د ارګونومیکس (د کار او د کار د ځای څخه د راولاړ سوي روغتیايي ستونزي) اړوند معلوماتي سیمینار دائر سو.

د چهارشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د مسلکي او پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي د کندهار پوهنتون د څېړني د مرکز د طبیعي علومو کارپوه ویس محمد لعلي د پوهنتون کارمندانو ته د ارګونومیکس (د کار او د کار د ځای څخه د راولاړ سوي روغتیايي ستونزي) اړوند معلوماتي سیمینار دائر کړ.
سیمینار چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت ویلو سره پېل سو، په پېل کي د کندهار پوهنتون د څېړني د مرکز د طبیعي علومو کارپوه ویس محمد لعلي ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، وروسته ئې د ارګونومیکس پر پېژندنه خبري وکړلې او زیاته ئې کړه؛ چي ارګونومیکس هدف د کاري ځايو او چاپېریالو ښه کول دي؛ تر څو د ټپي کېدو یا زیان خطر کم کړي؛ هغه وویل: څنگه چي ټیکنالوژي بدليږي؛ نو اړتيا ليدله کېږي؛ چي ډاډ ترلاسه کړو هغه وسيلې چي موږ ئې د کار، استراحت او لوبي له پاره لاسرسی ورته لرو زموږ د بدن اړتیاو له پاره ډيزاين سوي دي که يا.
ښاغلي لعلي د سیمنار په ورستیو کښي د ارګونومیکس ( انساني عوامل) پر تاریخچه، ګټو، استعمال او د حرفوي ارګونومیکس د تمرین پر کولو خبري وکړلې او د سیمنار په پاى کښي ئې د موضوع اړوندو ټولو پوښتنو ته جوابونه وويل.
د سیمنار په ورستیو کي د کندهار پوهنتون د بشري سرچینو آمر م. ګل احمد هاشمي یاد سیمنار ډېر ګټور یاد کړ او د څېړني د مرکز د طبیعي علومو کارپوه ویس محمد لعلي څخه ئې ځانګړې مننه وکړه، چي د یاد سیمینار په وړاندي کولو کښي هڅه وکړه: وروسته سیمنار د دؤعا په ويلو سره پاى ته ورسېد.