د ادب ترلاسه کوونکی، د ټولني د سمون او پرمختګ څراغ دئ

kdru_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۵:۵۶
image

 

 

دا څرګندوني د يکشنبې په ماښام د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، د پوهنتون په مسجد کي د دارالصالحین ليليې زرونو (زرګونو) اوسېدونکو محصلانو ته وکړي او دغه راز ئې هغوی ته بېلابېلي اصلاحي لارښووني وکړې.

 

بيان چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سو؛ شیخ صاحب، محصلانو ته د علم د فضیلت او د ادب د ارزښت په اړه هر اړخيزي خبري وکړې. شیخ صاحب د خپلي وینا په پېل کي د قرآن کریم دا آيات شریف تلاوت کړ: «یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِیِّ». ژباړه: اې مؤمنانو! خپل ږغونه د پیغمبر ﷺ تر ږغ څخه مه پورته کوئ. همداراز شيخ صاحب زیاته کړه، چي الله تعالی مومنانو ته امر کړی، چي د خپل پیغمبر ﷺ په حضور کي ږغونه مه پورته کوئ؛ ځکه دا عمل د انسان نېکۍ له منځه وړي؛ نو تاسي هم د خپلو استادانو، مشرانو او علماء کرامو په وړاندي د درناوي او ادب پوره مراعت وکړئ؛ ځکه بې‌ادبي انسان د علم له برکته محروموي.

 

وروسته شیخ صاحب د انسان د خلقت، شرف او کرامت په اړه خبري وکړې. هغه وویل: الله تعالی انسان د ټولو مخلوقاتو څخه غوره پیدا کړی؛ لکه څنګه چي فرمایي: «وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ».ژباړه: ما په رښتیا د آدم زامن عزتمن کړي دي. الله تعالی انسان ته ډېر نعمتونه ورکړي دي، هغه نعمتونه، چي شمېر ئې له حساب او اندازې وتلی دئ؛ نو ځکه باید انسان د دې ټولو نعمتو شکر ادا کړي او د الله تعالی د اطاعت او بندګۍ لاره خپله کړي.

 

محترم رئیس صاحب محصلانو ته د ادب او سلوک په اړه ځانګړي لارښووني وکړې. هغه وویل: محصلان باید خپل ټول ژوند په ادب، تواضع او درناوي کي تېر کړي. د خپلو استادانو او علماء کرامو احترام وکړي، د خپلو خبرو او کړنو په هر اړخ کي د ادب حدود وساتي؛ ځکه محصل د ټولني د فکر، اخلاقو او علمي رؤڼا استازی يي؛ نو هر قدم ئې باید د وقار او درناوي نخښه يي.

 

همداراز شیخ صاحب د علم پر ارزښت هم خبري وکړې او محصلانو ته ئې سپارښتنه وکړه، چي د عصري علومو تر څنګ، دیني علم ته هم پوره پام وکړي. هغه وویل: «دغه علم دئ، چي انسان ته په دؤنیا او آخرت کي عزت، وقار او مقام ورکوي او دا هم علم دئ، چي د انسانیت قافله له تیارو څخه د رؤڼا پر لور بیایي.» محترم شیخ صاحب محصلانو ته یادونه وکړه، چي تاسي د ټولني د روښانه راتلونکي استازي یاست. نظام، کورنۍ او ټولنه ډېري هیلي در ته لري او نظام پر تاسي ډېر مصارف کوي؛ نو تاسي هم باید د علم دا فُرصتونه ضایع نه کړئ؛ خپل ځانونه په علم، اخلاق او عمل سره ښه سمبال کړئ؛ تر څو د ټولني له پاره د خدمت وړ کسان و اوسئ.

 

شیخ صاحب محصلانو ته لارښوونه وکړه، چي خپل لمونځونه په پوره توجه سره ادا کړي، د احکامو ئې پوره مراعت وکړئ او د دیني مسایلو په اړه د علماءکرامو څخه پوښتنه وکړي؛ ځکه پوښتنه کول هيڅ عیب نه دئ؛ بلکي دا د علم او پوهي نخښه ده. هغه زیاته کړه، چي «د هر محصل دنده ده، چي په ديني احکامو ځان پوه کړي؛ ځکه پوهه د انسان د عمل رؤڼا ده

 

شیخ صاحب د خپلو خبرو په وروستیو کي له محصلانو څخه وغوښتل، چي له قومي او ژبني تعصب څخه ځانونه لیري وساتي، په خپلو منځو کي ښه د ورورګلوۍ ژوند وکړي، د پاکوالي مراعت ته باید جدي پام وکړي، په خپلو منځو کي همېشه شفقت وکړي او يو د بل قدر او احترام وکړي، وروسته شیخ صاحب تولو محصلانو ته دؤعا وکړه او مجلس د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.

 

نېټه: ۱۴۴۷/۴/۲۶