د انجنیري پوهنځی لنډه پېژنده
د اوبو او چاپېریال انجنیري څانګه
د کندهار پوهنتون، د اوبو او چاپېریال انجنیري څانګي تاریخچه او لنډه پېژندنه:
داوبو او چاپېريال انجنيري څانګي تأسيس په ۲۰۱۲ کال کي، د انجنيري پوهنځي په چوکاټ کي دکندهار پوهنتون او د انجنیري پوهنځي استادانو او کارمندانو د نه ستړي کېدنکو اونه هېرېدونکو خدمتونو څخه شمېرل کيږي. د افغانستان په پوهنتونونو کي د اوبو او چاپېريال انجنيري په برخه کي دا لومړۍڅانګه ده چي د لومړي ځل لپاره په کندهار پوهنتون کي تأسيس سوه. له نېکه مرغه په جنوب لويديځه حوزه کي د هلمند دريايي حوزې شتون د اوبو او چاپېريال انجنيري څانګي ته زيات د عملي کار زمينه برابروي ، او ټوله هغه مسايل چي بايد په نوموړي حوزه کي په مسلکي ډول حل سي ، د همدې څانګي څخه وړاندي سوي بشري قوې په واسطه به حل او فصل سي . او د همدې دريايي حوزې د اوبو د زېرمو څخه په اعظمي ډول استفاده او د زون په کچه په تخنيکي او مسلکي ډول د هغوئ استعمال به له همدې څانګي د روزلو او استادانو له لاري په پياوړي ډول صورت و نيسي. د کندهار پوهنتون د انجنيري پوهنځي په چوکاټ کي د سيول څانګي څخه وروسته د اوبو او چاپېریال انجنيري څانګه تأسيس سوې ده . د نوموړي څانګي کوريکولم په تايلند هيواد کي د آسيا ټيکنالوجي انستتيوت AIT) )په تخنيکي همکاري د نړيوالي منل سوي انجنيري او ټيکنالوجي کميټې د معيارونو په رڼا کي د کاناډا په مالي مرسته جوړ سوی دی. اوس مهال د اوبو او چاپېریال انجنيري څانګه نهه (۹) تنه استادان لري، چي د هغوئ د جملې څخه یو تن پوهاند ، دوه تنه پوهنوالان ، درې تنه پوهندوی دوکتوران او درې تنه پوهنیاران دي.
د اوبو او چاپېریال انجنيري څانګه غواړي چي د اوبو او چاپېریال په برخه کي د لوړو زده کړو او مسلکي کادرونو په روزلو، د څېړنو په سرته رسولو او خدماتو په وړاندي کولو سره د هيواد په کچه مخکښه ، او سيمه کي نوموتې اداره وي.
رسالت :
د اوبو او چاپېرېال انجنېري څانګه د خپل رسالت له مخي د داسي يو علمي چاپېرېال د رامنځ ته کولو لپاره کار کوي چيري چي د هغه استادان، مامورين او محصلين وکولاي سي خپل لېرليد ته ورسيږي.
هدف :
د اوبو او چاپېريال انجنيري څانګه چي د اوبو او چاپېريال په برخه کي يې د هيواد په کچه د لاندي موخي له مهمو او اساسي موخو له جملې څخه دي :
۱. وړکادرونو روزل
۲. څېړنو ترسره کول او
۳. ټولنيزو خدماتو وړاندي کول
ارزښتونه :
۱. اسلامي او افغاني مقدساتو ته درناوی
۲. منلی ملي او نړیوال کیفیت
۳. اسلامي او انساني اخلاق ، د خدمت او وطن دوستۍ روحيه
۴. شفافيت او د فساد مخنيوی
پېژندنه
د استاد ژوند لیک
محمد اسلم حاذق
د اوبو انجنيري او مديريت ، ماسټر
پوهاند محمد اسلم حاذق د ۱۳۹۰ه ل. کال را په دې خوا د پوهنځي رسمي استاد دئ . د دې وظيفې څخه وړاندي ئې د ساحوي انجنیر او مشر انجنير په صفت په مختلفو انجنيري پروژو کي دنده تر سره کړې ده . د ۱۳۹۰ ه ل . کال څخه را په دې خوا په انجنيري پوهنځي کي په تدريس بوخت دئ . نوموړي خپل د لسانس او ماسټري په په دوره کي د انجنیري د برخي بیلابېل اساسي او تخصصي مضامین ویلي دي. د ښاغلي محمد اسلم حاذق تخصصي رشته د اوبو انجنيري او مديريت دئ. پوهاند حاذق د پوهنځي د تدريس سره په څنګ کي ، د پوهنتون او پوهنځي په کچه په بیلابیلو کمیټو کي فعاله برخه اخیستې او همدارنګه د پوهنتون څخه دباندي د نورو دولتی او غیری دولتی ارګانونو سره د پوهنتون په چوکاټ کي مرسته او خدمت کوي. پوهاند حاذق صاحب تر دې دمه ۲۰ علمي مقالې او څېړني ترسره کړي دي.
تدریس لیوالتیا
د اوبو رسولو انجنيري، هايدراليک ، هايدرولوژي ، فلويد ميخانک
د تجربې ساحه
د اوبو رسولو د شبکې ډيزاين ، GIS، د قطره يي ابياري شبکې ډيزاين د چښاک اوبو کيفيت او د
اوبو د زېرمو مدیریت.
ترسره سوي څېړنو نمونه
۱- په کندهار ښار کي د چښاک د اوبو فزيکي او کيمياوي کيفيت ارزونه . (د پوهنملي رتبې لپاره
څېړنه).
تازه نشر سوي څېړنو نمونه
- An Empirical Analysis of Domestic Water Sources, Consumption and Associated Factors in Kandahar City, Afghanistan.
- Physiochemical Assessment of Drinking Water Quality in Kandahar City, Afghanistan.
- Performance Benchmarking of Kandahar Water Supply Systems using Data Envelopment Analysis (DEA).
- Identification of Suitable Sites for Rainwater Harvesting Using GIS in Kandahar Province, Afghanistan.
- د اړیکی معلومات
- نوم: پوهاند انجنیر محمد اسلم حاذق
- د اوبو انجنيري او مديريت ، ماسټر
- دنده (پوزیشن): د انجنیري پوهنځي استاد
- څانګه: اوبه او چاپېریال ساتنه
- الیکترونیکي ادرس: aslam.haziq@gmail.com
- د اړیکی شمیره: 0093(0)700301213
د استاد ژوند لیک
نذير احمد قانع
اوبه او چاپېریال (انجنيري او د اوبو د سرچينو مديريت)، ماسټر
نذير احمد قانع په ۱۳۸۶ کال کی د کندهار پوهنتون د سیول څانګي څخه فرغ او په ۱۳۸۷ ل. کال کي په انجنیري پوهنځي کي د علمیي کادر په توګه دغه علمي کهول سره یوځای سو. نوموړي خپل د ماستري سند د تایلیند هیواد د AIT ایشن انسټیټوت او تکنالوجی پوهنتون څخه د انجنیري او د اوبو مدیریت په برخه کي ۲۰۱۱کال تر لاسه کړ، چي تقریبا ۱۷ کاله کیږی د استادي مقدسه دنده پر مخ وړي. ښاغلی قانع د پوهنځي او پوهنتون په کچه په بېلابېلوبستونو کي خدمت کړی دی، په مختلفو کمېټو کي ئې فعاله برخه اخیستې او همدارنګه د پوهنتون څخه د بانديی د نورو دولتي او غیر دولتي ارګانونو سره د پوهنتون په چوکاټ کي مرسته او خدمت کوي، فعلاً د اوبو اوچاپېریال انجنیري څانګي د آمر په توګه دنده مخته وړي. پوهنوال قانع د لوړو زده کړو د رهبري، د کيفيت څخه د تضمين، د درسي نصاب د تجديد او پراختيا، علمي څېړنو، محصلانو ته د خدماتو د وړاندي کولو، د داخلي پوهنتونونو او پر منطقوي او نړېواله سطحه د نورو پوهنتونونو او علمي مرکزونو سره د کندهار پوهنتون د اړيکو د ايجاد او پراختيا په برخه کي تر ۱۶ په ډېرو بين المللي غونډو کي فعاله ګډون کړي دي. پوهنوال قانع د ده د ارزښتناکه او صادقانه خدمتونو د سرته رسولو په موخه د مختلفو ملي او بين المللي ادارو لخوا څخه تر ۱۴ زيات ستاينليکونو، مننليکونو او تقديرنامو وياړل سوی دی. پوهنوال قانع صاحب تر دی دمه ۱۱ علمي مقالې او څېړنی ترسره کړي دي.
تدریس لیوالتیا
فلوید میخانیک ، د اوبو رسولو انجنیري
د تجربې ساحه
آبرساني آبياري
ترسره سوي څېړنو نمونه
۱- په کندهار ولايت کي د لمريزو پمپونو ارزونه (څېړنه په پښتو ژبه).
۲- په مختليفو پايپونو د اصطکاک ضريب پيدا کول (څېړنه په پښتو ژبه).
۳- په کندهار ولايت کي د اومو او پخو ويالو ارزونه ( د ماسټري د تيزيس څېړنه په انګلیسی ژبه).
۴- د حلقوي جذب سنج په واسطه په عينو مېنه کي د اوبو د جذب اندازه معلومول (څېړنه پو پښتو ژبه).
۱- په کندهار ولايت کي د لمريزو پمپونو ارزونه (څیړنه په پښتو ژبه)
۲- په مختليفو پايپونو د اصطکاک ضريب پيدا کول (څیړنه په پښتو ژبه).
۳- په کندهار ولايت کي د اومو او پخو ويالو ارزونه ( د ماسټري د تيزيس څيړنه په انګلیسی
ژبه).
د اړیکی معلومات
نوم: پوهنوال دیپلوم انجنیر نذير احمد قانع
اوبه او چاپیریال (انجنيري او د اوبو د سرچينو مديريت)، ماسټر
دنده (پوزیشن): د انجنیری پوهنځي استاد
څانګه: اوبه او چاپیریال ساتنه
الیکترونیکی ادرس: Nazir.hsf@gmail.com
د اړیکی شمیره: 0093(0)700326108
د استاد ژوند لیک
شېر شاه رشاد
د جیالوجي ماسټر
|
sdfsdfsfsdfsfdsد اړیکی معلومات نوم: پوهنوال دیپلوم انجنیر نذير احمد قانع اوبه او چاپیریال (انجنيري او د اوبو د سرچينو مديريت)، ماسټر دنده (پوزیشن): د انجنیری پوهنځي استاد څانګه: اوبه او چاپیریال ساتنه الیکترونیکی ادرس: Nazir.hsf@gmail.com د اړیکی شمیره: 009-370-032-610-8
|
پوهنوال شېرشاه رشاد د ۱۳۹۶ ه ل. کال د تلي د میاشتي له ۲۶ را هيسي د اوبو او چاپيريال انجنيري څانګي غړی دئ. تر دې وړاندي په ۱۹۸۷ ـ ۱۹۹۳ کلو کي هغه د افغانستان دعلومو اکاډيمۍ د جيالوجي په انستيوت کي علمي غړی و. نوموړی په ۲۰۱۳ ـ ۲۰۱۶ کلو کي دکندهار پوهنتون د پاچاخان علمي څېړنيزمرکزد رئيس په توګه ټاکل سوی و. د ۲۰۱۷کال له پيل څخه تر ۲۰۲۲ کال پوري يې د پوهنتون د علمي مرستيال دنده سرته رسولې ده. د پوهنتون په بيلابيلو کمېټو کي غړيتوب لري او په پوهنځی کي د رشتې اړوند مضامين تدريسوي.
پوهنوال رشاد صاحب تر دې دمه ۱۵ علمي مقالې او څېړنی ترسره کړي دي.
تدریس لیوالتیا
جیولوژي او هایدروجیولوژي
د تجربې ساحه
ترمځکي لاندي د اوبو مديریت
ترسره سوي څېړنونمونه
۱- د منرالي اوبو سرچينې.
تازه نشر سوی څېړنو نمونه
۱: دافغانستان د منرالي اوبو سرچينې کتاب،( ۲۰۰۵ کال، پېښور، پاکستان ) په جرمني کي د افغاني کلتور د ودي ټولني له خوا چاپ.
۲: ترمځکي لاندي د اوبو تنظیم او مدیریت درسي کتاب، د پوهندوۍ له پاره ژباړه، (۱۴۰۰ کال) کندهارپوهنتون.
۳: هایدروجیولوژي درسي کتاب، (۱۴۰۳ کال ) کندهار پوهنتون.
۴: د خواجه ګوګردک او جرقدوق د ګازي کانونو د اوبلن کېدو مخنیوی، ترفیعي څېړنه، (۱۳۷۰ کال ) ، دافغانستان د علومو اکاډیمي.
د اړیکی معلومات
نوم: پوهنوال انجنیر شیرشاه رشاد
د جیالوجي ماسټر
دنده (پوزیشن): د انجنیري پوهنځي استاد
څانګه: اوبه او چاپېریال ساتنه
Rashad1340@gmail.comالیکترونکی آدرس:
د اړیکی شمیره: 0093(0)703232398
د استاد ژوند لیک
فدامحمد ساحل
اوبه او چاپېریال (د جامدو کثافاتو اداره او مدیریت)، ماسټر، دوکتور
پوهندوی دوکتور فدامحمد د ۱۳۸۹ ه ل کال د سرطان د میاشتي را په دې خوا په انجنیري پوهنځي کي تدریس کوي. نوموړي خپل د لسانس او ماسټري په دوره کي د انجنیري د برخي بېلابېل اساسی او تخصصي مضامین ویلي دي. د فدامحمد ساحل تخصصي رشته دجامدو کثافاتو راټولول ، انتقال او اداره (مدیریت) دی. ښاغلی ساحل د پوهنځي او پوهنتون په کچه په بېلابېلو کمیټو کي فعاله برخه اخیستې او همدارنګه د پوهنتون څخه دباندي د نورو دولتي او غیر دولتي ارګانونو سره د پوهنتون په چوکاټ کي مرسته او خدمت کوي.
