د دارالصالحین لیليې محصلانو ته اصلاحي بیان وسو

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۲:۱۱
image

د دارالصالحین لیليې محصلانو ته اصلاحي بیان وسو

د دوشنبې په ماښام د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، د پوهنتون په مسجد کي د دارالصالحین ليليې زرونو (زرګونو) محصلانو ته بېلابېلي لارښووني وکړې.

بيان چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سو؛ ښاغلي شیخ صاحب د خپلو خبرو په پيل کي محصلانو ته وویل: ټولو ته د تېر سوي کوچني اختر مبارکي وایم، خوشحاله یم، چي ټول په منظم ډول خپلو درسو ته حاضر سوي یاست؛ عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ستاسي څخه ډېر خوشحاله دئ او تل نور پوهنتونونه د کندهار پوهنتون له معیار سره پرتله کوي. همداراز، بېلابېلي امارتي ادارې هم زموږ څخه غوښتنه کوي، چي د کندهار پوهنتون محصلان د کار له پاره ور وپېژنو، دا یو لوی ویاړ دئ، زه له تاسي څخه تمه لرم، چي د دې باور او اعتماد قدر وکړئ؛ ځکه تاسي اوس په ښه کیفیت روزل سوي یاست. دغه راز خپلو حاضریو ته جدي پام وکړئ، له بې‌ ځایه غیرحاضریو څخه ډډه وکړئ او خپل درسونه په ښه ډول تعقیب کړئ، خپل صورت او سیرت د اسلامي شریعت له اصولو سره لا ښه سم برابر کړئ؛ هر څونه چي تاسي شریعت ته لا زیات پابند پاته سئ، زه به هم شپه او ورځ ستاسي د خدمت له پاره ولاړ یم.

دغه راز ښاغلي طیبي صاحب وويل: د علماء کرامو او خپلو استادانو لا نور احترام کوئ، خبرو ته ئې په دقت غوږ ونیسئ او په لارښوونو ئې عمل وکړئ؛ له یو بل سره په ښه فضا او اخوت ژوند وکړئ او له ډله‌ بازۍ او قوم‌ بازۍ څخه ځانونه وساتئ. همدارنګه، له دې وروسته به د مسجد شریف امام، مولوي زین‌العابدین آغا صاحب، د سهار له لمانځه وروسته د قرآن کریم د ژباړي او تفسیر نیم ساعت درس هم پیل کړي، چي باید ټول محصلان پکښي ګډون وکړي او ګټه ځني واخلئ.

وروسته شیخ صاحب تولو محصلانو ته دؤعا وکړه او مجلس د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۱۲