د روغتون نرسانو ته د ناروغ د مراقبت په نوم درې ورځنی سیمینار وړاندي سو
د روغتون نرسانو ته د ناروغ د مراقبت په نوم درې ورځنی سیمینار وړاندي سو
د کندهار پوهنتون اړوند د مستشفی عمر تدریسي روغتون د ظرفیت لوړاوي عمومي مدیریت د پلان له مخه؛ د یاد روغتون په انستیزیا څانګه کښي ۱۲ رسمي نرسانو ته د عملیاتو څخه مخکي، د عملیاتو پر مهال او له عملیاتو وروسته د ناروغانو د مراقبت او پالني په اړه درې ورځنی سیمینار وړاندي سو.
په دغه سیمینار کښي د انستیزیا څانګي آمر، متخصص محمد اسماعیل احدي د عملیاتو څخه مخکي د ناروغ د چمتو کولو، د عملیاتو پر مهال د ناروغ د وضعیت د څارني او اړینو مراقبتي اقداماتو او له عملیاتو وروسته د ناروغ د روغتیايي وضعیت د ارزوني او مراقبت اړوند مهم او مسلکي موضوعات وړاندي کړل او هم ئې د ګډونوالو و بېلابيلو پوښتنو ته جوابونه وویل.
د یاد روغتون مسئولان وایي: د یاد درې ورځني سیمینار موخه د نرسانو د مسلکي ظرفیت لوړول او د عملیاتو په بېلابېلو پړاوو کښي د ناروغانو د لا ښه مراقبت او پالني له پاره د هغوی د وړتیاوو پیاوړتیا وه.
نېټه: ١٤٤٨/٣/٢٧
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت