د سهېل لوېدیځ زون د دولتي پوهنتونو او لوړو زده کړو مؤسسو له پاره د برېښنايي زده کړو په نوم ورکشاپ پای ته ورسېدی
د پنج شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د مسلکي او پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي، د لوړو زده کړو وزارت له لوري د سهېل لوېدیځ زون د دولتي پوهنتونو او لوړو زده کړو مؤسسو له پاره د برېښنايي زده کړو په نوم؛ درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.
د یاد ورکشاپ په وروستي مراسمو کي د لوړو زده کړو وزارت د علمي معاونیت سلاکار پوهنوال غلام دستګیر خاورین، د برېښنايي زده کړو پر ارزښت هر اړخیزه وینا وکړه، ورپسې ئې د هر پوهنتون د پرمختګ او د محصلانو د ظرفیت لوړوني له پاره ډېره مهمه وبلله؛ چي په خبره ئې باید د دې برخي مسئولان د یادي برخي له پاره ډېر کار وکړي.
ښاغلي خاورین د خپلو خبرو پر مهال وویل: دا مهال د هیواد په بېلا بېلو دولتي پوهنتونو او لوړو زده کړو مؤسسو کښي، د لوړو زده کړو وزارت له لوري شپاړس د برېښنايي زده کړو د ثبت سټوډیووي جوړي سوي، چي لا ئې هم په نورو پوهنتونو کښي، د جوړېدو چاري د پراختیا په حال کښي دي.
په وروستیو کښي، د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال دوکتور ضیاءالرحمن مشک عالمزی، خوښي وښودله؛ چي د سهېل لوېدیځ زون د پوهنتونو له پاره د برېښنايي زده کړو د رامنځ ته کولو په موخه ېو علمي او تخنیکي ورکشاپ دائر سو، چي په خبره ئې د هر پوهنتون له پاره د برېښنايي زده کړو استفاده او ښه والی ئې ېو له مهمو فعالیتو څخه دئ.
د یادولو وړ ده؛ چي د دې ورکشاپ له لاري په درو ورځو کښي، د برېښنايي زدکړو پر پېژندنه، اساسي موخي، د برېښنايي زدکړو لومړۍ اړتیاوي، د برېښنايي زدکړو مېتودونه، د HLMS سیسټم پېژندنه، په سټوډیو کښي عملي کار، د وېډیو ثبت او نورو اړوندو موضوعاتو باندي بحث او خبري وسوې، او هم د ګډونوالو پوښتنو ته مفصل جوابونه وویل سول.