پوهندوی دوکتور ساحل صاحب تر دې دمه ۱۲ علمي مقالې او څېړنی ترسره کړي دي.
تدریس لیوالتیا
حفظ الصحه او د چټلواوبو انجنیري
د تجربې ساحه
د جامدو او مضره کثافاتو اداره ( منجمینټ(
د چاپیریالي تاثیراتو تحلیل او تګلاره
د کاربن ډایکسایډ راټولول او د هغو ذخیره کول
د اوبو د منابعوو پلان او اداره
ترسره سوي څېړنو نمونه
۱- په کندهار ښار کي د جامدو کثافاتو راټولول او د هغو انتقالول د ارزیابی د تسلسل د پروسې
(AHP) د موډل په مرسته ( د ماسټري د تیزیس څېړنه په انګلیسي ژبه).
۲- په کندهار ښار کي د جادو کثافاتو تجمع مرکز انتخاب او ډیزاین (څیړنه په انګلیسي ژبه).
۳- په هندوستان کي د (الټراټیک) د سمینټو کمیټې څخه د کاربن ډایکسایډ CO2 د تولید
(کاربن ټولول، ذخیره کول، ټرانسپورټ او عامه ښکیلتیا ) لپاره مناسبي ټیکنالوژي په اړه د قضیې
مطالعه ترسره کول (په انګلیسی ژبه).
۴- په کندهار ولایت کي د باران د اوبو د اوبو را ټولولو لپاره د نقشې احتمالي ساحه (په انګلیسي)
د اړیکی معلومات
نوم: پوهندوی دوکتور فدا محمد ساحل
اوبو او چاپېریال (د جامدو کثافاتو اداره او مدیریت، ماسټر، دوکتور
دنده (پوزیشن): د انجنیري پوهنځي استاد
څانګه: اوبه او چاپېریال ساتنه
الیکترونیکي ادرس: fida.sahil@yahoo.com
د اړیکی شمیره: 0093(0)700311365
د استاد ژوند لیک
رحمت الله دوست
(د اوبو انجنيري او مديريت) ، ماسټر، دوکتور
پوهندوی دوکتور رحمت الله دوست د ۱۳۹۶ ه ل. کال د تلي د میاشتي را په دې خوا د اوبو او چاپېريال انجنيري څانګي استاد دی. تر دې مخکي هغه د اوبو او چاپیریال انجنيري څانګي د آمر په حېث په ۱۳۹۵-۱۳۹۶ کال دنده ترسره کړې ده. نوموړي په پوهنځي کي د تقرر یعني ۱۳۹۱ کال را په دې خوا تدريس کوي . نوموړي د لسانس دورې محصلينو ته د انجنیري برخی بېلابېل اساسي او تخصصي مضامین ویلي دي. د رحمت الله دوست تخصصي رشته د اوبو انجنيري او مديريت دی.
رحمت الله دوست د تدريس سره د پوهنځي په کچه په بیلابیلو کمیټو کي فعاله برخه اخیستې او همدارنګه د پوهنتون څخه دباندي د نورو دولتي او غیر دولتي ارګانونو سره د پوهنتون په چوکاټ کي مرسته او خدمت کوي. پوهندوی دوکتور دوست صاحب تر دی دمه ۷ علمي مقالې او څېړنی ترسره کړي دي.
تدریس لیوالتیا
د اوبوانجنيري او مديريت
د تجربی ساحه
د سطحي اوبو د ذخيرو انجنيري او اداره، د مځکنی اوبو د ذخيرو انجنيري او اداره، هايدروليکي
ډيزاين، د هايدروليکي ساختمانو ډيزاين
ترسره سوي څېړنو نمونه
۱- په کندهار کي د موجوده سطحي اوبو او ابياري تر منځ ارتباطات څېړل ( د ماسټري د تیزیس
څیړنه په انګلیسی ژبه).
۲- د کندهار ښار کي په کورونو کي د استفادي لپاره د اوبو استخراج د ځمکي لاندي اوبو د
ذخيري څخه او د هغه د اداري مطالعه. (د شيپ پروګرام د څېړنو پروژه).
۳- په ظاهر شاهي کانال کي د اوبو د جريان مطالعه.
۴- په کانالو کي د دایروي دروازو څخه د اوبو د جريان ضريب مطالعه کول.
تازه نشر شوی څیړنو نمونه
- Rahmatullah Dost. (2017) “Domestic Water Withdrawal Systems Management in Kandahar City, Afghanistan.” IOSR Journal of Environmental Science, Toxicology and Food Technology (IOSR-JESTFT), vol. 11, no. 9, 2017, pp. 51–56.
- د اړیکی معلومات
- نوم: پوهندوی دوکتور رحمت الله دوست
- د اوبو انجنيري او مديريت ، ماسټر، دوکتور
- دنده (پوزیشن): د انجنیري پوهنځي استاد
- څانګه: اوبه او چاپېریال ساتنه
- الیکترونیکي ادرس: rahmatullah_dost@yahoo.com
- د اړیکی شمیره: 0093(0)700355594
د استاد ژوند لیک
علي محمد رحماني
د چاپیریال انجینری او مدیریت ، ماسټر، دوکتور
پوهندوی دوکتور علي محمد رحماني د اوبو او چاپېریال په انجنیري څانګه کي د ۱۳۹۲ کال را په دې خوا اساسي او مسلکي مضامین تدریس کوي. ښاغلی علي محمد رحماني د ۱۴۰۳ ه. ل. کال څخه د کندهار پوهنتون د مجلو د آمر په حیث د څېړني د معاونیت تر چتر لاندي فعالیت کوي. ښاغلی رحماني خپله د لسانس دوره په سیول انجینري کي او ماسټری او دوکتورا یې د چاپېریال انجینري او مدیریت کی بشپره کړې . ښاغلی رحماني د پوهنتون د مجلو د آمریت سربیره، د پوهنتون او پوهنځي په کچه په بیېلابېلو کمېټو کي فعاله برخه اخیستې او همدارنګه د پوهنتون څخه دباندي د نورو دولتي او غیر دولتي ارګانونو سره د پوهنتون په چوکاټ کي مرسته او خدمت کوي. پوهندوی دوکتور رحمانی صاحب تر دې دمه ۲۰ علمي مقالې او څېړنی ترسره کړي دي.
تدریس لیوالتیا
د هوا د ککړتیا انجینری او مدیریت
د تجربې ساحه
د هوا ککړتیا ، د جامدو کثافاتو مدیریت
د څښاک د اوبو او فاضل اب تصفیې ساختمانی انجینری
د ترسره سوي څېړنو نمونه
۱- د جامدو کثافاتو د مدیریت د سیسټمو د ژوند د دورو ارزونه په کندهارښار کي ( د ماسټري د
تیزیس څیړنه په انګلیسی ژبه) .
۲- چاپیریالي اغېزي د جامدو کثافاتو د تجمع د ځای لپاره په کندهار ښار کي (ګروپي څیړنه د
HEDP په ملاتړ (.
۳- په کندهار ښار کي د هوا پر ککړتیا باندي د جامدو کثافاتو د Recycling تاثیر (د علمي
ترفیع لپاره څېړنه په پښتو ژبه(.
۴- د عضوی موادو انایروبیک ډایجسشن (Anaerobic Digestion) او د میټان ګاز استحصال
۵- او نور علمی څیړنی چی په لاندی لینک کی ځای پر ځای سوی دی.
Ali Mohammad Rahmani - Google Scholar
د اړیکی معلومات
نوم: پوهندوی دوکتور علي محمد رحماني
د اوبو انجنيري او مديريت ، ماسټر ، دوکتور
دنده (پوزیشن): د انجنیري پوهنځي استاد او د کندهار پوهنتون د علمي مجلو آمر
څانګه: اوبه او چاپېریال ساتنه
الیکترونیکی ادرس: Alimr.212@gmail.com
د اړیکی شمیره: 0093(0)700772332
د استاد ژوند لیک
بشیراحمد کریمی
پوهنیار بشیراحمد کریمیي د کندهار پوهنتون په انجنيري پوهنځي کي د استاد په حیث په ۲۰۱۹ کال کي دنده پیل کړه. نوموړی استاد د کندهار پوهنتون رسمي استاد او په انجنیری پوهنځي کي د د دوو کالو راهیسي د انجنیری مربوط ډیر مضامین تدریس کړي دي . بشیر احمد کریمي د تدریس ترڅنګ د څېړنو او علمي خدمتونو په برخه کي هم فعاله ونډه لري. د نوموړي د څېړنې عمده برخي د اقلیم بدلون اغېزي اوبو پر منابعو، د فاضله اوبو درملنه، د سرحدي اوبو مدیریت، او د جامدو فاضله موادو انجنیري دي. ده څو علمي مقالې خپرې کړې دي چې د چاپېریال ساتني او پایداري ودې په برخه کي ارزښتناکه علمي مرستي وړاندي کوي. استاد کریمي د علم، تجربې او مسؤلیت پر بنسټ د هېواد د اوبو او چاپېریال سکتور د پرمختګ لپاره کار کوي. پوهنیار کریمي صاحب تر دې دمه ۶ علمي مقالې او څېړنی ترسره کړي دي.
تدریس لیوالتیا
د پلی څخه د تیردونکی اوبو مدیریت
د تجربی ساحه
د فاضله اوبو مدیریت
ترسره سوي څېړنو نمونه
- Resilience and reliable integration of PV-wind and hydropower based 100% hybrid renewable energy system without any energy storage system for inaccessible area electrification (Energy, 2023).
- Decarbonizing Afghanistan: The most cost-effective renewable energy system for hydrogen production (Energy, 2025).
- Specific impacts of climate change on the hydrological patterns and land use dynamics in the Arghandab River Basin, Kandahar, Afghanistan (Natural Hazards Research, 2025).
- Comparative assessment of optimal cleaning schedules for various PV cleaning techniques (Renewable Energy, 2026).
- Evaluation of slope stability in earthen canal using GeoStudio simulation: A multi-parameter approach for the Khush Tepa Canal Project, Afghanistan (Results in Engineering, 2025).
- Urban Resilience Assessment of Kandahar City, Afghanistan (Conference Paper, 2023).
د اړیکی معلومات
نوم: پوهنیار بشیراحمد کریمي
محیطی انجنیري، ماسټر
دنده (پوزیشن): د انجنیري پوهنځي استاد
څانګه: اوبه او چاپېریال ساتنه
الیکترونیکي ادرس: Bashirahmadkarimi44@gmail.com
د اړیکی شمیره: 0093(0)703031644
د استاد ژوند لیک
جهانزیب رحیمي
د هایدرولیک او هایدرولیکي ودانیو انجنیري، ماسټر
پوهنیار جهانزیب رحیمي د کندهار پوهنتون په انجنيري پوهنځي کي د استاد په حیث په ۲۰۱۹ کال کي دنده پیل کړه. نوموړی استاد د کندهار پوهنتون رسمی استاد او په انجنیري پوهنځي کي یې د ۵ کالو راهیسي د انجنیري مربوط ډیر مضامین تدریس کړي دي. د دې تر څنګ نوموړوي استاد د انجنیري بخش د هایدرولیک او هایدرولیکي ودانیو تخصص لري.
پوهنیار رحیمی صاحب تر دی دمه ۲ علمي مقالې او څیړنی ترسره کړي دئ.
د تدریس لیوالتیا
د اوبو منابعو انجنیري، هایدرولیک او هایدرولیکي ودانۍ
د تجربې ساحه
د مختلفو بندونو، کانالونو او مربوطه هایدرولیکي ودانیو ساختماني شرایط، تحلیل او ډیزاین.
ترسره سوي څیړنو نمونه
۱- د اوبو د برق سټیشن تحلیل او ډیزاین د کذر د مانوګۍ په سیمه کي ( د لیسانس د پروګرام
پروژه او تحقیق) .
2- د کانال سیپیج او د میلانونو د ثبات تحلیل د Geo-Studio ماډل په کارولو سره په خوش تپه
کانال.
اړېکی معلومات
نوم: جهانزیب رحیمی
ماستر، د هایدرولیک و هایدرولیکي ساختمانونو انجنیري
دنده: استاد
څانګه: د اوبو او چا پیر یال انجنيري
ايمیل ادرس: Jahanzeb_rahimi@yahoo.com
ټليفون/موبايل: 0093 (0) 700440771
د استاد ژوند لیک
عبدالرحمن ابراهیمي
د هایدرولیک او او هایدرولیکي ودانیو ، ماسټر
پوهنیار عبدالرحمن ابراهیمي د ۱۳۹۸ه ل. کال را په دې خوا د پوهنځي رسمي استاد دئ . د ۱۳۹۸ ه ل . کال څخه را په دې خوا په انجنيري پوهنځي کي په تدريس بوخت دئ . نوموړي خپل د لسانس او ماسټری په دوره کي د انجنیري د برخي بېلابېل اساسي او تخصصي مضامین ویلي دي. د ښاغلي پوهنیار ابراهیمي تخصصي رشته هایدرولیک او او هایدرولیکی ودانیو انجنیري ده.
پوهنیار عبدالرحمن ابراهیمي د پوهنځي د تدريس سره په څنګ کي ، د پوهنتون او پوهنځي په کچه په بېلابېلو کمېټو کي فعاله برخه اخیستې او همدارنګه د پوهنتون څخه دباندي د نورو دولتي او غیر دولتي ارګانونو سره د پوهنتون په چوکاټ کي مرسته او خدمت کوي. پوهنیار ابراهیمي صاحب تر دې دمه ۲ علمي مقالې او څېړنی ترسره کړي دي.
تدریس لیوالتیا
داوبو رسولو انجنيري،هایدرولیک ، محیط زیست، فلويد ميخانک، هایدرولیک او هایدرولیکي
ودانۍ
د تجربې ساحه
د اوبو رسولو د شبکې ډيزاين ، GIS
د هوا کيفيت
د ترسره سوي څېړنو نمونه
1: Identification of suitable sites for groundwater recharge in northern district of Kabul province, Using GIS and RS.
2: Identification of suitable sites for Rainwater Harvesting Using GIS in Kandahar province, Using GIS and RS.
