وویل سول.

د یادوني وړ ده، چي دا ورکشاپ به درې ورځي دوام ولري، چي ګډونوالو ته به، د سټراټيژيک پلان او راپور جوړوني هر اړخیز معلومات وړاندي سي.

وروسته د اولي ورځي ورکشاپ د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.

نېټه: ١٤٤٧/٤/٦
د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت