د ارواح ښاد شهید خلیل الرحمن حقاني د روح د خوشحالۍ له پاره د قرآن کریم ختم وسو

kdru_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۱۰:۱۷
image

د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د ارواح ښاد شهید خلیل الرحمن حقاني د روح د خوشحالۍ له پاره د قرآن کریم ختم او دؤعاوي وسوې، چي په مراسمو کښې د کندهار پوهنتون رهبری، د پوهنځیو رئېسان، استادان، اداري کارکوونکي او سلونه (سلګونه) محصلانو حاضر ول.

د قرآن کریم تر ختم وروسته، استادانو او محصلانو د شهید خلیل الرحمن حقاني له پاره د جنت لوړو درجو او د اُمت ټولو شهیدانو له پاره د مغفرت دؤعاوي وکړې او همداراز د کندهار پوهنتون رهبري، استادان، کارمندان او محصلان؛ د ارواح ښاد شهید خلیل الرحمن حقاني پر شهادت خواشیني ښیي؛ د هغه له کورنۍ او دوستانو سره په دې ویر کښي ځان شریک ګڼي؛ د الله جل جلاله له درباره څخه د شهید کورنۍ او دوستانو ته جمیل صبر او ارواح ښاد شهید خلیل الرحمن حقاني ته د ستر څښتن جل جلاله په ستر دربار کښي د لوړو مرتبو غوښتنه کوي.

نېته: ۱۴۰۳/۹/۲۵