3: Hydraulic and Economic Evaluation of the water supply network in second Aino Maena.
د اړیکی معلومات
نوم: پوهنیار عبدالرحمن ابراهیمي
د هایدرولیک او او هایدرولیکي ودانیو ، ماسټر
دنده (پوزیشن): د انجنیري پوهنځي استاد
څانګه: اوبه او چاپیریال ساتنه
د اړیکی شمیره: 0093(0)766889856
اسانتياوي (تسهيلات):
د اوبو او چاپېریال انجنیري څانگي د خپلو محصلينو له پاره ډېري اسانتياوي برابري او په واک کي ورکړي دي چي ځيني ئې په لاندي ډول دي.
ګتابتون: د اوبو او چاپیریال څانگه ښه مجهز کتابتون لري چي د اوبو رسولو، د هایدرالیک لابراتوار، چاپېریال ساتني او نورو برخو کي د ريفرنس او ازادي مطالعې له پاره محصلين ور څخه استفاده کولای سي.
ټولګۍ: نوموړي څانګي د تدريس په موخه ښه معياري او په ټکنالوژي سمبال ټولګۍ برابري کړي دي.
ټکنالوژي او انټرنيټ: د دې له پاره چي په تدريس کي د عصري ټکنالوژي څخه استفاده سوې وي، نوموړي څانګي خپلو استادانو او محصلانو ته انټرنيټي خدمات هم په واک کي ورکړي دي تر څو e-learning د نوي مېتود څخه هم ښه استفاده سوې وي.
د ورزشي لوبو ميدانونه: د تفريحي فعاليتو په موخه د چاپېریال انجنيري څانګه د خپلو محصلانو له پاره د مختلفو ورزشي لوبو له پاره ميدانونه لري چي په هر سمستر کي د مهالوېش مطابق مختلفي لوبي تر سره کوي.
د څانګی د آمر مکلفیتونه
- د څانګې د غونډو رهبري.
- لوړو نهادونو ته د څانګې ورپېژندل.
- د څانګې د اجنډا او کاري پلان ترتیبول.
- د څانګې په غونډه کې د اصولي کړنو ترسره کول لکه د تقرر د اسنادو تکمیل، علمي ترفیع، انفکاک او نور.
- د درسي نصاب له تطبیق او د هغو نظري، عملي او ساحوي درسونو د کیفیت د لوړوالي او څرنګوالي څخه څارنه کول چې له څانګې سره تړاو لري.
- پوهنځي ته د څانګې د پرمختګ اړوند د نویو حل لارو او رغنده وړاندیزونو په هکله مشوره ورکول.
- په منظم ډول د څانګې د اکاډمیکو، اداري او څېړنیزو چارو د جریان او نویو پرمختګونو په هکله د پوهنځي د ریاست او علمي شورا سره د معلوماتو شریکول.
- د څانګې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره هلې ځلې او کوښښونه کول.
- د څانګې د اکاډمیکو او ادارې چارو تنظیم.
- د څانګې د هغو ټولو غړو د تقدیر او ستاینې لپاره وړاندیز او غوښتنه چې په تدریس، څېړنو او یا هم نورو اکاډمیکو چارو کې یې نوښت او په زړه پورې وړتیا ښودلې وي، همدارنګه د څانګې د هغو استادانو لپاره د مجازاتو پیشنهاد او غوښتنه چې جدي تخلفات(سرغړونې) یې ترسره کړې وي.
- په هر سمستر کې د څانګې د علمي کادرونو د اکاډمیکو فعالیتونو ارزیابي او د څانګې په ناسته کې یې د راپور او پایلو وړاندې کول.
- پاتې نورې هغه دندې چې د قانون احکام یې د څانګې آمر ته ورکوي.
د لارښود استاد د دندو لایحه
۱. عمومي موخه
د لارښود استاد اساسي موخه دا ده چي د سیول انجنیري محصلینو ته په علمي، مسلکي او اخلاقي برخو کي سمه لارښووه وکړي، ترڅو محصلین وکولای شي خپل تحصیلي او مسلکي اهداف په بریالیتوب سره ترلاسه کړی.
۲. اساسي دندی او مسؤلیتونه
د محصلینو د تحصیلي پلان جوړولو کي مرسته کول او د مضمونونو د انتخاب په اړه مشوره ورکول.
د محصلینو علمي پرمختګ څارل او دهغوی ستونزې تشخیص او د حل لاری ورته وړاندیز کول.
د سیول انجنیزي اړوندو مضامینو کي د څیړنو، پروژو او فراغتی مونوګرافونو لارښوونه کول.
محصلینو ته دعملي کارونو، لابراتواری تجربو او ساحوی مطالعاتو په اړه لازمی لارښوونی وړاندی کول.
د محصلینو هڅول چي د اوبو د مدیریت ، چاپيریال ساتني او دوامداری پراختیا په برخه کي مسلکي فکر ولري.
د محصلینو د مسلکي اخلاقو، نظم، وخت پابندي او مسؤلیت احساس پیاوړی کول.
د محصلینو د علمي ستونزو په اړه د اړوندو استادانو او د څانګي له مدیریت سره همغږی کول.
محصلینو ته د لوړو زده کړو، څیړنیزو فرصتونو او کاری بازار په اړه معلومات ورکول.
د محصلینو د حاضری، ارزونی او عمومی وضعیت په اړه اړین راپورونه چمتو کول.
۳. اخلاقي او مسلکي مسؤلیتونه
له ټولو محصلینو سره عادلانه او بی طرفه چلند کول.
د محصلینو شخصي او علمي معلومات محرم ساتل.
د پوهنتون، پوهنځي او څانګي قوانین او اصول مراعت کول.
د مثبت علمي چاپېریال په رامنځته کولو کی فعاله ونډه اخیستل.
۴. د لارښود استاد وړتیاوې
د سیول انجنیري په برخه کي اړوند تحصیلي اسناد او علمي تجربه.
د لارښوونی، مشوری او اغیزمنې اړیکی وړتیا.
د علمي څیړنو او معاصرو انجنیري میتودونو سره بلدتیا.
د محصلینو د ستونزو د درک او حل کولو مرسته کول.
