د «مسلکي ژباړي لاري چاري» سیمینار وړاندي سو
د «مسلکي ژباړي لاري چاري» سیمینار وړاندي سو
د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي، د یاد مرکز د پلان له مخه، د بېلابېلو پوهنځیو ۲۳ استادانو ته د «مسلکي ژباړي لاري چاري» یو ورځنی سیمینار وړاندي سو.
سیمینار چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سو، په سر کښي د مسلکي پرمختیايي مرکز آمر محترم پوهندوی عثماني صاحب ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، وروسته ئې د ژباړي پر ارزښت او اړتیا خبري وکړې او وې (وه يې) ويل: استادان د علم د انتقال او خپرولو مهم مسئولیت لري؛ نو ځکه اړینه ده، چي د معتبرو ژبو څخه علمي او مسلکي مطالب وژباړي او د علمي سرچینو د بډایني له پاره ګټه ځني واخلي.
وروسته د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د انګرېزي څانګي استاد او د سیمینار روزونکي پوهنیار عتیق الله مشعل صاحب، د موضوع اړوند په چمتو سوي پرېزینټېشن کښي د ژباړي علمي اصول، تخنیکونه او مهارتونه په تفصیلي توګه بیان کړل. دغه راز ئې د سیمینار د لا اغېزمنتیا په موخه ځیني لنډ علمي متنونه له ګډونوالو سره شریک کړل؛ تر څو ئې په عملي ډول وژباړي.
په وروستيو کي د ګډونوالو و پوښتنو ته جوابونه وويل سول او سيمينار د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.
نېټه:١٤٤٧/١٢/٢٥