د رواني ناروغيو د حللارو او مشورو د مهارتو سيمينار وړاندي سو
د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي، د محصلانو د خدماتو د همغږۍ آمریت اړوند د رواني مشورې مرکز د پلان له مخه، د ښووني او روزني پوهنځي د ارواپوهني څانګي د استادانو: پوهنوال سید عباس هاشمي او پوهندوی علي نقي محمدي په همکارۍ، محصلانو ته د «رواني ناروغیو د حللارو او مشورې مهارتو» سیمینار وړاندي سو.
په سیمینار کښي د رواني ناروغیو مفهوم او علمي پېژندنه، د رواني ناروغیو د رامنځ ته کېدو لاملونه، د رواني ناروغیو د تشخیص او درملني بېلابېل ډولونه: خپګان، اضطراب، دوه قطبي اختلال، شیزوفرینیا، د صدمې وروسته رواني اختلال، وسواسي اختلال، د خوړو اختلالات، عصبي پرمختیايي اختلالات او د موادو د استعمال اختلالات؛ همداراز د رواني ناروغیو پر رامنځ ته کېدو د بیولوژیکي، جنیټیکي، رواني، ټولنیزو او اقتصادي عواملو اغېزې، د جنګو او سختو پيښو رواني پایلي، د رواني ناروغیو د مخنیوي لاري، رواني درملنه، درملیزه درملنه او د کورنۍ او ټولني د ملاتړ ارزښت په اړه معلومات شریک سول.
په وروستیو کښي د محصلانو و پوښتنو ته جوابونه وویل سول او سیمینار د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.
نېټه: ۱۴۴۸/۶/۱۴
د نشراتو او عامه اړيکو آمریت