د استاد د دندو لایحه
تدریسي چاري
۱. د هر سیمیسټر تر پیل وړاندي به د تیر سیمیستر د ارزوني د فیډبک له مخي د تدریس د ښه والي پلان اړوندي ځانګي ته د تائیدۍ به موخه سپارل؛
۲. د هر سیمیسټر د ورسپارل شوو مضامینو له پاره کورس پالیسۍ لومړۍ څانګي ته د تائیدۍ په موخه سپارل او وروسته یې ټولګي کي محصلانو ته توزیع او تشریح کول؛
۳. د سیمیسټر په پیل کی د مؤثقو سرچینو څخه چپټر جوړ او اړوند څانګي ته یې د تائیدۍ په موخه سپارل او یا یې هم معادل تدریسي کتاب، چي د هیواد په نورو منلو پوهنتونو کی تدریسیږي، څانګي ته سپار ل چي د کریکولم سره مطابقت په موخه مطالعه سي؛
۴. په هر تدریسي چپټر کی باید دا مواد (تائید سوي کورس پالیسي، سریزه، هر څپرکی باید اهداف، لنډیز او پوښتني او په پای کی هم د استفاده سوو مآخذو فهرست ولري) ځای پر ځای سوي وي؛
۵. د سیمیسټر د شروع په لومړنیو تدریسي ساعتو کي استا مکلف دئ. چي تدریسي کتاب، چپټر او نوټونه محصلانو ته ورکړي؛
۶. د تدریسي چپټر مفردات د کریکولم سره خوله و خوله او د پاڼو تعداد یې د کریډیټو د تعداد سره تطابق ولري؛
۷. استاد ملکف دئ، چي پر ورسپارل سوي مضمون بشپړ حاکمیت او د موضوعاتو بیان یې محصلانو ته د پوهیدو وړ وي؛
۸. استاد باید د کورس پالیسۍ سره په تطابق؛ ورځنی تدریسي پلان ولري، چي د محصلانو د رضاعت او قناعت وړ وي؛
۹. استاد مکلف دئ چي د SCL STUDENT CENTERED LEARING او OBL/OUTCOME BASED LEARING تدریسي میتودونه څخه په تدریس کي ګټه واخلي؛
۱۰. استاد باید له کمپیوټر او معاصرو تدریسي وسایلو څخه د استفادې وړتیا ولري؛
۱۱. استاد مکلف دئ چي د محصلانو پوښتنو ته په ورین تندي او حوصله منډۍ جواب وړکړي، د وخت پابندي، له موضوعاتو سره تړلي مثالونه ، د اسلامي او ملي روحیې په باب وخت ناوخت خبري اتري، د ټولګي، پوهنتون، ټولني او کور په نظم کي د ګډون په باب لارښووني وکړي؛
۱۲. استاد باید د ښې ظاهري قیافې، پاکۍ او له تدریس سره بشپړه علاقمندي ولري؛
۱۳. استاد دي د یکنواخته تدریسي شیوې پرځای، ګروپي کار، عملي کار، سوال او جواب، مناقشې، ارزوني او نورو داسي طریقو ته لومړیتوب ورکړي، چي محصلانو ته د جذابیت تر څنګ د زده کړي وړ هم وي؛
۱۴. استاد دي په ټولګي کي له هر ډول سیاسي مباحثاتو، قومي، ژبني، سمتي، زنګ، حذب او نورو تفرقاتي مسائلو څخه جدي مخنیوی وکړي؛
۱۵. استاد مکلف دئ چي د خپل مضمون اړوند محصلانو ته انفرادي سیمینارونه ورکړي او په ټول سیمیسټر کي باید د محصلانو یو ګروپ دې ته اماد کړي، چي د پوهنځي یا پوهنتون په سطحه یو علمي سیمینار وړاندي کړي؛
اداري چاري
۱. د استاد د پوهنځي په سطحه په کمېټو کي فعال حضور لرل؛
۲. استاد ته د ادارې لخوا ورسپارل سوې دنده پر خپل وخت او زمان اجرا کول؛
۳. استاد د پوهنتون او پوهنځي په علمي کنفرانسو او ورکشاپو کي د بلني په صورت کي ګډون کول؛
څیړنیزي او علمي جاري
۱. استاد ملکف دئ چي د هر سیمیسټر په جریان کي یوه څیړنیزه موضوع پځپله خوښه واخلي او د هغي د نشر په موخه یې څیړنیز مرکز ته وسپاري؛
۲. استاد مکلف دئ چي په خپل څانګه کي د یوې موضوع په اړه د پوهنتون په سطحه علمي کنفرانس وړاندي کړي؛
د بېسیک ساینس څانګي کټلاګ
The Catalogue of Basic Sciences Department
د بېسیک ساینس څانګي د آمر پیغام:
زموږ ګران وطن افغانستان د علم، وړتیا او ځوانې قوې له بېساري نعمت څخه برخه مند دي. د هري ټولني ابادي او پرمختګ د علمي بنسټونو پر پیاوړتیا ولاړ وي، او د انجینري هره برخه هغه مهال پیاوړې کیږي، کله چي محصلین یي په کالکولس، فزیک، میخانیک، او نورو بنسټیزو علومو کي قوي علمي اساس ولري. همدا بنسټیز علوم د پرمختللي انجینري، معاصر ټکنالوژی، او تخنیکي نوښتونو د ملا تیر جوړوي.
بېسیک ساینس څانګه چي د کندهار پوهنتون د انجینري پوهنځي په چوکاټ کي فعالیت کوي، ژمنه لري چي انجنیري پوهنځي د ټولو څانګو (سیول ، اوبه او چاپیریال ساتنه،انرژي او مهندسي انجنیري )محصلینو ته د نړیوالو معیارونو مطابق، لوړ کیفیت لرونکې علمي زدهکړي وړاندي کړي. دا څانګه د مجربو استادانو په مرسته هڅه کوي داسي علمي فضا رامنځته کړي چي د هیواد د ګوټ ګوټ څخه راغلي زحمت کښ محصلین نه یوازي د انجینري بنسټیز مفاهیم په ښه ډول زده کړي، بلکي د تخصصي مضامینو د پوهي، څېړني او عملي ستونزو د حل وړتیا هم ولري.
زه، د بېسیک ساینس څانګي د آمر په توګه، د خپلو درنو او باتجربه استادانو په استازیتوب د ټولو څانګو نوو راغلو محصلینو ته د زړه له کومي ښه راغلاست وایم. هیله لرم چي تاسو به د علم په دې لار کي په حوصله، زحمت او صداقت سره ګامونه اخلئ او زموږ د هیواد د روښانه راتلونکي د جوړولو یوه پیاوړې برخه وګرځئ.
د بېسیک ساینس څانګي لنډه پېژندنه:
د بېسیک ساینس څانګه د کندهار پوهنتون د انجنیري پوهنځي د تخصصي څانګو لپاره یوه اساسي څانګه ده.
په تخصصي څانګو کي د تخصصي او تحلیلي مسایلو د لا ښه فهم او پیاوړتیا لپاره دلوړو زده کړو وزارت د بېسیک ساینس څانګه د کندهار پوهنتون د انجنيري پوهنځی په چوکاټ کي په۱۴۰۰ل. کال کي تأسيس کړه.
دا چي بېسیک ساینس څانګه فارغین ورکوونکي څانګه نه ده، یوازي د انجنیري پوهنځي د (سیول ، اوبه او چاپیریال ساتني ،انرژي او مهندسي)څانګو د اساسي مضامینو د تدریس چاري پرمخ وړي. ترڅو محصلین قوي تحلیلي، ستونزه حل کولو، او تخنیکي مهارتونه ترلاسه کړي چې د تخصصي انجینري زدهکړو لپاره اړین دي.
په دې څانګه کي له ټوله یادو سوو څانګو څخه محصلینو ته لاندي مضامین تدریسیږي:
- کالکولس(I, II ,III ,IV , V)
- فزیک(I, II ,III )
- انجنیري میخانیک(سټاټیک او ډینامیک)
- تخنیکي رسم او Auto Cad
- فلویډ میخانیک
- انجنیری پیژندنه
- سرکیټ
- کیمیا
اوس مهال دا څانګه (۵) تنه استادان لري،چي ټولو د ليسانس په کچه زده کړي کړي دي.
د بېسیک ساینس څانګي ليرليد:
د انجنیري په ټولو څانګو کي په تخصصي مسایلو د فهم لپاره په اساسي مضامینو کي د ماهرو کادرونو روزل او د انجنیري د اساسي زده کړو په وړاندې کولو کي مخکښ اوسیدل.
To educate engineering students with essential competencies in the foundational courses to support the understanding of specialized issues across all engineering fields, and to remain a leading provider of foundational engineering education.
د بېسیک ساینس څانګي رسالت:
د نوي ټيکنالوژۍ او اغیزمنو علمي، ښوونیزو اوڅېړنيزو میتودونو په مرسته د څانګي لېرلید ته ځان رسول.
Achieving the department's vision through the use of new technology and effective academic, educational, and research methods.
د بېسیک ساینس څانګي اهداف:
- محصلینو ته د انجنیري د اساسي علومو په ښه او نوو میتودونو سره د زده کړو وړاندي کول.
- د محصلینو د مسلکي اخلاقو، اسلامي او ملي ارزښتونو په اساس روزنه.
د بېسیک ساینس څانګي ارزښتونه:
- د اسلامي او افغاني مقدساتو احترام او درناوی.
- اسلامي او انساني اخلاق، د خدمت او وطن دوستۍ روحیه.
- منلى ملي او نړیوال کیفیت.
- شفافیت تضمینول او د فساد مخنیوی کول.
د بېسیک ساینس څانګي فعاليتونه:
بېسیک ساینس څانګه له تاسيس سره سم په فعاليت پيل کړى دئ او تر دې مهاله ئې ډېري چاري مخ ته وړي دي:
- دا چي د بېسیک ساینس څانګه فارغ نه ورکوونکي څانګه ده،چي خپلواک نصاب نه لري ولي د انجنیري تخصصي څانګو په نصاب کي اساسي مضامین تدریسوي .
- بېسیک ساینس څانګه د پوهنځي د نورو تخصصي څانګو د مجهزو لابراتوارونو څخه په استفادي په خپله برخه کي محصلینو ته زیاتي تجربي ترسره کوي.
- د بېسیک ساینس څانګي استادانو په هڅه د خپلو شخصي روابطو او د پوهنتون له چېنل څخه په استفاده خپل محصلين د عملي کارونو له پاره بېلابېلو ساحو ته بېولي دي. او دا چاري اوس هم رواني دي.
- د دې څانګي استادان و خپل محصلينو ته د درسونو په جريان کي صنفي پروژې ور سپاري او هغوى ئې عملي کوي.
د استاد ژوندلیک
شمس الله نوري
انجنيري پوهنځى، بېسیک ساینس څانګه
شمس الله نوري د هلمند پوهنتون د انجنیري پوهنځي د سیول انجنیري له څانګي څخه د ۱۴۰۰ هـ ش کال فارغ دی. نوموړی له ۱۴۰۱ هـ ش کال راهیسي د کندهار پوهنتون د انجنیري پوهنځي د بېسیک ساینس څانګي د یو فعال او متعهد استاد په توګه د تدریس چارې پر مخ وړي.
نوموړي د بېسیک ساینس په څانګه کي مختلف مضامين تدريسوي چي په کالکولس او انجنیري میخانیک کي خاص مهارت لري . یاد استاد د تدریس ترڅنګه د انجنیري پوهنځي د مختلفو کاري کمیټو غړیتوب هم لري.
تدریس لیوالتیا:
انجنیري میخانیک (سټاټیک او ډینامیک) ، خاورو میخانیک،سټرکچر،کانکریټ،اوبه رسونه،فلویډ میخانیک ،هایدرولیک.
د تجربی ساحه:
تدریس او ساختمانی کارونه
ترسره شوي څېړني:
۱- د زاړه لښکرګاه ښار د اوبو رسولو شبکې ډیزاین
اړېکه
الیکترونیکی ادرس
د اړیکی شمیره
0093 706767115
د استاد ژوندلیک
شریف الله حلیم
انجنيري پوهنځى، بېسیک ساینس څانګه
ښاغلی شریف الله حلیم د کندهار پوهنتون د انجنيري پوهنځۍ د سيول انجنيري څانګې څخه په ۱۴۰۳ه ش کال کي فارغ او په همدې ۱۴۰۳ ه ش کال کي د ازاد رقابت د لاري د کندهار پوهنتون د انجنيري پوهنځي د بېسیک ساینس په څانګه کي د استاد په صفت مقرر سوي دئ.
تدریس لیوالتیا:
ساختماني انجنیرۍ
د تجربی ساحه:
ساختماني کارونه او تدريس
ترسره شوي څېړني:
په کندهار ولایت کي د سړک د (Subgrade) سبګرېډ طبقې باثباته کول
اړېکه
الیکترونیکی ادرس
د اړیکی شمیره
+93(0) 703422512
+93(0) 74426346
د استاد ژوندلیک
قدرت الله منیب
انجنيري پوهنځى، بېسیک ساینس څانګه
قدرت الله منیب د کندهار پوهنتون له انجنيري پوهنځى څخه په کال ١٣٩۹ هجري شمسي کي فارغ سوئ دئ او همدلته ئې درې میاشتي د افتخاري استاد په صفت د ډینامیک مضمون تدريس کړئ دئ. په کال ١۴۰۱ کي ئې د انجنیري پوهنځی بېسیک ساینس و کدري بست ته امتحان ور کړئ دئ. او په کال ١۴۰۱ د عقرب پر ۲۱ مه رسما مقرر سوئ دئ.
تدریس لیوالتیا:
ساختماني انجنيري
د تجربی ساحه:
ساختماني کارونه او تدریس
ترسره شوي څېړني:
دکندهار پوهنتون لپاره دکلینیک ساختمانی او مهندسي ډيزاین او برآورد
اړېکه
الیکترونیکی ادرس
د اړیکی شمیره
+93(0) 704601174
د استاد ژوندلیک
قدرت الله کامران
انجنيري پوهنځى، بېسیک ساینس څانګه
قدرت الله کامران د کندهار پوهنتون له انجنيري پوهنځى د اوبو او چاپېریال ساتنی څانګی څخه په کال ۱۴۰۰ هجري شمسي کي فارغ سوئ دئ . په کال ۱۴۰۱ هـ. ش کال کي د بېسیک ساینس انجنيري څانګي و کادري بست ته امتحان ور کړئ دئ، او په کال ۱۴۰۱ د عقرب پر ۲۲ مه رسما مقرر سوئ دئ. او وس د (نوماند پوهنیار) په صفت په همدې څانګه کي وظیفه ترسره کوي. یو کال د افتخاري استاد په صفت د انجنیری اساسي او تخصصي مضامین تدريس کړئ دئ.
تدریس لیوالتیا:
کالکولس، فلوید میخانیک، فزیک، هایدرولیک انجنیری، هایدرولوجي او د پاکو اوبو رسولو انجنیری
د تجربی ساحه:
د د پایپ لاین او کانال جریان بشپړ تحلیل او ډیزاین، د اوبو سرچینو مدیریت، سیلابي محاسبات، بندونو او د اوبو لګولو سیسټمونو ډیزاین، د څښلو اوبو تصفیې، ذخیره، وېش شبکې، پمپ سټیشنونو او د اوبو د کیفیت د کنټرول تخنیکي تخصص
ترسره شوي څېړني:
د دهلي د بند د ذخیری د اوبو عملیاتی ماډل. (په انګليسی ژبه – د لیسانس دورې څېړنه)
اړېکه
الیکترونیکی ادرس
د اړیکی شمیره
+93 (0) 706069102
د استاد ژوندلیک
عبدالمجید عزیزي
انجنيري پوهنځى، بېسیک ساینس څانګه
ښاغلی عبدالمجید عزیزي د کندهار پوهنتون د انجنیري پوهنځی د انرژی څانګي څخه په ۱۴۰۰ ه.ش کال کي په عالي درجه فارغ او همدلته ئې لومړي د افتخاري استاد په صفت دنده پیل کړه او په ۱۴۰۱ ه.ش کال کي د ازاد رقابت د لاري د کندهار پوهنتون د انجنیري پوهنځی په بېسیک ساینس Basic Science) ) کي د استاد په صفت مقرر سویدی. نوموړي استاد د بېسیک ساینس څانګي فعاله استاد دی چي مختلف مضامین تدریسوي. ياد استاد د انرژي مؤثريت، بریښنايي سیسټمونو، نوي کيدونکي انرژي سيسټمونو په تحلیل، ډيزاين او عملي کولو کي مهارت لري.
تدریس لیوالتیا:
نوی کیدونکی انرژي، بریښنايي سیسټمونه، د تعمير د انرژي تحليل او بریښنايي دوری
د تجربی ساحه:
نوي کیدونکی انرژي ، HVAC، بریښنايي سیسټمونه
ترسره شوي څېړني:
د کندهار پوهنتون د لېلیې لپاره په سولر انرژي چلیدونکي مرکزي او غیر مرکزي یخولو او تودولو سیسټمونو تخنیکي او اقتصادي مقایسه
اړېکه
الیکترونیکی ادرس
د اړیکی شمیره
+93(0) 708334989
+93(0) 749601601
د بېسیک ساینس څانګي نصاب:
|
First Year |
|||
|
First Semester |
Course |
Credits |
Remarks |
|
Calculus I |
4 |
All |
|
|
Introduction To Engineering & Computer |
3 |
All (Ex.Arch.) |
|
|
Technical Drawing - I |
3 |
All |
|
|
Engineering Physics - I |
4 |
All |
|
|
Total Credits 53 |
|||
|
Second Semester |
Course |
Credits |
Remarks |
|
Engineering Calculus-II |
4 |
All |
|
|
Engineering Physics-II |
4 |
All |
|
|
Engineering Drawing-II (CAD) |
3 |
All (Ex.Arch.) |
|
|
Engineering Chemistry |
2 |
All |
|
|
Total Credits 49 |
|||
|
Second Year |
|||
|
First Semester |
Course |
Credits |
Remarks |
|
Calculus III |
4 |
All (Ex.Arch.) |
|
|
Engineering Physics-III |
3 |
All (Ex.Arch.) |
|
|
Engineering Mechanics I: Statics |
3 |
All |
|
|
Total Credits 33 |
|||
|
Second Semester |
Course |
Credits |
Remarks |
|
Differential Equations |
4 |
All (Ex.Arch.) |
|
|
Engineering Mechanics II (Dynamics) |
3 |
(Civil &Energy) |
|
|
Engineering Circuit Analysis |
3 |
(Civil &Energy) |
|
|
Fluid Mechanics |
3 |
All (Ex.Arch.) |
|
|
Total Credits 33 |
|||
|
Third Year |
|||
|
First Semester |
Course |
Credits |
Remarks |
|
Probability & Statistics |
2 |
All (Ex.Arch.) |
|
|
Total Credits 6 |
|||
اسانتياوي (تسهيلات):
د بېسیک ساینس څانګي د انجنیري پوهنځي د تخصصي څانګو محصلينو له پاره ډېري اسانتياوي برابري کړي او په واک کي ورکړي دي چي ځيني ئې په لاندي ډول دي.
- لابراتوار: انجنیري پوهنځي يو مجهز لابراتوار لري، چي د دې څانګي اړوند د اکثرو هغو مضامينو، چي تجربې پکښي کېدلاى سي، موجود دي. دا لابراتوار د سيمي په سطحه يو ډېر نوى او مجهز لابراتوار دئ.
- کتابتون: د کندهار پوهنتون ښه مجهز کتابتون لري چي د بېسیک ساینس څانګي ټول اصلي او د رفرنس او ازادي مطالعې له پاره محصلين ور څخه استفاده کولای سي.
- ټولګۍ: نوموړي څانګي د تدريس په موخه ښه معياري او په ټکنالوژي سمبال ټولګۍ برابري کړي دي.
- ټکنالوژي او انټرنيټ: د دې له پاره چي په تدريس کي د عصري ټکنالوژي څخه استفاده سوې وي، نوموړي څانګي خپلو استادانو ته انټرنيټي خدمات هم په واک کي ورکړي وي تر څو e-learning د نوي مېتود څخه هم ښه استفاده سوې وي.
- د ورزشي لوبو ميدانونه: د تفريحي فعاليتو په موخه د بېسیک ساینس څانګه د خپلو محصلانو له پاره د مختلفو ورزشي لوبو له پاره ميدانونه لري چي په هر سمستر کي د مهالوېش مطابق مختلفي لوبي تر سره کوي.
د پوهنځۍ هغه کمېټې چي د بېسیک ساینس څانګي استادان ئې غړیتوب لري په لاندي ډول دي:
۱. د تضمین د کیفیت کمېټه: شمس الله نوري او عبدالمجید عزیزي
۲. د څېړنو او نشراتو کمېټه: شمس الله نوري
۳. برېښنايي زده کړو کمېټه: عبدالمجید عزیزي،قدرت الله کامران،شریف الله حلیم
۴. د نصاب او کرېکولم کمېټه: قدرت الله کامران
۵. ازموینو کمېټه: شمس الله نوري او قدرت الله منیب
۶. د نظم او ډسپلين کميټه: شمس الله نوري
۷. د فرهنګ کمېته: قدرت الله منیب
۸. د علمي ترفيعاتو کميټه: شمس الله نوري
۹. نړیوالو اړیکو او تفاهم لیکونو کميټه: شریف الله حلیم
د بېسیک ساینس څانګي سره ښکېل اشخاص او ادارې ( (Basic science Stakeholders
په لنډ ډول، لاندي اشخاص او ادارې د کندهار پوهنتون د بېسیک ساینس څانګي سره ښکېلي خواوي ګڼل کیږي:
- د لوړو زده کړو وزارت
- د کندهار پوهنتون ریاست او ټول تشکیل
- د کندهار ولایت ښاروالي
- د اوبو لګولو او مالداري ریاست
- د برېښنا رياست